په دې طریقه د ويښته تویېدو مخه ونیسئ

ويښته تويیدل حتی په ځوانانو کې ډیر زیات عام شوی او د نړۍ ډیر شمیر خلک د ويښته له توییدو کړیږي.
د دغې ناروغی څخه مخنیوي لپاره څیړونکو له ډیرو څیړنو وروسته دې نتیجې ته ورسیدل چې د ویښتانو لپاره تر ټولو غوره او طبیعي درمل پیاز دی چې ویښتانو تقویه کولو سره يي له توییدو مخنیوی کوي.

ویښتانو توییدو څخه مخنیوی کولو لپاره د پیاز اوبه یو غوره درمل دی چې کولی شي دغه مشکل حل کړي. په حقیقت کې د ویښتانو لپاره ټول جوړ شوي درمل او په ویښتانو استعمالیدونکي نور موادو کې زیاته اندازه پیاز استعمالیږي.

پیاز نوی ويښته شنه کیدو او پر سر کې د وینې جریان پیاوړی کولو سره د ویښته توییدو مخه نیسي.

طریقه:
د یو غټ پیاز اوبه وباسئ. لاسته راغلې اوبه خپل سر په پوستکی وموښئ او تقریبا یو ساعت لپاره يي پریږدئ. لکه څنګه چې پوهیږو پیاز ډیر تیز بوی لري او هغه کسان چې دغه بوی نشي زغملای نو کولی شي د پیاز په اوبه کې لږه اندازه د ګلاب اوبه د بوی لرې کولو لپاره زیاته کړي.

له یو ساعت وروسته خپل ویښته په شامپو ووینځئ. هفته کې دوه ځلي دغه عمل تکرار کړئ او هغه کسان چې ویښتان يي له اندازې زیات توییږي کولی شي له دوه ځلي زیات دغه طریقه استعمال کړي.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب