په افغانستان کي د لمر د وړانګو اندازه!
د لمر د مضرو وړانګو درجه په UV index سره اندازه کیږي. هر څومره چي د لمر وړانګي تیزي وي په هغه اندازه UV index لوړ وي په داسي حالت کي باید پوستکی د لمر څخه په پوره اندازه سره وساتل سي.
معمولا د UV index درجه د 0 تر 11+ پوري وي چي په ځینو هیوادونو کي د هوا د حالاتو تر څنګ د لمر د وړانګو درجه هم اعلانوي تر څو خلګ د لمر د وړانګو د درجې څخه خبر او د پوستکي صحي ساتنه وکړي.
دا چي په افغانستان کي د لمر د وړانګو اندازه په خبرونو کي نه خپریږي نو په کار ده چي د سهار د ۹ بجو څخه د ماسپښین تر ۳:۳۰ بجو پوري د لمر د وړانګو څخه ځان وساتو، او د پوستکي د ښه ساتني لپاره د لمر ضد کریم، د لمر ضد عینکو، او صایوان څخه استفاده وکړو.
که چیري د لمر شعاع ته برابر سو، پوستکي ته مو کومي ستونزي پيښیږي؟
د پوستکي سوځل او تاریکه کېدل، د پوستکي لکې، د پوستکي ګونځي، د پوستکي زړښت او بالاخره د پوستکي سرطانونه د لمر د وړانګو څخه منځ ته راځي.
ددې لپاره چي پوستکی مو ښکلی روغ او ځوان و اوسي باید هره ورځ دوه ځله سهار ۸ بجې او غرمه ۱ بجه د لمر ضد کریم استعمال کړو او د لمر د وړانګو څخه ځان وساتو.
نوټ: د لمر اخیستل په کافي اندازه بدن ورته صرورت لري خو په پورته ذکر شوو وختونو کې د لمر شعاع تېزه وي نو ځکه د پوستکي د ناروغۍ سبب کیږي.