په جماعت سره لمونځ اداکول

څرګنده خبره ده ؛څومره ، چي دلمانځه دکولو په اړه ټينګار راغلى دئ په همغه پيمانه په جماعت باندي دادا لپاره هم ټينګار راغلى دئ دهمدې موخي لپاره څو احاديث رانقلوو:

نبي  ص فرمايي چي د جماعت لمونځ پر يوازي لمانځه باندي اووه ويشت درجې غوره دئ. (رواه مالک و البخاري  و مسلم  و الترمذي  و النسائي  کذا في الترغيب)

[irp][irp]

په جماعت سره لمونځ اوويشت ځلي تر يوازي لمانځه ثواب لري داخو حقيقت دئ داچي ډېر خلک تردې امتياز تېريږي بل هيڅ دليل نسي کېداى پرته لدې ، چي ددغو  کسانو باندي باور نسته که نه نو دپيسو ګټلو په بازارونو کي بيخي زيات ليدل کېږي ، چي خلک دلږو پيسو ګټلو لپاره زيات تکليفونو تېروي او که په کوم ځاى کي څو چنده پيسې په لاس ورځي نو بيا بيخي زياته ستړيا پسي تېروي په همدغه څېر که دجماعت پر ګټو باندي په کلکه باوري سي نو خامخا به تر ګټو تېر نه سي ځکه داصحابانوD او اسلافو ، چي کلک باور وو نو په هيڅ صورت کي تر يادو ګټو نه تېرېدل ځکه په يو روايت کي راځي:

حضرت عبد الله بن عمرE په بازار کي تشريف درلودئ چي د لمانځه د جماعت وخت سو وې ليدل چي فوراً ټولو خپل دوکانونه  بند کړل او مسجد ته ننوتل عبد الله بن عمر(رض)فرمايي: چي ددې خلګو په اړه دا آيات نازل سوى دئ:

ترجمه:  په دغه مسجدونو کي داسي خلګ سته چي د الله Y د ذکره څخه يعني د لمانځه، روژې او زکوة څخه  يې رانيول او خرڅول نه مشغول کوي دوى دداسي ورځي دنيولو څخه ويريږي چي ډېر زړونه او سترګي به اوړي. (بيان القرآن)

حضرت عبدالله بن عباس فرمايي: چي دغه خلګ به په خپل کارو بار مشغول وه کله چي به يې اذان واورېدئ نو دستي به يې کار اوبار پرېښودئ او مسجدو ته به ولاړه . نوموړي يو ځاى وايي چي قسم په الله ج دا خلګ تاجران و مګر ددوى تجارت  دوى د الله Y د عبات څخه نه مشغولول. حضرت عبدالله بن مسعود > يوه ورځ په بازار کي تشريف درلودئ چي اذان وسوده مبارک وليدل چي خلګو خپل سامانونه پرېښودل اومسجد ته ولاړل ابن مسعود> وفرمايل: داهم هغه خلګ دي چي په اړه يې الله Y فرمايي: ) رِجَالٌ لَا تُلْهِيهِمْ تِجَارَةٌ وَلَا بَيْعٌ عَنْ ذِكْرِ اللَّهِ(سورة نور).

[irp][irp]

په يو حديث شريف کي راغلي دي چي رسول الله r فرمايي: په ورځ د قيامت چي ټوله دنيا الله Y سره يو ځاى کړي نو ږغ به وسي چي هغه خلګ دي جلا سي چي د غم او خوشالۍ په دواړه وختونو کي يې د الله حمد او ثنا ويل، يوه کوچنۍ ډله به راپورته سي بې حسابه او بې کتابه به جنت ته ولاړه سي. بيا به ږغ وسي چي هغه خلګ دي جلاسي چي په شپه کي به د خپلو بسترو څخه جلا اوسېدل او خپل رب  به يې په وېره  او مينه سره يادوى، يوه کوچنۍ ډله به راپورته سي  او بېله حسابه او کتابه به جنت ته ولاړه سي، بيا به ږغ وسي چي هغه خلګ دي جلاسي چي تجارت د الله Y د ذکر څخه نه منعه کول بيابه يوه دريمه کوچنۍ  ډله راپورته سي او جنت ته به بېله حسابه ولاړ ه سي ددې درو ډلو د تللو څخه وروسته به د پاته خلګو سره حساب شروع سي. (درمنشور)

په بل حديث کي راځي:

حضرت عبد الله بن مسعود = فرمايي: کوم څوک چي د قيامت په ورځ غواړي چي د الله ‘ په حضور کي کامل مسلمان ښکاره سي نو په هغه ځاى کي دي د لمانځه  د ادا کولو اهتمام کوي چي په هغه ځاى کي اذان کېږي (يعني په جماعت دي يې اداء کوي) ځکه الله’ ستاسو نبي 3 ته داسي  سنتونه ورکړي دي چي خالص هدايت  دي، د دغه سنتو څخه يو د جماعت لمونځ هم دئ، که تاسو پخپلو کورو کي لمونځونه شروع کړى. لکه فلانکي سړي نو تاسو به د خپل نبي 6 د سنت  پرېښودونکي ياست. په دې خبره ځان پوه کړى چي څوک د نبي 6 سنت پريږدي ګمراه به سي. که څوک په ښه ډول اودس تازه کړي بيا مسجد ته ولاړ سي الله ‘ به يې پر هر قدم باندي يوه نېکي ورکړي او يوه ګناه به ور معاف  کړي. موږ دا حال په سترګو وليدى چي يو څوک به په ښکاره  منافق  و، خو د جماعت څخه به نه پاتېدى ځکه د رسول الله 3 په وخت کي عامو منافقانو هم د دې همت نه درلودى، چي د جماعت څخه  دي پاته سي. يا به څوک ناروغه و (هغه به نه راتلى) مګر داسي ناروغ هم جماعت ته راتلى چي د دوو نفرو  پر اوږو  به يې تکيه وهلي وه رابه وستل سو او په صف کي به ودرول سو. (رواه مسلم و ابو داود و النسائي و ابن ماجة کذا في الترغيب و الدرالمنثور)

اصحابو کرامو د جماعت دومره پابندي کول چي که به ناروغه سوه بيا به هم چي په څه ډول به راتلاى سواى نه به پاتېده که څه هم  د دوو نفرو پر اوږو به يې تکيه  کړې وه خو د مسجد د جماعت لمونځ به يې نه قضا کاوه. دوى به نو ولي دومره پابندي نه کول چي زموږ آقا حضرت رسول اکرم 3 د جماعت  د لمانځه پابندي کول ځکه د رسول 3 د مرض الموت په وخت کي داسي پېښه وسوه چي رسول الله ‘ داسي ناروغه  و، چي په  وار وار به بې هوښه  کېدى او څو واري به يې د اوداسه اوبه غوښتي بيا هم د حضرت عباس = او يو بل صحابي په تکيه مسجد ته راغلى  پښې يې هم پر مځکه  ښه نه سواى لګولاى حضرت ابو بکر = د لارښووني سره جماعت پيل کړي او رسول الله 3 پکښي شريک سو(صحيحين)

[irp][irp]

حضرت ابو دردآء = فرمايي چي ما د نبي 6 څخه واورېدل چي د الله ‘ عبادت داسي کوه ګويا هغه تا ته مخامخ  دئ  او ته يې ويني او د ځان د مړو په فهرست کي حساب کړه  د مظلوم د ښراوو څخه ځان وساته او څومره چي  دي توان  وي د ماخوستن  او سهار  په لمانځه کي يي د جماعت څخه مه سپموه په يو حديث کي راغلي دي، چي د سهار او ماخوستن  لمونځ پر منافقانو باندي دروند دئ که چيري  دوى ته معلومه  سي چي جماعت  دومره ثواب  لري نو پر  ټوله مځکه به راختلاي  او په جماعت  به يې لمونځ کولاى(ترغيب).

د انس بن مالک  څخه روايت دئ، چي نبي 6 فرمايلي دي: څوک چي څلوېښت ورځي په جماعت لمونځ وکړي، لومړى تکبير نه سي ځني تېر ده ته به الله ‘ دوه خلاصونه ورکړي يو خلاصون به د اور څخه وي دوهم خلاصون به د نفاق څخه وي. (رواه الترمذي).

ابن عباس  روايت کړى دئ، چي رسول الله 3 فرمايلي دي څوک چي د جماعت اواز واوري او د عذر پرته مسجد ته ولاړ نه سي (يعني کور يې وکړي) د ده لمونځ نه قبلېږي دوى ورته وويل چي عذر څه شي دئ؟  رسول الله ص وفرمايل: وېره يا ناروغي ده. (رواه ابو داود وابن حبان في صحيحه و ابن ماجة  نحوه کذا في الترغيب و في  المشکوة رواه ابوداود والدارقطني.)

يعني کوم انعامات چي الله ج ده ته ورکول هغه به نه وي که څه هم فرض يې ادا سوه هم دا ډول د هغو حديثونو څخه هم مطلب دا دئ چي د لمانځه  د نه قبلېدو خبره پکښې  سوي ده دا زموږ د امام اعظم مذهب دئ که نه نو ډېرو  اصحابو او تابعينو بېله عذره د جماعت  لمونځ پرېښودل حرام بللي دي او په جماعت لمونځ کول يې فرض بللي دي آن تر دې چي ځينو ويلي دي چي بېله جماعته  لمونځ بېخي صحيح نه دئ. د حنفي مذهب له آنده لمونځ يې وسو خو د جماعت په پرېښودو مجرم سو.

د حضرت ابن عباس = څخه روايت دئ، چي دغه کس د الله ‘ او د هغه د رسول3 څخه نافرماني وکړه. په بل روايت کي ابن عباس   فرمايي څوک چي اذان واوري او د جماعت لمانځه  ته ولاړ نه سي نو د ښو اراده يې ونه کړه او نه ده ته د ښو اراده وسوه. حضرت ابوهريرة = فرمايي : څوک چي اذان واوري او جماعت ته ولاړ نه سي نو که د ده غوږونه د ويلي سوي سکې څخه ډک سي ښه دي.

نبي 3 فرمايي: زما زړه غواړي چي يو څو ځوانانو ته ووايم چي ډېري خاشې راجمع کړي او بيا زه ورسم د هغه خلګو کورونه  وسوځم چي بېله عذره په کور کي لمونځونه کوي.

[irp][irp]

(رواه مسلم وابوداود وابن ماجة و الترمذي کذا في  الترغيب)

رسول الله فرمايي: په کوم ځاى کي چي درې کسان موجود وي او جماعت نه کوي  پر دوى باندي شيطان برلاسى وي پر تاسو جماعت کول لازم دي ځکه شرموښ هغه پسه خوري چي د رمې څخه وتلی وي. (د انسان شرموښ شيطان دى). (رواه احمدو ابوداود والنسائي و ابن خزيمة وابن حبان في صحيحهما و الحاکم)

دپورتني حديث څخه معلومه سوه ، چي دوه يا درې تنه که يو ځاى په سفر تللي وي ، يا په کومه صحرا کي وي حتما دي په دوى کي يو تن مخکي سي او جماعت دي ورکړي  داسي دي نه کړي لکه په معاصره ټولنه کي ، چي تر هغه مهال خلک يوازي لمونځ کوي تر څو په دوى کي عالم نه وي بلکي که څه هم په دوى کي عالم نه وي خامخا دي په دوى کي يو تن مخکي سي او په جماعت دي لمونځ ورکړي کوم څه ، چي په يوازي لمانځه کي وايي هغه دي دجماعت په لمانځه کي ووايي حاصل داچي داسي کسانو کي يوازي لمونځ ادا کړ، چي بې علمه او په دوى کي يو تن مخکي نسو ګناهکار دي .

د ابن عباس څخه چا پوښتنه وکړه  چي يو څوک ټوله ورځ روژه نيسي او ټوله شپه عبادت کوي مګر د جماعت او جمعې لمانځه ته نه ځي (د ده څه حکم دئ؟) ابن عباس  ورته وفرمايل: دا سړى به په دوزخ کي وي. (رواه الترمذي موقوفاً کذا في الترغيب)

[irp][irp][irp]

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب