په انګلستان کې د کالج، امتحان او پوهنتون سیستم

په انګلستان کې پوهنتون ته د تګ څرنګوالی؟

په انګلستان کې د پوهنتون دپاره د کانکور ازموینه نشته. شاګردان، د کالج د نومرو په آساس پوهنتون ته ځي. دلته کالج دوه کاله ویل کیږي، او پدغه دوه کالو کې شاګردان، د خپل مسلک په ارتباط مضامین انتخابوي. دلته د هر مسلک دپاره ځانګړي مضامین، او خاصې نومرې پکار دي.

د کالج د دوهم کال په شروع کې، شاګردان، د خپلې خوښې او استعداد په نظر کې نیولو سره، مختلفو پوهنتونو ته خپله درخواستي، د خاصې ادارې له لارې چې (UCAS) نومیږي، ورلیږي. شاګردان باید د درخواستۍ فورمې ډکې کړي، او د خپل مسلک د انتخاب دلیل په ښه توګه واضح، او د هغې په هکله شواهد وړاندې کړي. بیا د دغه فورمو یوه مهمه برخه د شاګرد د استادانو پواسطه ډکیږي، چې په هغه کې د شاګرد د آینده نومرو په هکله، استادان خپل نظر لیکي.

د یادولو وړ ده، چې د شاګرد د درخواستۍ فورمې، د یوه خاص استاد پذریعه کتل کیږي، او دغه د درخواستۍ فورمې تر هغو پورې، هغې خاصې ادارې ته نه لیږل کېږي، چې ترڅو، هغه د همدغه خاص استاد پواسطه نه وي امضاء شویې. وروسته دغه خاصه اداره، د شاګرد د درخواستۍ فورمې، هغو پوهنتونو ته، چې شاګرد انتخاب کړي، ور استوي.
کله چې د کالج د شاګرد، د درخواستۍ فورمې د پوهنتون، مربوطه شعبې ته ورسیږي، نو هغه بیا په ډېر غور سره کتل کیږي. پوهنتون یا دغه درخواستي ردوي، او یا په ځینو شرطونو سره قبولي ورکوي. شرطونه، د همدغه تعین شوو نومرو پوره کول وي، او په ځینو وختونو کې، له شاګرد څخه، یو امتحان هم اخلي، او هم غواړي، چې له شاګرد سره مصاحبه وکړي. البته، د هر مسلک د قبلېدو لپاره، جدا جدا شرایط، په نظر کې نیول کیږي.

هېره د نوي، چې په انګلستان کې د کالج د شاګردانو ازموینه، د ازموینې د بورډ، پواسطه اخستل کیږي. هر کالج، د یوه بورډ سره ارتباط لري. دغه د ازموینې بورډونه، د پخوانیو ازموینو سوالونه، او د هغو د حل کلۍ، د شاګردانو لپاره وړاندې کوي. دغه د ازموینې بورډ، د یوه مضمون ازموینه، په یوه وخت کې په ټولو کالجو کې تر سره کوي. د کالج د شاګردانو سوالونه، د دوی د استادانو پواسطه نه جوړیږي. سوالونه، د همغه مربوطه بورډ له خواه جوړیږي، او کېدای شي، چې د کالج کوم یو استاد هم د دغې بورډ غړي وي. د ازموینې د پارچو کتل او نمرې ورکول هم د دغه بورډ کار دی.
هېره د نوي، چې د پوهنتون د ازموینې سوالونه، پخپله د پوهنتون استادان جوړوي، او همدوی بیا نمرې ورکوي.

your ads

د یادولو وړ ده، چې ما د ګرانو او قدرمنو محصلینو دپاره، ځینې لیکنې وړاندې کړیې دي، چې دوی کولای شي، هغه د ټول افغان، روهي، حقیقت، سباوون، او تاند وېب سایتو څخه تر لاسه کړي.
کله چې د کالجو نومرې اعلان شي، نو بیا مربوطه پوهنتون، د شاګردانو د نومرو په آساس، شاګردانو ته یا داخله ورکوي، او یا هغه د شرایطو، د نه پوره کولو په خاطر، ردوي.
سږکال -۲۰۱۸ م – د کالج د نومرو نتیجه د آګست په ۱۵، د پنجشنبې په ورځ اعلانیږي. دغه ورځ، د شاګردانو په ژوند کې، یوه ډېره مهمه ورځ ده. پدغه ورځ، ځینې شاګردان، له ډېرې خوښحالۍ څخه پورته پورته غورځي، او ځینې بیا ډېر غلي او خفه ښکاري.

د انګلستان په پوهنتونو کې نوي شاګردان، د نورو شاګردانو څخه یوه اونۍ مخکې خپل درسي کال پیل کوي. پدغه یوه هفته کې دوی ته د پوهنتون د ټولو مقرراتو په هکله لازمې لارښوونې او معلومات ورکوي. دوی ته د کتابتون، لیلیې، بانکي حساب، او د ډاکتر سره د ثبت نام په هکله بشپړ معلومات ورکوي. پدغه لومړنۍ هفته کې د هرمضمون استاد، خپل ځان او خپل مضمون، نویو شاګردانو ته معرفي کوي، او هم د شاګردانو لپاره، یو استاد تعین کیږي، چې د مشکلاتو په وخت کې، له هغه سره لازمه مرسته وکړي.
هېره د نوي، چې ځینې شاګردان، پخپلو کورونو پسې ډېر خفه وي، او له دغه شاګردانو سره، مسلکي روزل شوي کسان، ډیر کمک کوي.

زه ډېر کاله مخکې د خپل زوی سره د هغو نوي پوهنتون ته ولاړم. دلته پوهنتون، په ریښتیا سره خپلو نویو شاګردانو ته ډېره پاملرنه کوي. کله چې د پوهنتون رىٔیس، هغوی ته ښه راغلاست وویل، نو بیا د طب د پوهنځۍ رىٔیس، شاګردانو ته ډېرې ګټورې خبرې وکړې، او هغوی یې خپلو مسىٔولیتونو ته متوجه کړل. دغه د طب د پوهنځۍ رىٔیس، نویو شاګردانو ته، د ښه درس ویلو یادونه وکړه، چې شاګردان باید په خپلو درسونو کې ښه زحمت وګالي، او هغو یوه ډېره په زړه پورې کیسه وکړه.
هغې وویل: چې یوه ورځ، د همدغې پوهنتون، د طب د پوهنځۍ په پخواني رىٔیس، د زړه حمله راغله، او هغه یې، روغتون ته یووړ. دغه رىٔیس چې کله په هوش کې راغئ، او خپلې سترګې یې خلاصې کړې، نو ګوري، چې دده یو ټنبل شاګرد، د ده، د تداوۍ دپاره ولاړ دئ. کله چې دغه رىٔیس، دغه خپل ټنبل شاګرد ولیده، نو بیا د زړه ډېره سخته حمله پرې راغله، او مړ شو. نو دغه د طب د پوهنځۍ رىٔیس، دغو نویو شاګردانو ته وویل، چې ښه درس ووایئ، چې په مونږه استادانو هم د ځینو شاګردانو، د لیدلو له کبله، د زړه دوهمه حمله رانشي!

زه د انګلستان په مکتب او کالج کې د درس ورکولو کومه تجربه نلرم، او هغه څه چې ما د مکتب او کالج له استادانو اورېدلي، هغه دادي، چې د مکتب او کالج شاګردان یو څه اندازه شوخ وي.
په پوهنتون کې بیا دغه مشکل نشته، ځکه چې شاګردان خپل مسٔولیت ته یو څه متوجه شوي وي. په اوسني وخت کې د شاګردانو فیس ډېر لوړ شوی دی، او شاګردان غواړي، چې د خپل فیس په مقابل کې یو څه شی لاسته راوړي. نن سبا د پوهنتون او شاګردانو معامله، د دکاندار او مشتریانو مثال لري.

زه فکر کوم چې، د پوهنتون استادي، د مکتب او یا کالج د استادۍ څخه په یوه شرط آسانه ده، چې استاد په خپل درس کې ښه تکړه او وارد وي. که چېرې استاد، په درس او اخلاقو کې ماته ونه خوري، نو هغه ته بیا شاګردان کوم آزار نشي ورکولای، او که چېرې، یو استاد، په درس او اخلاقو کې مات شو، نو بیا هغه هېڅوک هم نشي ټینګولاى.

زه د درس په لومړۍ ورځ، خپلو شاګردانو ته په څرګنده توګه وایم، چې دوی باید په سوال کولو ونه شرمیږي، او دوی باید هر وخت خپل سوالونه وکړي. که چېرې د سوال ځواب راسره و، نو ډېر ښه، او که ځواب یې راسره نه و، نو بیا به ځواب په بل درسي ساعت کې درته ووایم، او د ټوکې په توګه ورته وایم، چې که چېرې الله مکړه، په ما د زړه حمله راغله، نو هغه به د ستاسې د سوالو په خاطر نوي!
همدارنګه، د نړۍ د ټولو شاګردانو زیاتره عادتونه سره ورته والی لري، که هغه د افغانستان شاګرد وي، او یا هغه د انګلستان، او یا د کوم بل ملک شاګرد وي. یوازې ځینې شیان یې، د ځانګړي ملک له کبله فرق لري، او ګمان کوم چې د شاګردۍ په چوکۍ کې به څه راز پټ وي!؟

دلته د انګلستان په پوهنتونو کې، د یوه استاد دپاره، د ماسترۍ او دکتورا نه علاوه، د تدریس د اصولو یو تصدیق هم پکار دی. ډېر کاله مخکې، مونږه استادانو هم په هفته کې یو وار دغه کورس د یو څو ساعتو دپاره تعقیب کاوه، او پدغه صنف کې ټول استادان و. اما، همدغه استادانو به یو له بله سره کله کله خبرې کولې، او کله نا کله به ناوخته درس ته راتلل، او دغه استادانو به هم د شاګردانو په شان کله کله د کورنۍ وظیفې له کبله د شاګردانو په شان بهانې کولې. یعنې شاګرد، شاګرد دی، چې په هرځای کې وي، هغه ډېر فرق نکوي.
هېره د نوي، چې د پوهنتون د استادۍ دپاره یو بل تصدیق ته هم ضرورت دی، چې په هغه کې باید، د استاد تزکیه شویې وي، او کوم منل شوی، جرم یې نوي کړی.

عبدالله وردک – انګلستان -۲۰۱۸ م

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب