شعرماشومانو کیسې

پنير که ورور ـ منظوم نکل

دوه موږکان ول راوتلي له خپل غاره

دوی کښل بويان له تورې شپې بيا تر سهاره

ستړي ول دواړه دغه ورونه بې حسابه

باندي راغلې چي وه ورځ وږې خرابه

غوږونه يې شک سول پاته نه سول دوی زهير

پر يو ډېران کله چي يې وموند لوی پنير

خو د پنير پر وېش د دواړو شورماشور سو

فتنه رامنځ ته سوه د دواړو زور ما زور سو

يوه پيشي په دغه حال کي سوه حاضره

جګ جګ برېتونه په سرو سترګو سوه ناظره

پيشو ويل ستاسو تر منځ به زه قاضي سم

ستاسو په سوله به رشتيا زښته راضي سم

همدا ؤ دواړه موږکان په دې رضا سول

له پيشوګۍ څخه غوښتونکي د قضا سول

پيشو هم وويشی پنير پر غبرګو برخو

کوچنۍ يوه وه بله لويه وه له برخو

وړه ټوټه چي موږک کوم کړله تر لاسه

په احتجاج او په لانجو سو په اخلاصه

د کوم موږک چي سوه ټوټه په نصيب لويه

هغه ويل چي خلاص مي کړه د پلار له زويه

همدا ؤ وتړی پيشو لومړی موږک ژر

دويم يې وخوړی لومړی سو لا هک پک ژر

پيشو بيا وخوړ ټول پنير او په خندا سوه

موږک تړلي ته نژدې او په نڅا سوه

پيشي موږک ته ويل اې کوچنی کم عقله

ورور مي ستا وخوړی ته پاته يې بد شکله

دا ستا په سترګو کي چي وينم زما هيبت دی

ستا د ورور وروسته اوس نو ستا واری نوبت دی

تر ورورګلوۍ ورته مهم چي نس او مال وي

ذليل به مړه وي تل مدام به يې دا حال وي

 

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۶ کال د سپتمبر ۲۳مه نېټه، بون

Tags

wasiweb Team

لیکوونکي : د وسیع ویب لیکوالي ټیم

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error:
Close
Close