په راديواكتيف توكو سره د شيانو د عمر تعينول

څنګه کولای شو چې د مړو شویو موجوداتو عمر تعین کړو ؟ (Radioactive Dating )

په هستوي فزيك كې يوه ډيره په زړه پوري موضوع  په هستوي كړنلاروباندي دهغوموجوداتو دعمرتعينول اوياټاكل دي چې ديوې پيړۍ په شااوخواكې اوياترهغه نه مخکي مړه شوي وي .

په ټوليزه توګه دموجوداتو عمرپه بيلابيلو كړنلارو ټاكلاى شو ، يو هغه موجودات چې دبيولوژي دليدلوري نه اول ژوندي وه لكه هډوكي ، لرګي ، فوسيلونه اوداسي نور اوبل  هغه ډول موجودات چې داول نه هم دبيولوژي دليدلوري نه مړه پيداشوي وه لكه ډبري ،مجسمي اوداسي نور ، چې ددغو كړنلارو څخه په لرغون پيژندنه يااركيالوژي ( Archaeology   ) اوځمك پيژندني ياجيولوژي (Geology )كي هم ډيره ګټه اخيستل كيږي . ددغو كار ونو يو ارزښتناكه عنصر C14   دى چې نيمائي عمر ئي 5730 كاله ده  او داعنصر په ټولوعضوي توكو اويا ژونديو موجوداتو كي شته . ژوي ( حیوانات ) او بوټي ( نباتات ) ترهغوپوري چې ژوندي دي كاربن اخلي خوكله چې مړه شي د مرګ له شیبې نه وروسته دكاربن اخيستلو دالړۍ پاى ته رسيږي ، اووروسته دمرګ څخه دژوي هډونه ( د بدن اعضا ) دبيلګي په توګه هډوكي خپل زيرمه شوى كاربن چاپیریال ته دیوې بیتا ذرې  په ایستني ( تشعشع )سره په نايتروجنN اړه وي چې دتجزيه شوي كاربن دكچې له مخي كولاي شوچې د نوموړي جسم عمر تعين كړوو.

اوس داپوښتنه رامينځ ته كيږي چې په دغه غړي یاجسم کې دمرګ په شیبه كي دكاربن كچه ځومره وه ؟ داخيستل شويو احصايوله مخي دهرژوي لپاره دمرګ دشيبې دكاربن دتجزيې كچه/ gr sec 0,255 bq  ده . چې يو ې تجزيې ته په يوه ثانيه كي يوبيكرل Beqeral وايي ، يعني 1bq = 1D / 1sec اوددغي تجزيي بل واحدكيوري Curie  دي چې لاندي بيه لري  1Cu = 3,7 . 10 10 bq اويا         3,7 . 1010 D / sec  .

مخكي ددي څخه چې دموجوداتو  دعمر دتعينولو لپاره يوځانګړى فارمول لاس ته راوړو اړين بريښي چې نيمائي عمر يا( Half Life )  په لنډه توګه تعريف كړو. ديوه سوچه راديو اكتيف توكي لپاره نيمائي عمر هغي مودې ته وايي چې په هغه كې ددغې مادې كچه اويادهغې كتله نيمايي ته ورسيږي ، مثلآ كه 10grداسي سوچه  راديو_ اكتيف  توكي ولرو چې وروسته د5y كلونونه 5gr پاتي وي ، نوددغي مادي نيمائي عمر 5y كاله دي . اوكه چير ي راديو اكتيف توكي مركب وي نو دهغوي لپاره نيمائي عمر هغي مودي ته وايي چې په هغه كي ددغو توكو اكتيفيتي نيمائي ته ورسيږ ي ، مثلآ كه 10gr مركب راديو اكتيف توكي 20bq   اكتيفيتي ولري اووروسته د5y كلونو ځخه دغه اكتيفيتي يافعاليت 10bq ته ورسيږي نو دنوموړي مركب راديواكتيف توكي نيمائي عمر5y كاله دي .

كه چيري N ( t )   داوسني كاربن كچه  ، N( 0 ) دمرګ دشيبي دكاربن كچه ، λ دتجزيي ثابت چې د  سره مساوي دي او2 T1 /  چې نيمائي عمرښيي او t دپام وړشي دعمرپه توګه په پام كي ونيسو نودشي دعمردتعينولولپاره لانديني اړيكه ثبوت شوي ده :
N ( t )  = N( 0 ) e-λt   

ديادوني وړده چې په دغه كړنلاره دهغو موجوداتو عمر لاس ته راوړلاي شو چې عمريي د80000 كلونو څخه ډير نه وي  ، داځكه چې ديادو شويو كلونو څخه په زيات عمر لرونكي ژو يو كي دكاربن د تجزيي كچه  سمه نه شي اخيستل كيداي اوياهم دپورتنيو كلونو څخه وروسته دغه ژوي په ډبره اويادبيولوژي په وينا په فوسيل اوړي .

دي ته ورته كولاي شوچې دډبروعمر هم پيداكړو چې ددي كارلپاره دپوتاشيم K40  دكچې څخه چې نيمائي عمر ئي 2,14 . 10 18   دي كاراخيستل كيږي ،   دكيميانه پوهيږوكله چې ډبره مينځ ته راځي نو په تركيب كي ئي هرومرو پوتاشيم شته  ، دډبري دمينځ ته راتګ څخه وروسته په هغي كي موجود پوتاشيم  تجزيه كيږي او كاربن ته ورته  چاپيريال ته   باسي اودارګون  Ar40 په ګازاوړي  چې دتجژيه شو ي پوتاشيم دكچې له مخي دپام وړشي عمر تعينولاي شو .

اوس داپوښتنه رامينځ ته كيږي چې دپوتاشيم لمړني كچه په دغه شي كي ځومره وه ؟ ددي ځواب لپاره بايد لمړي دډبري نوعيت تعين كړو ، چې ددي كارلپاره لانديني دوه لاري شته  :

1 – لكه څنګه چې مووويل لمړي بايددډبري ډول ( نوعيت ) په دي توګه  چې دډبري جوړونكي توكي ياعناصركوم دي دكيمياله ليدلوري څخه وپيژنو ، داپه دي ماناده چې په ډبره اويافوسيل كي دموجودوعناصروسليزه ( فيصدي) پيداكړو ، ترځووكولاي شوچې داډبره مونږ هم ددغو عناصرو ديوځايوالي څخه په مصنوعي توګه جوړه كړو، چې وروسته دهغي څخه په آساني سره كولاي شو  چې ددغي مصنوعي ډبري نيمائي عمرپيدااودهغي له مخي دپورتني فارمول څخه په ګټه اخيستنه دهغي عمر لاس ته راوړو.

2 – كه چيري ونشوكولاي چې دډبري په نوعيت  ځان پوه كړو ، اويادپوهاوي اسانتياوي دبيلګي په توګه دتجزيي وسايل په لاس كي ونه لرو ، نويوه آسانه لاره داده چې په موجوده حالت كي په ډبره كي دپوتاشيم كچه معلومه كړو ، اووروسته داډبره ديوڅه مودي لپاره وساتو اودتجزيه شو ي پوتاشيم كچه په دغه موده كي معلومه كړو ، چې وروسته دتجزيه شوي كچې او ددغي تجزيي دمودي له مخي كولاي شودپام وړشي عمرتعين كړو .

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب