په ساري ناروغیو لکه طاعون او کرونا وفات شوې کس باید څه ډول غسل ورکړل شي؟

د پنجشیر نه یو تن د علماو پوښتنه کړې:
محترم استاد ! سرلوړې او کامیابه اوسی ، یو تعداد خلک د کرونا مرض په اړه داسې نظر لري چې هغه کسان چې په همدې مرض له مینځه ځی نباید چې غسل ورکړل شي ، او همدا راز دهغوی تکفین او تجهیز نباید چې د نورو عامو مړو په څیر وشي، نو تاسو په دې اړه مونږ او نور عام وطنوالو ته خپله عالمانه رهنمایی وکړﺉ ، لطف به مو وي؟

الحمد لله والصلاة والسلام علی رسول الله، أما بعد،،
د مسلمانو مړو په ژوندي کسانو دا حق دې چې هغوﺉ ته د مړینې نه وروسته غسل ورکړي،هغوی تکفین کړي ، جنازې لمونځ یی ورته ادا کړي او خاورو ته یې وسپاري، او ځیني علماو دا حقوق فرض عین بللي دي دا په داسی حال کې دې چې ځیني نور علماء ورته فرض کفایی وایي،ځیني واجب او ځیني نور یې مؤکده سنت بولي،او په عین حال کې غسل ورکونکې او خدمت کونکې مسلمان په اجر او ثواب کې شامل دې، او دا کار عبادت او د اسلام د فضاﺉلو نه هم بلل کیږي.
مګر د ساري امراضو په حالت کې لکه طاعون او کرونا چې پکې د مرض انتقال د مړي نه ژوندي انسان ته وي او د نورو د هلاکت سبب ګرځي معاصر علماء داسې نظر لري:
١-که چیرې ډاکټران او د ساري امراضو متخصصان په دې نظر وي چې په ساري امراضو لکه طاعون او کرونا اخته کسانو مړو ته غسل ورکول ،غسل ورکونکي ته کوم ضرر نه رسوي او د مرض د انتقال ویره نه وي نو په دې حالت کې باید ورته غسل ورکړل شي لکه د نورو عامو مړو په څیر.
٢- که چیری ډاکټران په دې نظر وي چې په ساري امراضو اخته شوي کسانو د مړو په غسل ورکولو کې غسل ورکونکي ته د مرض د انتقال ویره وي نو سر بیره د وقایوي تدابیرو لکه د دستکشو اغوستل،د ماسک اغوستل او د ضد مکروب کالیو اغوستل او همدا راز د غسل ورکولو نور اړین توکو په کارولو سره دی د لرې نه د پیپ په ذریعه پرې اوبه واچوي نو همدا کافي دی او په غسل حسابیږي،او یا دا چې تیمم دې ورکړي،او که چیرې د تیمم ورکولو په صورت کې بیا هم تیمم ورکونکي ته د مرض د انتقال ویره وي نو پرته د غسل او یا تیمم ورکولو دی ورته د جنازی لمونځ وکړي او دفن دې کړي.
٣-د غسل او تیمم نه ورکول فقط په یو حالت کې د تطبیق وړ دې چې ټول وقایوي او احتیاطي تدابیر په پام کې نیولو سره بیا هم د مرض د انتقال ویره د مړي نه ژوندي کسانو ته شتون ولري او غسل ورکونکي ددې ټولو مواردو سر بیره په خپل کار کې با تجربه هم وي نو په داسې حالت کې شریعت د مسلمان نه د هغې د توانایي برابر مکلفیت غواړي نه د هغې نه زیاد، الله تعالی فرمایی:(لَا يُكَلِّفُ اللَّهُ نَفْسًا إِلَّا وُسْعَهَا) (بقره ٢٨٦)
الله تعالی انسان نه مکلف کوي مګر د هغې د توانایی برابر.
همدا راز فرمایی: (يُرِيدُ اللَّهُ بِكُمُ الْيُسْرَ وَلَا يُرِيدُ بِكُمُ الْعُسْر) ( بقره ١٨٥)
الله تعالی تاسو ته آساني، یسر او سهولت غواړي ، کله چې تاسو په سخته کې اوسۍ.
په بل ځای کې فرمایي:(فَاتَّقُوا اللَّهَ مَا اسْتَطَعْتُمْ) (التغابن١٦) د الله تعالی نه وویریږﺉ او عبادت یې پر ځای کړﺉ خپل د توانایي په اندازه.
جناب رسول – صلی الله علیه وسلم – په صحیح حدیث کې داسې فرمایي:(ما أمرتکم به فأتوا منه ما استطعتم) په هغه مسایلو کې چی تاسو ته می امر کړې چی ترسره یې کړۍ نو تر خپل استطاعت او توانایی هغه کارونه وکړﺉ.

ليكنه : فضل الله ممتاز
ترجمه : خالده شفيق

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب