زراعت او مالداري

په شنه خونه یا Greenhouse کي مرخیړو (Mushroom) کرلو طریقه

په یو بیلر کي 200cc فارم الدیهاید اچوو ورپسي لږ ضیعف (Fungicide ) فنجي سایډ ورعلاوه کوه چی 50gr وي ورعلاوه کوو لکه (Carbendazim) کاربنډیزم ددی یو محلول جوړو یو بیلر دبوسو څخه ډکوو اودغه محلول او اوبه ورباندی اچوو ترڅو ښه لامده شی دغه لامده شوی بوس په بیلر کي د 16 ساعتو لپاره پریږدو چی تر څو ناروغۍ اومیکروبونه ورڅخه پاک شي.

وروسته د 16 ساعتو څخه بیا بیلر چپه کوو چی اوبه ورڅخه ولاړي شي نو بیا بوس په یو پلاستیک باندي اچوو بیا ورباندي دمرخیړو تخم یا Spawn سپان شنیدو د بوس سره ښه حلوو بیا ورڅخه دی دري کیلو اندازه پلاستکي خلتي ورڅخه ډکوو په هر پلاستکي خلطه کي د 10 تر 15 پوری سوری وباسو چی د قلم د سایز په اندازه وي بیا په شنه خونه کي خلطي ځوړندو چی ددی لپاره شرایط مهم دی چی مناسب حرارت (15_25) درجي د سانتی ګراد او مناسب حرارت ورته (21) سانتی گراد ده او مناسب رطوبت ورته (60% _ 90%) پوري دی.

دمرخیړو تولید لپاره 1) د تودوخي مناسب ساتل 2) رطوبت یا لنده بل 3) رڼا 4) هوا جریان.
مرخیړو ته چی شرایط مساعد شی هر وخت ښه نتیجه ورکوي. معمولا د اکتوبر اوسپتمبر په میاشتو کي ښه نتیجه ورکوي. په ننګرهار ولایت کي د جنوري په میاشتو کي ښه نتیجه ورکوي.


بیا کرل شوي مرخیړي د 15 څخه تر 20 ورځي وروسته بوس سپینیږۍ بیا کوم سوري چی په خلطو کی ایستلي وي دهغه څخه دمرخیړي راوځي او دګل په شان وي. نو بیا مناسب اندازه نوبیا تیره الي پواسط پری کوو چي د 25 څخه تر 30 ورځو پوري حاصل ورکوو.

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: