حدیثونه پښتو ژباړه

په جنت کي تر ټولو لوی مقام!

رسول اکرم صلی الله عليه وسلم صحابه کرامو ته وفرمايل: تاسو زما لپاره د وسیلې دعا کوئ (چي الله تعالی ما ته وسیله راکړي) دوی ورته وويل چي وسيله څه شي ده ای د الله تعالی رسوله؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل: وسيله په جنت کي تر ټولو لوړ مقام او درجه ده، او دې ته بېله يوه نفر څخه بل څوک نه سي رسېدلای او زه اميد لرم چي هغه به زه يم (چي دغه مقام ته به رسېږم). رواه ترمذي

تر آذان وروسته چي کومه دعا ويل کيږي همدغه د وصيلې دعا ده: اللَّهُمَّ رَبَّ هَذِهِ الدَّعْوَةِ التَّامَّةِ وَالصَّلاَةِ الْقَائِمَةِ آتِ مُحَمَّدًا الْوَسِيلَةَ وَالْفَضِيلَةَ وَابْعَثْهُ مَقَامًا مَحْمُودًا الَّذِي وَعَدْتَهُ إنّكَ لا تُخْلِفُ الميعاد او که څوک دا دعا وايي نو شفاعت به يې نصب کيږي. 

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: