په انار کې نغښتي طبي رازونه

انار يو حيرانونکی اکسير دی، له دانو سره سره ټولې برخې يې طبي ګټې لري، دانې يې ښه خوراک دي او څه خلګ يې دانې طبي خوراک او درمل ګڼي، د ګلوکوز او فرکټوز پرته ويټامين اې، اي، کې، بي، (Ascorbic Acid)، (Thiamine)، (Riboflavin)، کيلسم،سلفر، (Oxalic Acid) او (Carotene) هم لري.

د انار جوس ارام بخښونکی شربت دی، چې د زړه د ناروغيو لپاره ښه ګټور دی، خوږ انار د زړه قبض ماتوي او لږ تروش خوند لرونکي دانې د معدې او زړه درد لپاره ښه اکسير او درمل دي. د انار دانو جوړ شوی شربت (Dyspepsia) معدې ته ډېر ګټور دی.
د پنځوس ګرامه انار دانو جوس د نس ناستي او وينه لرونکي پېچش ناروغانو لپاره ښه اکسير دي او د ځواک د زياتېدا لپاره هم ښه دي.
د يوناني طب په ايورویدک او ايلوپيتي کې د وينې د کمۍ ناروغۍ (Anemia)، زېړی (Jaundice) د وينې فشار، بواسير، د هډوکو او بندونو د دردونو (Arthritis) کې هم کارول کېږي، د انار جوس له شاتو سره يو ځای (Biliousness) تبه کموي.

انار زړه ته خوشحالي او ارامتيا بخښي، د يو روايت له مخې د انارو کارول په انسان کې کرکه ختموي.
د انار ريشې که له اوبو سره يو ځای وايشول شي، د خېټې (Tapeworm) او ټول چينجيان ختموي او داسې هم ويل کېږي چې پورته ياد شوی شربت د سيل (ټي بي) ناروغي، زوړ خارښت او مليريا هم ختموي او ځينې ښځينه ناروغيو لپاره هم ښه دي.
له انار څخه سور رنګ هم لاس ته راوړل کېږي چې په خوراکي توکو کې کارول کېږي، انار د جنين د غورځېدو (اسقاط حمل) د مخنيوي لپاره هم ښه اکسير دی.

که د انار جوس له شيدو سره يو ځای وايشول شي، د پخواني پيچش د ختمولو لپاره تر ټولو ښه اکسير دی، د خامې څرمنې په پخولو کې هم ترې ګټنه کېږي، په لومړي ځل په مراکش او سپين کې د څرمنو د پخولو لپاره ترې ګټنه شوې ده؛ نو له دې کبله د دوی څرمنې هغه مهال ډېرې مشهورې وې، ځکه چې شل (20) سلنه (Tannin) لري.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب