اسلام او ساینسکاري ژوند او مدیریت

په اسلام کې د خطر مدیریت

دا یو روڼ حقیقت او د انساني فطرت غوښتنه ده چې انسان دې د راتلونکي خطراتو او مشکلاتو په نظر کې نیولو سره د خپل حال او راتلونکي ممکنه خطراتو او مشکلاتو څخه د ځان ژغورلو لپاره مختلفې احتیاطي لارې خپلي کړي تر څو د مشکلاتو په پوره توګه مخه ونیول شي او یا هم تر یو څه حده کم کړی شي. که انساني تاریخ ته یوه ځغلنده کتنه وکړو نو دا به راته جوته شي چې په هر دور کې د هغه دور خلکو د علم او پوهي سره سم د خطراتو مدیریت خپل کړی دی. دخپلو جسمونو د حفاظت لپاره چې د موسمونو او چاپیریال د مضرو اثراتو څخه محفوظ شي د مختلف قسمه لباسونو او هستوګن ځایونو انتظام کړی دی، داسي خواړه یې انتخاب کړې چې د موسمي ناروغیو څخه یې وژغوري. په دې هکله که مونږ چېرته د نبی کریم(صلی الله علیه وسلم) له راتګ څخه وړاندي د عربو د جاهلیت دور ته وګورو نو جوته به شي چې عربانو به هم د خطر (Risk) کمولو او یا ختمولو لپاره مختلفې طریقی خپلولي چې بعضي پکي ډیري مشهوري وي.

لکه: عاقله، ضمان خطر الطریق او د بنو اشعر د قبېلي عمل او داسی نور تصورات، د نبی کریم(صلی الله علیه وسلم) د بعثت څخه وروسته هم ځیني هغه طریقي چې کومي د اسلامي اصولو سره په ټکر کې نه وي څرنګه چې وي په هماغه ډول (As it is) یې پریښودي ځینې نورو کې یې ترمیم (Alteration) راوستو او هغه چې د اسلامي اصولو سره په ټکر کې وو منعه یې اعلان کړي،

صرف دا نه چې نبی کریم(صلی الله علیه وسلم) د هغه طریقو د جاری ساتلو امر وکړ کومي چې د اسلامي اصولو سره په ټکر کې نه وي او انسان پرې د خطره ژغورل کېدلو او یا هم د خطر د کمیدو لامل وي هغه یې وستایلي او په جاري ساتلو یې خوښې څرګنده کړه.
د درنو لوستونکو د لا پوهاوي په موخه غواړم چې عاقله، ضمان خطر الطریق او د بنو اشعر د قبېلي عمل په لنډه توګه روښانه کړم تر څو لا واضحه شي.

عاقله: که چیرته به د کومي فبېلي یو نفر د کومي بلي قبېلي یو نفر په خطا سره قتل کړو نو د مقتول ورثاوو ته به یې دیت (سل اوښان یا لس زره درهمه یا زر دیناره او یا هم د دې مساوي قیمت وو) ورکول کېدلو کوم به چې یواځي قاتل نه بلکه ټولې قبېلي به هغه په شریکه ورکولو په دې توګه به د یو شخص خطر (Risk) په ټوله قبیله ویشل کیدلو کوم به چې هر شخص په آسانه ادا کولی شو، او که نه بغیر ددې څخه یو کس ته د سلو اوښانو او یا د هغې مساوي قیمت ادا کول که ناممکنه نه وې خو البته ډیره مشکله ضرور ده، د خطر د کمیدلو دا طریقه د نبی کریم (ص) په دور کې هم وه او دا طریقه به یې ستایله او خوښوله هم بلکه د بعضي روایاتو په اساس نبي کریم (ص) هم په خپل ژوند کې د خپلي قبېلي له طرفه د عاقله د طریقي له مخي دیت ادا کړی وو.

ضمان خطر الطریق: دا هم د خطراتو(Risks) د کمولو او یو بل ته د منتقلولو یو طریقه وه په کومه کې به چې په عامه توګه سوداګرو ته د تجارتې توکو په خوندې لار د وړلو ضمانت ورکول کیده، که چیرته به په لاره کې سوداګر د کوم مالي زیان سره مخ شو نو مسئولیت به یې د ضمانت اخیستونکې (Guarantor) په غاړه وو، د خطراتو د کمیدلو دا طریقه هم په اسلام کې روا پریښودل شوه. په ننی دور کې د سفر بیمه(Travelling Insurance) د ضمان خطر الطریق ښه مثال دی، اګر که ددې عملې شکل د شرعې اعتباره درست نه دی.
د بنو اشعر د قبېلي عمل: د بنو اشعر د قبېلي په هکله په روایتونو کې راځې چې د قحط سالۍ خصوصاً د جهاد په موقع به ددې قبیلي هر یو شخص خپل سامان په څادرونو کې واچولو ټول به یې سره یوځای (Mix) کړو او د خاص لوښي په واسطه به یې د قبېلي په ټولو اشخاصو د مساویتوب پر اساس وویشلو.

په روایاتو کې راځي چې نبی کریم (ص) د بنو اشعر د قبېلي دا عمل خوښولو او فرمایل به يې چې (اٌنٌا مِنْهُمْ وَهُمْ مِنٌی) ترجمه: “زه د دوي څخه یم او هغوۍ زما څخه دي” په دې طریقي سره به هغوې له لوږې ورپېښه خطره کموله.

همدا رنګه په قرآن مجید کې هم د خطر مدیریت (Risk Management) په حوالي سره ګڼ شمیر مثالونه وجود لري، د بیلګي په ډول د ځان ژغورلو په خاطر او په سخت خطري حالت کې په لنډمهالي ډول د کفر د کلمې ویل چې زړه کې ایمان کلک او مستحکم وساتي د خطر د مدیریت غوره مثال دی او فقهې علماوو دا د حالت اکراه سره تشبیه کړې دی. لکه څنګه چې الله تعالی فرمایې (مَنْ کَفَرَ بِاللهِ مِن بَعدِ اِیمَانِهِ اِلاٌ مَن اَکرِهَ وَقَلبه مُطمَئنٌ بِالْاِیْمَانْ)(سوره النحل:آیه ۱۰۶) ترجمه: (چا چې د ایمان راوړلو وروسته د الله سره کفر وکړوپه هغه باندې د الله تعالی غضب او د هغه لپاره لوی عذاب دی مګر په چا چې جبر وشو او زړه یې پر ایمان مطمئن وو په هغه هیڅ ویره نشته).

پورته آيت د حضرت عمار بن یاسر(رضی الله تعالی عنه) په حق کې نازل شوی کله چې مشرکینو هغه د کفر د کلمې په ویلو مجبور کړو او هغه (عمار بن یاسر) په ژبه د کفر کلمه وویله کله چې د نبی کریم (ص) په حضور کې حاضر شو او ټوله واقعه یې ورته واوروله نو نبی کریم (ص) تري وپوښتل چې زړه دې په کوم حال کې وو؟ عمار بن یاسر ځواب ورکړو “زړه مې بالکل مطمئن وو” نو نبی کریم (ص) وفرمایل که هغوی (کفار) چیرته داسې وکړي نو تاسې (مسلمانانو) ته پکار دی چې همداسي وکړی یعني زړه مو باید چې په ایمان مطمئن وي.

همدا رنګه د جنګ په میدان کې د خپل ځان د ژغورلو په خاطر د ویرې لمونځ ادا کول هم د خطر د مدیریت (Risk Management) ښه مثال دی لکه څرنګه چې الله تعالی فرمایې”او چې اوسې ته (ای محمده) په دوی کې (د دښمنانو د ویرې په وخت کې ) پس اقامت وکړئ ته دوي ته د لمانځه (نو لښکر دوه ډلې کړه) پس ودې دریږې یوه ډله د دوي څخه له تاسره او وادې خلی دا (لمونځ کونکي) وسلې خپلي نو کله چې سجده وکړه ( د دوه رکعاتو په اول رکعات کې او د دریو او څلورو رکعاتو په دوهم رکعات کې) پس شې دي دوی وروسته ستاسي او را دې شي بله ډله چې لمونځ یې نه وي ادا کړی پس لمونځ دې وکړي دوی له تا سره او وادې خلې دوی هم اسباب د بیداری خپل کافران غواړي چې څنګه تاسې غافله شئ د خپلو اسلحو او سامانونو څخه چې هغوی په تاسي باندي یو دم حمله وکړي او نشته هیڅ ګناه پر تاسې باندې که چیرته وې په تاسي باندي ضرر له بارانه یا وئ تاسې ناجوړه چې کیږدی تاسې وسلې خپلې او ونیسئ (په هر حال کې اسباب) د بیدارۍ خپلې (د خپل ځان د مدافع له دښمنه) بی شکه الله تیار کړی دی عذاب سپکونکی د کافرانو لپاره”
(سوره النسا ایه ۱۰۲).

په پورته ذکر شوي ایات مبارک کي مسلمانانو ته د ویرې د لمانځه (صلوت الخوف) اجازت څه بلکي حکم ورکړل شوی دی او د ویرې لمونځ هغه وخت ادا کیږي کله چې د مسلمانانو لښکر د کفارو سره په جنګ کې بوخت وي او د یوې لمحې بي پروایي مسلمانان د لوی خطر سره مخ کولی شي.د ویرې د لمانځه لپاره مختلف صورتونه بیان شوې دي د بیلګي په ډول لښکر دې په دوه ډلو وویشل شي د کومي څخه به چې یوه ډله د دښمن سره د مقابلې لپاره ودریږي تر څو دښمن د حملي کولو جرئت ونکړي، او بله ډله به د امام وروسته لمونځ ادا کړي او کله چې لمونځ کونکي ډله د لمانځه ادا کولو څخه فارغه شي نو هغه به د اولي ډلې پر ځای ودریږي او هغوی ته به د لمانځه موقع ورکړي په همدې شکل به د لمونځ تکمیل وشې. د اسلام مبارک دین د ویرې په لمانځه کي هم د خطر پر اداره کولو رڼا اچولي ده.

په قرآن مجید کې د حضرت یوسف (علیه السلام) د تعبیر پیښه هم د خطر د مدیریت ښه مثال دی چې هغوی (یوسف) په راتلونکي کې د خطر د پرده پوښۍ (Cover) لپاره د غلې دانې د ذخیره کولو تدبیر وړاندي کړی وو. الله تعالی فرمایې”وویل (یوسف ع) چې کړئ به تاسې (هر قسم فصل) اووه کاله پرله پسې په ډیر زیار سره نو هرهغه چې وریبل تاسې نو پریږدئ هغه غله په کندوګانو خپلو کې مګر لږ غوندي له هغي چې تاسې یې خوری (هو همغومره قدر ترې پاک کړئ) بیا به راشي وروسته له دغو (اووه کلونو ودانو) اووه نور (کلونه) سخت چې وبه خورې (اهل د دې اوو سختو کلونو) هغه غلې چې پخوا ذخیره کړې وي تاسي لپاره د دې مګر لږ غوندي له هغه چې تاسې ساتئ (تخم ته). بیا به راشې وروسته له دی (کلونو د قحط) یو کال (چې پنځلسم به وي) چې په هغي کې به فریاد رسی وکړی شي د خلکو (په غلو او بارانونو) کي ”(سورت یوسف).

د سورت یوسف په دې آیتونو کې کې له فکر وروسته دا جوتیږې چی حضرت یوسف (علیه السلام) ته چونکه الله تعالی د تعبیر علم وربخښلی وو نو ځکه هغه پوه شوی وو چې قوم یې په راتلونکې کلونو کې د یو خطر سره مخ کیدونکی دی، نو نه یواځي دا چې خپل قوم یې د خطر څخه خبر کړو بلکه هغوی ته یې د دې خطر څخه د ژغورلو لاري چارې هم وروښودلي چې قوم دي په متواتره توګه اووه کاله کَرنه وکړې او کومه غله دانه چې تیاره شې هغه دي وریبې او په کندوګانو کې دي محفوظه کړي ترڅو د قحط سالۍ په وخت کې یې استعمال کړی شي.همدا رنګه په سوره کهف کې ذکر شوې د حضرت موسی او حضرت خضر (علیهماالسلام) د کښتۍ په پیښه کې هم د خطر د مدیریت تصور موجود دی. یعني ددې ورپیښې خطرې د مخنیوي لپاره چې بادشاه به ښایسته او ښه کشتۍ غصبولې حضرت خضر (ع) د مسکینانو کښتۍ عیب داره کړه. ځینو د خطر مدیریت پوهانو د رسول اکرم (ص) د هجرت سفر د خطر د مدیریت ښه مثال ښودلی دی. هغه داسې چې کله کفارو رسول اکرم (ص) محاصره کړو نو رسول کریم (ص) حضرت علی (رض) ته د خپل شین څادر سره د نبی کریم (ص) په ځاې کې د پریوتلو حکم وکړو تر څو د کفارو توجه د هغه (ص) د ملاستې په ځاې باندې وي او نبی کریم (ص) په آسانی سره وکړی شي چې له کور څخه ووځي نو همداسې وشول او نبی کریم (ص) په ډیري آسانی سره د کوره راووتلو.
همدا رنګه د هجرت په موقع د رسول کریم (ص) او حضرت ابوبکر صدیق (رض) مدینې ته سفر او درې ورځې په غار ثور کې تم کیدل او د شمال د لنډې لارې پر ځاې د یمن اوږدي جنوبې لارې انتخاب هم د خطر د کمولو په موخه وو. ځکه کفارو رسول کریم (ص) ته د رسیدلو لپاره د شمال لار تعقیب کړه چې په نتیجه کې یې د کفارو وخت ضایع شو او رسول کریم (ص) د جنوب له لارې د خپل ملګري ابوبکر صدیق (رض) سره مدینې منورې ته په خیر خیریت سره ورسیدل.

نن په ټوله نړۍ کې د خطر مدیریت د نورو علومو په څیر د یو ځانګړي علم په توګه پیژندل کیږې او په مختلفو برخو لکه سفر(Travelling) او داسې نورو ویشل شوی او هر یو یې بیل بیل تشریح شوي دي. د خطر د مدیریت د کاري ساحې د پراخولو او د عامه خلکو د خبرولو او پوهولو په موخه په نړۍ کې مختلف ډوله کورسونه، سیمینارونه دایریږي.

د انجینری، طب او په نورو علومو کې دا د یو لازمي مضمون په حیث تدریسیږي مګر که چیرته په اسلام کې د خطر د مدیریت په هکله د پورته ذکر شوو معلوماتو په رڼا کي فکر وشي نو واقعاً دا به جوته شي چې اسلام د هر چا وړاندې اول ځل نه فقط د خطر د مدیریت نظریه وړاندي کړي بلکه د هغې حقیقي اهمیت یې هم بیان کړی دی. او هغه یې په عمل کې هم خلکو ته ښودلي دی.
اسلام په عقائدو، عباداتو او معاملاتو کې د خطر په نظر کې نیولو سره په مختلفو وختونو کې د خطرد پوښلو(Cover) حکم کړی دی.

خالد عطا
نړیوال اسلامي پوهنتون اسلام آباد

ومن الله توفیق

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: