پنځه کارونه چې هم مو خوب او هم روغتیا خرابوي

د «اعرف»عربي تلویزوني کانال په یوټيوب یوې نوې ویډيو خپره کړې او لیدونکو ته یې توصیه کړې چې له خوب وړاندې له دغو پنځو کارونو څخه ځان وساتي.

یاد تلویزون د راپور له مخې دغه کارونه پر خوب او د انسان پر نورو فعالیتونو منفي اغېز غورځوي. یاد پنځه کارونه په لاندې ډول دي:

۱- قهوې څکل:

په قهوه او چای کې موجود کافيین جسم ته ضرر رسوي، په ځانګړي ډول کله چې څوک قهوه ډیره څکي او یا یې تر خوب وړاندې څکي، ځکه قهوه انسان نه پریږدي چې ژر ویده شي او خوب په تښتولو کې رغنده رول لوبوي. د طب پوهان وايي چې تر خوب درې ساعته وړاندې قهوه څکل تر یو ساعت پورې خوب تښتوي.

۲- چاکلیټ خوړل:

چاکلیټ کې تیوبرومین په نوم مرکب موجود وي، دغه مرکب د زړه ضربان ډيروي، همدا راز چاکلیټ په بې خوبۍ کې هم خپل رول ادا کوي او د خوب ستر دښمن دی.

۳- تر خوب وړاندې لامبل:

ډیری خلک تر خوب وړاندې د لامبلو عادت لري خو نوې څېړنې وايي چې ډیری داسې اسباب شته چې له مخې یې باید انسان باید لږ تر لږه تر خوب ۲ ساعته وړاندې ولامبي. د دغو اسبابو له منځه د جسم حرارت کې تغییر او د انسان د وینې فعالېدل دي او دا دواړه انسان تر ډيره ويښ پاتې کوي.

۴- سیګرټ څکل:

پر دې خو وړوکی او ستر پوهیږي چې سیګرټ څکل د روغتیا ستر دښمن دی او انسان په داسې ناروغیو اخته کوي چې بیا ترې ځان ژغورل ستونزمن دي. خو تر خوب وړاندې سیګرټ څکل نه یواځې دا چې روغتیا ته ضرر رسوي بلکې بې خوبي هم رامنځته کوي. سیګرټ همدا راز د خرېدلو یو مهم سبب هم دی او بل د خوب پر مهال د تنفس د پرې کېدلو خطر هم زیاتوي. ډاکتران وايي چې سیګرټي باید تر خوب څو ساعته وړاندې ځان له سیګرټ څکلو لرې وساتي.

۵- تر خوب وړاندې د ګرځنده تلیفون استعمالول:

یو له پنځو کارونو څخه چې خوب تښتوي، د مبایل استعمالول دي او په دغه مرض ډيری خلک اخته دي. طبي څېړنو ښودلې چې د مبایل رڼا چې په ځانګړي ډول په تیاره کې تېزه وي، د میلاتونین هرمونونو د افراز مخه نیسي چې ورسره د خوب تقسیم اوقات خرابیږي او همدا راز انسان د خپګان په مرض اخته کوي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب