په روژه ماتي او پشلمي کې کوم خواړه استفاده شي؟

 

دا چې روژه د ګرمۍ په فصل کې راغلې او د تندې او لوږې اوږده ساعتونه په مخکې لرو، نو د روژه ماتې او پیشلمي لپاره د خوړو انتخاب مهم دی.

پیشلمې

پیشلمی د روژې د اوږدې ورځې پیل دی. په داسې حال کې چې پیشلمې ته پاڅیدل نبوي سنت دي، د طب له نظره هغوی چې روژه نیسي پیشلمي ته پاڅیدل ورته ضرور دي.

په پشلمي کې بايد هغه خواړه وخوړل شي چې هضم يي کرار او ورو وي او په نس کې تر ډیره پاتې کیږي. لکه: له شیدو جوړو شوي تولیدات ( لبنيات ) غوښه، هګۍ، ترکارۍ، تازه میوې، چارمغز، بادام او حبوبات. دا خوراکي موادو پروتین له پلوه غني دي، له خپله ځانه غوړ هم لري، او د لوږې په مقابل کې مقاومت کوي.

همدارنګه په پشلمي کې ښه ده چې له داسې خوړو استفاده ونه شي چې هضم یې چټک او ګړندی وي. لکه ځینې خواږه او شیرني، انګور، خټکي او نور زر هضمیدونکي خواړه…. ځکه دا ډول خواړه زر هضمیږي او تر لږ وخته وروسته سړی

your ads

هغه خلګ چي د معدې تکليف لري او دوزن د کموالي په لټه کې وي بايد غوړ شيان ونه خوري ځکه غوړ او سره کړي شيان د ورځي په اوږدو کې د معدې د درد سبب ګرځي.

همدارنګه په پشلمي تر مړښت زیات خوراک کومه ګټه نه لري او نه هم ډیر خوري د ورځې په اوږدو کې تاسو تر ډېره ماړه ساتلی شي. البته له حده زیات خوراک پر معده او د هاضمي سیستم پر نورو غړو فشار راوړي او زیان رسوي.

روژه ماتی

روژه بايد په يو پياله اوبو ماته شي ورپسي خرما يا زردالو يا زيتون ورسره استعمالولی شی. له دې وروسته غوره داده چې یوه پیاله سوپ یا ښوروا وڅښل شي. تر دې وروسته یو پنځلس دقیقې وقفه پکار ده چې د مانځه لپاره بهترین وخت کیدای شي، تر دې وروسته دسترخوان ته کینئ.

دا چې ولې په دې ترتیب خوراک بهتره دی، یو کتاب خبرې لري چې له لیکلو یې تیریږم ځکه لیکنه راڅخه اوږدیږي.

همدارنګه د روژه ماتې پر دسترخوان د سبزیو، سلاد او که ممکنه وي د تازه میوې شتون هم ګټور دي. خواږه په ځانګړې توګه له شیدو جوړو شوي خواږه هم ښه دي.

خواږه باید تر روژه ماتې دوه ساعته وروسته وخوړل شي.

همدارنګه د روژه ماتې او پیشلمې ترمنځ باید یو کس لږ تر لږه دوه لیټره اوبه په بیلابیلو وقفو کې وڅښي.

لیکنه: ډاکترعبدلصمد نظري

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب