پرته له کوم عذره د تل لپاره جمع پرېښودل

من کتاب الکبائر للامام شمس الدین محمد بن عثمان الذهبي

خدای جل جلاله فرمایلي دي:  يَوْمَ يُكْشَفُ عَن سَاقٍ وَيُدْعَوْنَ إِلَى السُّجُودِ فَلاَ يَسْتَطِيعُونَ 42 خَاشِعَةً أَبْصَارُهُمْ تَرْهَقُهُمْ ذِلَّةٌ وَقَدْ كَانُوا يُدْعَوْنَ إِلَى السُّجُودِ وَهُمْ سَالِمُونَ43

ژباړه: په کومه ورځ چې سخته ویره راشي او دوی سجدې کولو ته وبلل شي نو بیا به یې نشي اداء کولای، سترګې به یې ټیټې او ذلت به  پرې خپرېدونکی وي حال دا چې(په دنیا کې) سجدې ته بلل کېدل، دوی روغ جوړ ؤ.

کعب الاحبار وایي: دا آیت د هغو کسانو په اړه رانازل شوی دی چې له جماعت څخه پاتې کیږي.

 امام التابعین سعید بن المسیب وایي: دا آیت د هغو کسانو په اړه نازل شوی دی چې روغ جوړ هم وي، (حی علی الصلاة او حی علی الفلاح) هم اوري خو د آذان ځواب نه ورکوي.

 په صحیحینو کې راغلي دي چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم وویل: (قسم په هغه ذات چې زما روح د هغه په قبضه کې دی خلکو ته به امر وکړم چې لرګي راوړي او یو کس ته به امر وکړم چې خلکو ته لمونځ ورکړي، او زه به په هغو کسانو پسې ولاړ شم چې جماعت ته نه راځي. او د مسلم شریف په روایت کې دا الفاظ هم ورسره راغلي دي: ځوانانو ته به امر وکړم چې لرګي راټول کړي او زه په هغو کسانو پسې ولاړ شم چې بې عذره جماعت ته نه راځي او کورونه یې پرې وسوزوم..

څوک چې بې عذره جمع نه کوي د هغه لپاره سخت عذاب دی، ابو داود د سند په ملتیا د ابن عباس رضی الله تعالی عنه څخه روایت کړی چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم وویل: (عَنْ ابْنِ عَبَّاسٍ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مَنْ سَمِعَ الْمُنَادِيَ فَلَمْ يَمْنَعْهُ مِنْ اتِّبَاعِهِ عُذْرٌ قَالُوا وَمَا الْعُذْرُ قَالَ خَوْفٌ أَوْ مَرَضٌ لَمْ تُقْبَلْ مِنْهُ الصَّلَاةُ الَّتِي صَلَّى) ژباړه: څوک چې اذان واوري د نه راتلو عذر هم نه لري مونږ وویل: اې د خدای رسوله! عذر څه شی دی؟ پیغمبر صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې ناروغي او وېره نه وي په کور کې لمونځ نه بلل کیږي.

ترمذي د ابن عباس څخه روایت کړی چې د یوه سړي په هکله ورڅخه پوښتنه وشوه چې د ورځې روژې نیسي او د شپې لمونځونه کوي خو جمع نه کوي ابن عباس رضی الله تعالی عنهما ورته وفرمایل: که دا کس مړ شي دی به په دوزخ کې وي.

یو ړوند سړی پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته راغی او و یې ویل: اې د خدای جل جلا له رسوله! زه څوک نلرم چې جومات ته مې راولي ایا ماته روا دي چې په کور کې لمونځ وکړم؟ پیغمبر صلی الله علیه وسلم اجازه ورکړه، بیا چې کله پیغمبر صلی الله علیه وسلم ورڅخه پوښتنه وکړه، ایا ته اذان اورې؟ هغه وویل: هو، اذان اورم، پیغمبر صلی الله علیه وسلم ورته وویل: جومات ته راځه.د ابی داود په یو روایت کې راغلي دي چې عبدالله ابن ام مکتوم رضی الله تعالی عنه پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته راغی او و یې ویل: اې د خدای رسوله! په مدینه منوره کې ډیر ماران او لړمان دي او زه ړوند یم ایا ماته روا دي چې په کور کې لمونځ وکړم؟ پیغمبر صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: (حی علی الصلاة او حی علی الفلاح) اورې؟ ابن ام مکتوم رضی الله تعالی عنه وویل: هو، پیغمبر صلی الله علیه وسلم ورته وویل: دا بلنه منه او جومات ته راځه.

حاکم په خپل مستدرک کې د ابن عباس رضی الله تعالی عنه څخه روایت کړی وایي پیغمبر صلی الله علیه وسلم وویل: څوک چې اذان واوري او د عذر څخه پرته په کور کې لمونځ وکړي خدای جل جلا له هغه لمونځ نه مني، چا ورته وویل: اې د الله رسوله! عذر څه شی دی؟ پیغمبر صلی الله علیه وسلم ورته وویل: ډار او ناروغي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: خدای جل جلا له پر دریو کسانو لعنت وایي: څوک چې د یوې ډلې د امامت لپاره مخکې شي او هغه خلک پرې خوښ نه وي، بله هغه مېرمنه چې د مېړه سره شپه تېره کړي او مېړه یې ترې خفه وي او بل هغه کس چې (حی علی الصلاة او حی علی الفلاح) اوري او بیا هم جومات ته نه راځي.

حضرت علي رضی الله تعالی عنه فرمایلي دي: د جومات د ګاونډي لمونځ د جومات څخه بغیر په بل ځای کې نه منل کیږي، چا ورته وویل: د جومات ګاونډی څوک دی؟ حضرت علي رضی الله تعالی عنه وویل د جومات ګاونډی هغه څوک دی چې اذان واوري. حضرت علي رضی الله تعالی عنه همدا ډول بل ځای ویلي دي څوک چې اذان واوري او جومات ته ولاړ نشي د هغه کس لمونځ د هغه د سر څخه نه تیریږي.

حضرت ابو هریرة رضی الله عنه ویلي دي: څوک چې اذان واوري بیا جومات ته ولاړ نشي هغه کس ته دا ښه ده چې غوږونه یې د ویلي شوي قلعي څخه ډک شي.

ابن مسعود رضی الله تعالی عنه ویلي دي څوک چې دا امید کوي چې د خدای جل جلاله  سره مسلمان مخامخ شي، پنځه وخته لمونخ دې پر خپل وخت وکړي

خدای جل جلاله په پیغمبر صلی الله علیه وسلم باندې پنځه وخته لمونځ پر خپل وخت اداء کول سنت مؤکد ګرځولي ؤ، او که تاسو لمونځونه په کور کې و کول، د خپل پیغمر صلی الله علیه وسلم سنت به مو پرېښودلي وي، څوک چې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم سنت پریږدي هغه ګمراه شوی دی، مونږ به لیدل چې ښکاره منافق او یا مریض کس به جومات ته نه راتلل، داسې کمزوري کسان به هم جومات ته راتلل چې پر دوو نورو به یې تکیه وهلې وه بیا به د جمعې په صف کې د ثواب لپاره درېدل او دګڼاه څخه به وېرېدل   

ترتیب کوونکی: خاموش مؤذن

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب