په لاسونو خبرې كول حافظه ځواكمنوي

 څيړنه:

امريكايي پوهانو په يوه نوې څيړنه كې موندلې چې د خبروكولو پر مهال له لاسونو څخه كاراخيستنه د انسان حافظه ځواكمنوي او له ماشومانو سره په زده كړه كې مرسته كوي .

د پیستبورگ او شیکاگو پوهنتونونو څيړونكي د ۵۰ كورنيو په يوه څيړنه كې چې تر يو كال لږعمر لرونكي ماشومان يې درلودل دا خبره ثابته كړه چې د هغو كورنيو غړيو چې په ورځنيو چارو كې د خبرو پروخت له لاسونو څخه كار اخيسته ماشومان يې تر نورو كورنيو ډېر هوښيار او غښتلي دي.

په دې څيړنه كې څرګنده شوې چې يوه ډله ماشومانو چې كورنيو يې په لاسونو خبرې ورسره كړې وې كولاى شول چې د لاسونو له حركت څخه ۲۵ كلمې ووايي او هغو ماشومانو سره چې په لاسونوخبرې نوې شوې يوازې ۱۳ كلمې يې ويلى شولې.

د نوموړو څيړونكو په وينا له لاسونو څخه كار اخيستنه نه يوازې د كليمو په بيان بلكې په زده كړه كې هم هوساينه راولي او همدا راز حافظې ته ډېره فضا په واك كې وركوي چې د نويو اطلاعاتو پر ځاى كولو كې مرسته وكړي.
په لاسونو خبرې كول په ډېرو فرهنګونو كې يو بد عادت ګنل كيږي په داسې حال كې چې دا څيړنه روښانوي چې ۷۰ تر ۸۰ په سلو كې اطلاعات د سترګو له لارې تر لاسه كيږي نو له همدې امله د لاسونو حركت هم په يوه ډول نه په يوه ډول په زده كړه كې مرسته كوي او حافظه پياوړې كوي.

ديادونې وړ ده چې پښتانه هم په لاسونو خبرې كول عيب ګڼي او د پېغور په ډول وايي چې پلانى په لاسو خبرې كوي او بې عقل دى.

شرف الدين (عظيمي)

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب