اختر

په اسلام کي اخترونه

په اسلام کي د اخترونو د جواز او دهغوی د مشروعیت  بنیادي لاملونه هغه ستر حکمتونه او عالي مقصدونه دي کوم چي د بشري ټولني هوساینه او نېکمرغي په کي نغښتي ده ، اختر د خوشالیو او د اجتماعي اړیکو د ټېنګښت یو ښه فرصت دی  ، همدا راز د اخترونو د لمانځلو په هکله ځیني سنتونه او آداب دي  کوم چي مونږ ته اسلام د هغوی توصیه کړي ده .

د اخترونو مشروعیت په اسلام کي د لوړو حکمتونو او عالي مقصدونو د پلي کولو لپآره شوی دی چي د هغوی له جملې څخه یو هم د ژوندانه له ستونځو او پرېشانیو څخه د څه وخت لپاره د ځان ګوښه کول دی ، بل هم د مسلمانانو تر مېنځ د ټولنېزو اړیکو ټېنګول او دهغوی تر مېنځ د میني محبت زړسوي او ترحم د احساس خپرول دی ، بل هم د الله تعالی د نعمتونو او احسانونو شکر پرځای کول دی چي هغه مونږ ته د خپلو عبادتونو د اداکولو توفیق را په برخه کړ  .

 په اسلام کي اخترونه دوه دي یو عید الفطر یعني کوچنی اختر او بل عید الأضحی یعني لوی اختر او له دې دوو اخترونو څخه علاوه نور اخترونه نشته او نه جواز لري .

اسلامي اخترونه له نورو هغو اخترونو سره توپېر لري کوم چي د نورو مذاهبو او ادیانو په پیروانو کي رواج لري ، دلته اخترونه د فرایضو له ادا کولو سره تړاو لري او د اختر خوشالي ددې لپاره وي چي د الله په فضل او کرم مو وکولای شول د روژې عبادت په بشپړه توګه ادا کړو نو هغه چا چي روژه یې نیولي وي ددې حق لري چي د اختر په لمانځلو خوشالي ښکاره کړي همداراز هغه څوک چي د حج فریضه ادا کوي هغوی هم د خوشالي د څرګندولو حق لري چي د حج فریضه یې ادا کړه  بل دا چي په اسلام کي اخترونه لمونځونه لري چي بنده تر هرڅه د مخه د ورځي له پیل څخه دې ته رابولي چي په دې ستر مناسبت کي الله تعالی په یاد وساتي او د ورځي په پاته برخه کي یې هم  په ذکر او تسبیح ژبه لنده وي.

د اخترونو له عبادتونو او فرایضو سره مستقیم ارتباط هغه یو عالي مفهوم دی چي له نورو دنیوي مناسبتونوسره څرګند توپېر لري ، اسلام د اختر مفهوم لوړ کړی او هغه یې د فرایضو د سرته رسولو له توفیق سره تړلی دی همدا وجه ده چي اخترونه په اسلام کي د عبادتونو له شعایرو څ خه شمېرل کېږي .

په مونږ باندي لازمه ده چي د اسلام ارزښتونو ته په ژور فکر سره وګورو او د هغه جوهري مفاهیم  ځان ته معلوم کړواو د اسلام په هکله نورسطحي نظرونه شاته وغورځوو تر څو د اسلامي ټولني د افرادو تر مېنځ د تعاون او ګډي همکاري کړۍ اواړېکي ټینګي کړو  تر څو وکولای شو له هغه خواشینوونکي حالت څخه راووزو کوم چي مونږ ورڅخه تېرېږو او صحیح اسلام ته بېرته وګرزو او له الله تعالی سره نوی تعهد وکړو.

په اسلام کي د اخترونو مشروعیت صرف د خوشالي د ښکاره کولو لپاره یواځی نه دی راغلی بلکه ددې لپاره یې مشروعیت راغلی دی چي په اسلامي ټولنه کي  د احسان او ښېګڼي کړۍ ټینګي کړي ، که احسان کول په نورو عادي ورځو کي یو انفرادي مسئولیت وي خو د اخترونو په موقع کي دا یوه اجتماعي قضیه جوړوي ځکه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم بډایان مخاطب ګرزوي چي په همدغه ستره ورځ مسکینان او محتاجین یواځي پرې نږدي .

عن بن عمر قال فرض رسول الله  صلى الله عليه وسلم  زكاة الفطر وقال أغنوهم في هذا اليوم (سنن الدارقطني)

له عبد الله بن عمر رضي الله څخه روایت دی هغه فرمایې چي رسول الله صلی الله علیه وسلم سرسایه (صدقة الفطر) فرض وګرزله او ویې فرمایل چي په همدغه ورځ هغوی (مسکینان) له احتیاج څخه وباسۍ او ضرورت یې رفع کړۍ .

همدا وجه ده چي اسلام د صدقة الفطر په ورکولو کي بېړه کوي او مسلمان مکلف ګرزوي چي د عېد تر لمانځه مخکي  د ا د مساکینو حق هغوی ته ورسوي تر څو په دې ورځ کي د محرومیت احساس ونکړي او چاته محتاج نه شي .

أَنَّ الْمُسْتَحَبَّ أَنْ یُخرِجَ َ قبل ا� �ْخُرُوجِ إلَى الْمُصَلَّى لِأَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلى اللَّهُ عليه وسلم كَذَا كان يَفْعَلُ وَلِقَوْلِهِ صلى اللَّهُ عليه وسلم أَغْنُوهُمْ عن الْمَسْأَلَةِ في مِثْلِ هذا الْيَوْمِ فإذا أَخْرَجَ قبل الْخُرُوجِ إلَى ا� �ْمُصَلَّى اسْتَغْنَى الْمِسْكِينُ عن السُّؤَالِ في يَوْمِهِ ذلك فَيُصَلِّي فَارِغَ الْقَلْبِ مُطْمَئِنَّ ا� �نَّفْسِ (بدائع الصنائع)

دا د احنافو فقهي مسأله ده چي ښه کار داده چي د اختر لمانځه تر تولو مخکي سرسایه مسکین ته ورکړله شي ځکه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم به همداسي کول او همدا راز یې فرمایلي دي چي مساکین په همدغه ورځ له سوال کولو څخه مستغني کړۍضرورت یې رفع کړۍ تر څو چاته د ضرورت لاس اوږد نکړي  نو کله چي سرسایه تر لمانځه مخکي هغه ته ورکړله شي هغه د همدغي ورځي له احتیاج څخه خلاص شولو او په فارغ زړه او داخلي اطمینان سره به د اختر لمونځ اداکړي .

همداراز اسلام د لوی اختر په ورځ د قرباني کولو فریضه د بډایانو په ذمه اېښي ده ددې لپاره نه چي بډایان په خپله په غوښو ماړه شي بلکه ددې لپاره چي هغه مساکین او فقراء یې وخوري چاچي به کېدای شي په ټول کال کي  یې د غوښي خوند نه وي څکلی .

ځکه خو فقهاء او محدثین لیکي چي که یو څوک پخپله مسکین نه وي او د برایې توب له مخي یې واجبه قرباني کړي وي مسنون طریقه داده چي کم از کم د خپلي قرباني درېیمه برخه په مساکینو او محتاجینو ووېشي .

دا په اسلام کي د اخترونو هغه مفهوم دی کوم ته چي اسلام بلنه کوي او باید یو وېښ مسلمان یې ځان ته معلوم کړي  اختر د ډلونو ، سروزونو او هګۍ جنګولو او نورو حرامو او بې ځایه لوبو ورځ نه ده او نه د په مېراث پاته کړوړوړ یو مناسبت دی او نه د رواجونو د بدعاتو د پاللو یوه سالګره ده بلکه دا یو ستر اسلامي مناسبت او د خوشالي هغه ورځ ده چي یو مسلمان په کي د الله تعالی شکر ادا کړي د ټولني له افرادو او خپلو خپلوانو سره ښې اړیکي ټینګي او را ژوندۍ کړي ،  غریبانو ، مسکینانو او د ټولني بېوزلي طبقې ته د ترحم او مرستي لاس وغزوي د هغوی د ضرورتونو په رفع کولو کي خپله اسلامي ونډه واخلي او د الله له خوا د هغه په دارایې کي واجب شوي د محتاجینو حقوق هغوی ته په پراخ لاس او ټنډه ورسوي .

زمونږ دې ته زیاته اړتیا ده چي خپلو زامنو ته د اخترونو هغه رېښتینی ژور مفهوم وښیو کوم چي زمونږ دین د هغه لورته بلنه راکوي او دابراهېمي سنت یعني د قرباني د فریضې فلسفه او د هغې  دنیوي او اخروي ګټي او همدا راز د هغې اجتماعي ارزښت هغوی ته عملا تشریح کړو تر څو هغوی په بشپړ وېښتابه د خپل دین حقانیت او اجتماعیت ته متوجه شي .

اسلام د قرباني د غوښو په وېشلو کي د ټولني ټول طبقات بېله کوم توپېر څخه په پام کي نیسي ځکه خو مونږ ته وایې چي د قرباني غوښي د په دریو ونډو ووېشلي شي یو برخه د یې  مساکینو او فقراوو ته ورکړه شي او یوه برخه د یې په خپلوانو او دوستانو او اشنایانو ووېشلي شي او یوه برخه د یې د قرباني خاوند ځان ته پرېږدي ، دا ځکه چي اسلام په طبقاتي تو پېر او طبقاتي نظام عقېده نلري ، هغه یوه طبقه په بله غوره نه ګڼي ځکه چي طبقاتي توپېر ټولني ته خطرونه پېښوي او هغه د حسد او دښمنیو په بد مرغي اخته کوي .

هو یوه خبره ضرور شته چي په اسلام کي درجه بندي شټه چي  هغه ځینو افرادو ته په توپېر باندي قایل دی چي اسلام د هغوی درجات لوړ کړي دي خو ددې درجه بندي تر څنګ هغوی ته داحق نه ورکوي چي هغوی د ټولني ښکته طبقه تر ظلم لاندي ونېسي په سپکه هغوی ته وګوري او یا یې په هغوی غټه ووایې  ، اسلام طبقاتي وېش نه مني ځکه خو د اخترونو په موقع کي بډایان او مسکینان ټول په مساوي شکل د اجتماعي تکافل په بناء چي بډایان د شرعي موازینو له مخي خپل مال د مساکینو په واک کي ورکوي هغوی په یوه غوره منظم شکل کي ددې ورځي لمانځلو ته رابولي .

د اخترونو په لمانځلو کي د اسلام ضوابط او اصول دا دي چي په همدغو مبارکو ورځو کي منکرات  او د رواجونو بدعات ترسره نه کړل شي هلته خوشالي وي خو داسلام په چوکاټ کي په همدغه ورځ مسلم ان ته په کارده چي خوشالي وکړي اود الله تعالی شکر اداکړي چي هغه ته یې د روژې د فریضې د ادا کولو او یا د حج د فریضې د پر ځای کولو توفیق ورکړ ، په مسلمانانو لازمه ده چي په همدغه ورځ د خپلو خپلوانو ملاقات ته ورشي یو له بل سره د میني او محبت اظهار وکړي او ددې ورځي په لمانځلو کي اسلامي آداب ملحوظ کړي ، هغه څوک چي له دې دنیا څخه رخصت شوي دي په هغوی باندي ژړا او وېر ونکړي ځکه چي دا د خوشالي ورځ ده .

 په همدغه ورځ کي اخلاقي نورمونه په پام کي ونېول شي د بې ځایه سیالي په اساس بد خرچي او اسراف ونکړل شي او خدای ورکړي دارایې بې ځایه ونه لګوي، د محتاجینو اړتیاوي رفع  کړي ، له والدینو سره په کي احسان وکړي ، له خپلوانو سره په کي خپلوي وپالي ، دا ورځ په مسلمانانو باندي د الله تعالی یو ستر لورولی احسان دی چي هغوی ته یې ور په برخه کړي ده په همدغه  ورځ کي مسلمانان ښه اخلاق خپلوي تېر رنجشونه او ذات البیني خفګانونه شاته پرېږدي ، خلګ یوبل ته د مبارکي لاسونه ورکوي ، دښمنان یو له بل سره روغېږي ، د روغبړ،  میني او محبت او اجتماعي همدردي مجلسونه جوړېږي ، خلګ یو د بل پوښتني ته ورځي ، زړې دښمني وي او داخلي پټي کینې ختمېږي او انساني اړیکي بېرته له نوي سر څخه ټېنګېږي او اخلاقي ارزښتونه ځای نیسي او د ورورولي ، سخاء، ورکړي ، همدردي او زړسوي بیه لوړېږي .


قدوسي سليمانخيل

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: