احکام او مسایل

په اسلام کي د قضايي دعوو د اثبات لپاره ځيني احکام

1. مقدمه:

د الله تعالی مخلوق هاغه چې په اسمانونو کې دي او که په ځمکه کې د یو منظم سیستم لاندې چلیږي. همدارنګه اسلام د زندګۍ ټول نظام او سیستم انسان ته وړاندې کړی ترڅو انسان د هغې اصولو په رڼا کې خپله زندګي وکړي، او که چیرې د دغه سیستم او اصولو مخالفت وشي نو انساني زندګۍ کې به مختلف مشکلات پیدا شي او د ژوند کولو سیستم به ټول مختل شي، مختلف قسمه ظلمونه او بی انصافۍ به رامنڅ ته شي.

قضايیي او عدلیي سیستم د یو دولت د ملا تیر دي، که چیرته یو ملک غریب هم وي خو انصاف پکې وي نو خلک به یې امان کې اوسیږي، جنګونه او دشمنۍ به پکې نه وي. (ولا یجرمنکم شنان قوم علی الا تعدلوا اعدلوا هو اقرب للتقوی) سورة المايدة.

رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې چې که هر چا ته مجرد د هغوې په دعوو باندې یو څیز ورکول کیداې نو خلکو به ډیری مختلفی دعوي د نورو خلکو په مالونو، ځایونو او ان په نفسونو باندې کړې وه.

2. ثبوت:

 هاغه قانونی څیز دی کوم چې محکمې ته وړاندې کیږي ترڅو حقایق، دروغ او رشتیا د یو مسآلې معلوم کړی.

په دعوو کې د اثبات اصل:

رسول الله صلی الله وسلم وایې: چې ثبوت پر دعوه کونکي دی یعنې (مدعي).

او د عدم ثبوت په صورت کې به  قسم به هاغه څوک کوي چې په دعوه کې غوښتل شوې حق یا وجیبه رد کړي، یعنی مدعی علیه به قسم کوي

3. د ثبوت مختلف قسمونه دې

په مدنې معاملاتو کې:

3.1. لیکل شوی ثبوت: یعنې کومه واقعه, عقد چې د دوه کسانو په منځ کې شوي وي او دواړو هاغه لیکلي وي او د قانون مطابق یې ورباندې شاهدان هم وي او هم د دواړو د لاس علامې ( دستخط او ګوته ) ورباندې وي، دې ته کتبی ثبوت وایې.

3.2. اقرار:

اقرار په مدني معاملاتو او جنایاتو کې ترسره کیږي، که چیرته یو نفر د یو جرم اقرار وکړ نو حدود ورباندې عملي کیږي، قصاص هم ترې اغستل کیداي شي, په مدنې معاملاتو کې هم اقرار د مکمل ثبوت معنی لري او حق به ترې اغستل کیږي.

3.3. په جنایاتو او مدني معاملاتو کې د اقرار فرق:

که چیرته اقرار کونکی خپل اقرار په جنایاتو کې بیرته واغست یعنې بیرته یې رد کړ نو حدود او قصاص ورنه نشي اغستل کیدلاې البته تعزیزي جزا ورکول کیداې شي.

په مدني معملاتو کې که چیرې د اقرار کونکي په اقرار باندې ده شاهدان موجود وو نو اقرار بیرته نشي اغستلاي، مثلا یو نفر په جرګه کې اقرار وکړ چې هو د فلانکي نفر په ما باندې دوه لکه روپۍ دي نو بیرته خپل اقرار نشي اغستلاۍ ځکه چې جرګه ماران په هغې باندې پوره شاهدان دي، او د انکار په صورت کې که چیرې جرګه مارانو شاهدي ورکړه چو هو دې زمونږ په مخ کې اقرار کړی وو نو قاضي به پرې حکم صادروي او باید دوه لکه روپۍ هغې نفر ته ورکړي.

3.4. قراین:

دا هاغه ثبوت دې چې په معلوم نه وي خو واقعې ته په کتلو سره قاضي ته معلومیږي چې دا ثبوت کافي دی د دې مسالی لپاره، مثلا که چیرته یوه ترافیکي پیښه وشي او هلته شاهدان موجود وو او وواې چې فلانکې ګاډی فلانکي له دغه طرف نه ووهه او ګاړی یی ورته خراب کړ. نو دا ثبوت کافی دی.

په دې کې د کامرو ثبوت هم کافی ګڼل کیږي کومې چې د واقعې په ځاې کې نصبې شوي وي، او دا په پرمختللي هیوادونو کې ډیرې وي.

یا مثلا په یو څو نفرو دعوه وشوه چې فلانکې نفر دوې سره په سفر روان وو او همدوې وژلی دی، خو دوې یې رد کړي او وایې چې مونږ باندی حیواناتو حمله وکړه او دا یې وخور، او د ثبوت لپاره د هغې قمیص راوړي او وینې پرې پرتې وي، خو حالانکه قمیص روغ جوړ وي او شکیدلاې نه وي، نو د عادي انسان په ذهن کې دا خبره راځي چې دا څنګه ممکنه ده چې ځناور دې پرې خوله لږولې وي او قمیص دې روغ جوړ وي حالانکه قمیص په وینو هم لړلاې وي، نو دا تصور به کیږې چې دوې په خپلې دفاع کې دروغجن دي. او دا هاغه قضیه ده چې د یوسف علیه السلام پلار یعقوب علیه السلام ورسره مخامخ شوی وو، او قاضي پرې حکم صادرولاې شي، البته د قصاص حکم نه، ځکه چې د قصاص او حدودو په قضایاو کې عیني شاهدان ضرور دي او د نیشت په صورت کې به د حد او قصاص پر ځاې تعزیري جزا سره مخامخ کیږي او دا د حاکم په اختیار کې وي چې څومره جزا ورکوي.

یا مثلا یو نفر بل ته میسج وکړ چې بیګا ته دې زه وژنم، او بیګا ته هاغه نفر ووژل شو، او د وژل شوي په موبایل کې د هاغه نفر میسج ولیدل شو او حاکم قضا ته حاضر کړ، په دې صورت کې حاکم کولاې شي چې تعزیري جزا ورکړي ځکه چې دا هم یو نوعه ثبوت دی، څکه چې د هغې د اخطار نه وروسته په هماغه وخت کې دا جرم ترسره شو.

یا مثلا، د دوه نفرو مینڅ کې جنګ وشو، او یو نفر بل نفر مړ کړ، او قاتل فرار وکړ، خو د هغې وینه د قتل په ځاې کې پاتې وه، او وروته د تحقیقاتو او څیړنو نه معلومه شوه چې دا وینه د فلانکي نفر ده، نو هغه ته تعزیري جزا ورکول کیداي شي، خو دا پر مختللی ملکونو کې کیدلاې شي ځکه چې هلته د هر تفر د وینې ریکارډ او ډی این ای موجوده وي.

نوټ: په معاصره نړۍ کې جرمونه په معاصرو آلو ترسره کیږي، او د جرایمو عجیب او غریب قسم اختیار کړی نو ددې  د اثبات لپاره پرمختللي وسایل او ټیکنالوجۍ ته اړتیا ده تر څو د دغسې جرایمو په اثبات کې مرسته وکړي، او اوسنی جنایې قضایې سیستم بی له پر مختللي وسایلو تقریبا هیڅ راز څیړنه نشي کولاۍ الا دا چې عیني شاهدان موجود وي.

همدارنګه په معاصره نړۍ کې د جرمونو نوعیت هم بدل شوی، انترنیتی جرایم ډیر شوي، د فکری ایجاداتو د حقوقو خلاف ورزي کیږی نو ددې جرایمو د تحقیق او څیړنو لپاره نوي میکانیزم پکار دی تر څو جرم او مجرم معلوم کړي.

3.5. د شاهد شرایط:

په جنایاتو کې بایدشاهد: مسلمان وي ، بالغ وي ، عاقل وي، په ګناه کبیره کې ښکیل نه وي او نه پرې د دروغو الزام وي یعنې قابل اعتماد وي، او دا د تزکیه الشهود د عملي د ترسره کولو نه وروسته معلومیږي.

شاهد باید ددې قابل وي چې د ثبوت په توګه وړاندې شي، باید ریښتنۍ وي، په جنایې جرمونو کې د اثبات لپاره باید شاهد د خبرو کولو توان ولري، شاهد باید رسما ممنوع الشهاده نه وي اعلان شوی. د قذف الږام پرې نه وي، باید د دروغو ثبوت ورکولو الزام پرې نه وي، باید د مدعی علیه سره ښکاره دشمني ونلري، په جنایې دعوو کې باید شاهد مذکر وي او مدني معاملاتو دوه ښځې د یو نارینه ځای نیولاي شي،  شاهد باید مسلمان وي. او د غیر مسلمان په دعوو کې باید علی الاقل د مدعي علیه په دین وي.

محکمه کولای شي چې د لیوني، احمق، د خبرې زر هیریدونکي، غیر مسلمان او دشمن، نزدې خپلوانو او دوستانو، اولاد، مرتکب د ګناه کبیره، منافق، سود اغستونکي، دروغ ویونکي، یا بدنام، او په چا چې حد جاري شوی وي شهادت یې رد کړي

3.6. .نوټ :

بعضې قضیو کې صرف د ښځو شهادت منل کیدلاې شي، مثلا که یو ښځه شهادت ورکړي چې فلانکي ته ما خپل شوده ورکړي نو فلهذا ددې واده زما له لور سره نه کیږي، نو شهادت یې منل کیږي. یا دا ووایې چې فلانکې د فلانکۍ ښځې ځوۍ یا لور ده نو دا شهادت یې هم منل کیږي.

الله تعالي دې زمونږ قدرمنو علماو او فقهاو ته ډیر ډیر جنتونه ورکړي چې د شریعت په پوهاوي کې یې اسلامي امت ته ډیرې سترې او قیمتي خزانې پریښي، دا هغه کسان دي چې الله ورنه د خیر کار اغستی او په دین کې یې پوهه ورنصیب کړې وه او دخپل نبي وارثان یې کرځولي، خو متاسفانه بعضې خلکو ته د فقهاو د نوم اغستلو نه کرکه ورځي. والعیاذ بالله.

عزالدين عماد

د اسلام اباد نړیوال اسلامي پوهنتون کې د حقوقو فاکولتی استاذ.

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: