په بهي کې شته مواد د سرطان مخه نیسي

 

بهي هغه مېوه ده چې د مني په وروستیو کې پخېږي؛ که مو خام بهي خوړلي وي نو زړو یا دانو ته به مو یې هرو مرو پام کړی وي چې په یو ډول سرېښناکو موادو (Tannin) پوښل شوې وي؛ کله چې بهي وخوړل شي د تانين په نوم دغه مواد له لویو کولمو سره سرېښېږي، د کولمو مخاطي غشا د التهاب پر وړاندې قوي کوي او له سرطان څخه یې ژغوري.

که بهي خام وخوړل شي او یا هم واېشول شي، دواړه یې د ستړیا په له منځه وړلو کې ګټور تمامېږي.

د هغو کسانو لپاره چې پر زکام اخته وي او یا هم ټوخی ولري په اوبو کې اېشېدلي بهي ښه دوا ده.

په بهي کې په ډېره اندازه معدني مواد لکه مس، اوسپنه، پوتاشیم، کلیسم او مګنيزیم شتون لري.

دا چې بهي په خپل ترکیب کې انټي اکسیډان لري، نو د هر ډول سرطان مخه نیسي.

بهي له غوړو خالي مېوه هم بلل کېږي؛ په بهي کې د غوړو اندازه په صفر کې ضرب ده، نو هغو کسانو ته چې د وینې غوړ لري د بهي د خوړلو ځانګړې سپارښتنه کېږي.

ژباړه: حمیدالله حمیدي

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب