په روژه د ستوماني، سر درد، ټیټ شکر، عضلاتو درد او زخم معده درملنه

ستوماني، کمزوري او د ویني د فشار ټيټوالي:

نښې: زیاته خوله کول، کمزوري، ستړیا، د انرژی کمښت، پرکالتوب خصوصا د جیګیدلو په وخت کي، الوتى رنګ او بې سیکه احساس چې دا حالت اکثره د ماسپښين وخت كې واقع کیږي.
لاملونه: د کمو اوبو څښاک، د وجود د مالګي کمښت.
درملنه: ځان سوړ ساتل، د اوبو او د مالګي زیات اخیستل.
پاملرنه: که پورته نښي ولرى، نو د ویني ټیټ فشار باید د فشار آلي په واسطه معلوم شي. او د جیګ فشار لرونکي خلک باید په روژه کی خپلي دوا ته پاملرنه وکړي او د خپل ډاکټر سره مشوره وکړي.

سر دردي

لاملونه: د تنباکو او کافینو زياد استعمال، د خوب کموالي، د ورځي په اخر كې اکثره لوږه، د فشار ټيټیدل، سر درد او حتی د زړه بدوالي هم کیدای شي له روژه ماتي د مخه پیدا شي.
درملنه: د تنباکو او کافین(نصوار او سګرټ) د روژی څخه دوه اونۍ د مخه ورو ورو پریښودل او پر ځای یي د یو څه وخت لپاره د چای استعمال. په روژه کی د داسې مهالویش جوړول چې خوب ته هم کافی وخت ولرى

د وینې ټيټ شکر

نښې: کمزوري، پرکالي، ستړیا، په اسانۍ سره خوله، د وجود ریږدیدل، د فزیکي کړنو وس نلرل، سر دردي.
لاملونه: پرمختللى شكر، په پيشمني كې ډير خواږه اخيستل او د بدن د انسولين لوړوالى.
درملنه: په پیشمني یا سحري کی د داسي خوړو خوراک چې کم خواږه یا ګلکوز ولري.
پاملرنه: د شکر ناروغان ښايي په روژه کې د خپلي دوا خوړلو اندازې بدلې کړي نو د خپل ډاکټر سره د مشوره وکړي.

د عضلاتو درد

لاملونه: په خوړو كې د کلسیم، مګنیزیم او پوتاشیم  کمښت.
درملنه: د پورتنيو منرالونو لرونکي خواړه خوړل لکه، سبزي، میوه، لبنیات، غوښه او خرما.
پاملرنه: د جیګ فشار او ګردو د کاڼو د ناروغیو لرونکي ناروغان دی له ډاکټر سره مشوره وکړي.

د معدي زخم یا ګیس، د زړه سوزیدل:

لاملونه: په روژه كې په خیټه کې د تیزابو یا اسیدو د زیاتې اندازې له امله پورته ناروغۍ منځته راځي. دا یو داسې حالت وي چې سړى د سینې د پښتیو لاندې او حتی تر مرۍ پورې د سوزیدو احساس کوي. د ترخو خوړو، قهوې او ګیسي مشروباتو څښل دا حالت نور هم ناوړه کوي. د دې درملنه شونې ده او داسې ناروغان دې له خپل ډاکټر سره د روژې د مخه مشوره وکړي.
•    د پښتورګو تیږه
لاملونه: د پښتورګو تیږه کیدی شي د كمو مايعاتو د اخيستلو په پايله كې منځ ته راشي. نو، اړینه ده چې مساعد كسان زیات مایعات واخلي تر څو د دې ناروغۍ مخنیوي وشي.
•    د مفاصلو يا بندونو درد
لاملونه: په روژه کې ښایي د ډیرو لمونځونو له امله په زنګنونو یا نورو بندونو كې درد زیات شي. او یا د زیات عمر لرونکو کسانو په بندونو كې کیدی شي د بندونو دردونه، شخوالي، پړسوب او ناارامي زیاته شي.
درملنه: وزن کم کړﺉ نو په زنګنونو به دومره زیات زور نه وي چې په درد شي. د روژې د مخه تمرین او ورزش وکړﺉ تر څو روژی ته تیار واوسى.

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب