پر موزو مسحه | پوښتنې او ځوابونه

پوښتنه: مسحه په كوم ډول موزو رواده ؟

ځواب: په درى ډوله موزو مسح رواده :۱ــ: دڅرمنې موزې چې پښې تربيډيو پكې پټې وي. ۲ــ هغه وړينې موزې چې دچرم تلى ولري .۳ــ: هغه وړينې اوتارلرونكې موزې چې دومره پنډې او کلکې وي چې په پښو شي په درى اويا څلور ميله تګ څېرې نه شي.

پوښتنه: پرموزو مسح كله رواده ؟

ځواب: كله چې اودس وكړې يا پښې ومينځې او موزې په پښوكړې  اويادې د اوداسه دماتېدو پر وخت په پښووې .

پوښتنه: موزې چې په پښوشي ترڅو ورځو پرې مسح كيږي ؟

ځواب: كه چيرې سړى په خپل استوګنځي كې وي ، نو يوه ورځ اويوه شپه پرې مسح كولاى شي اوكه په سفر وي نو بيا درې ورځې او درې شپې يې كولاى شي  .

پوښتنه: پرموزو مسح څه ډول كيږي ؟

ځواب: دموزوله پاسه يې كول پكاردي دتلى اويا پوندې په لوري باندې مسح نه كيږي.

پوښتنه: په اوداسه اوغسل دواړو كې پرموزو  مسح كېږي  ؟

ځواب:  په اوداسه كې په موزو مسح كيږي اوپه غسل كې نه كيږي.

پوښتنه: مسح بايدڅه ډول وشي ؟

ځواب: دلاسو ګوتې په اوبو لندې كړه ،دلاس درۍ ګوتې دې د پښو پرګوتو كښېږده پورته خواته يې راکاږه، دلاسو ګوتې پرموزو پوره كښېږده يواځې دګوتو سرونه ايښودل كافي نه دي .

پوښتنه: په څېرې شوې موزه باندې مسح كيږي اوكه نه  ؟

ځواب: كه موزه دومره څيرې  وي چې دپښو د دريو كوچنيو ګوتو په اندازه ترې پښه ښكاره شي اويا دتګ په وخت كې خلاصيږي  پدغسې موزه مسح نه كيږي اوكه له دې كمه څيرې وه بيا مسح پرې كيږي .

پر پټۍ (جبيره) د مسحې بيان

پوښتنه: پټۍ (جبېره) څه ته وايي ؟

ځواب: جبېره هغه دړې ته وايي چې دمات شوي هډوكي د كوشيرولو لپاره تړل كيږي؛ خودلته جبيره ،دړه ،دزخم پټۍ ياد مرهمو پټۍ او داسې نورې هرډول چې وي هغه ټولوته وايي .

پوښتنه: پر پټۍ باندې څه وخت مسح كيږي  ؟

ځواب: كه چېرته د پټۍ خلاصول اويا يې لري كول زيان ولري اويا يې لرې کول ستونزمن وي نو پرهغه دړه او ياپټۍ باندې مسح رواده

پوښتنه: دپټۍ پركومه برخه باندې مسح كيږي ؟

ځواب: پرټوله پټۍ مسحه پكارده،لاندې يې زخم وي او كه نه وي .

پوښتنه: كه چېرته د پټۍ خلاصول زيان ونه لري اوستونزمن نه وي ، نو بيايې حكم څه دى  ؟

ځواب: كه چېرته اوبه ټپ ته زيان ونه لري؛ نو مينځل يې ضروري دى  اوكه مينځل ورته زيان رسوي او مسح يې نه رسوي؛ نو بيا پرټپ مسح كول واجب دى اوكه چېرته مسح هم زخم ته زيان رسوي؛ نو بيا هغه وخت يواځې پرپټۍ مسح كول روادي.

  • د نصاب کتابونه
  • د نصاب کتابونه
د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب

واسع ویب فیسبوک پاڼه لایک کړئ

زموږ فیسبوک پاڼه لایک او له نورو سره شریکه کړئ

#مننه_چې_یاستئ