پر ماشوم څه ډول ښکلی نوم کېږدو؟

پر مور او پلار باندې د اولادونو له حقونو څخه یو هم پر نوي زيږېدلي ماشوم د اسلامي نوم اېښودل دي چې ميندې او پلرونه باید دغه ټکي ته پوره پام وکړي.
کله چې غواړی پر نوي زيږېدلي ماشوم نوم کېږدی، هڅه وکړئ چې نوم یې اسلامي وي، ځکه نوم پر انسان په مستقیم ډول اغېز لري. داسې نوم وټاکئ چې په ویلو سره یې تاسو او مخاطب کس مثبته روحیه واخلی. نوم اخیستل تر ټولو لومړی تاثیر پر مخاطب کوي، تاسو باید په دې اړه فکر وکړئ چې ستاسو ماشوم دغه نوم نه یوازې اوس او د ځوانۍ په مرحله کې کاروي، بلکې د مرګ تر ورځې پورې به خپل نوم ورسره ملګری وي، مثبت او منفي تاثیرات به یې پر مخاطب له ورایه لیدل کېږي.
۱- هڅه وکړئ چې د نوم لومړي درې حرفونه ښکلي او زړه وړونکي وي.
۲- د نوم تلفظ په دقت سره چک کړئ، که د ماشوم نوم مو په سم ډول نه تلفظ کېږي، نو د عمر تر پایه به مو ماشوم له یو ډول وسواس او تردد سره مخ وي.
۳- فکر وکړئ چې په کورنۍ او خپلوانو کې مو د چا نوم په نظر ښکلی درغلی، هماغه نوم مو د خپل ماشوم لپاره هم وټاکئ.
۴- نوم تمرین کړئ، وګورئ چې څه ډول احساس درکوي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب