طب

 پتالوژي او باکتریالوژي

 پتالوژی:

د سیستیک قنات بندییدل د یوی تیږی او ورسره د التهابی پروسی پواسطه د صفراوی کڅوړی د جدار د ازیما سبب ګرځی نو په نتیجه کی د کڅوړی د وریدی او لمفاوی جریان د بندش سبب ګرځی چی په ظاهره د صفرا کڅوړه په وصفی ډول متوسع او دار یی ضخیم کیږی او ډیره زیاته ازیما مینځته راوړی نو د laparatomy  په مهال چی که صفراوی کڅوړه ولیدل شی نو د ثرب په واسطه به محاط وی او یا به د یعخیثدعړ او محاورو جوړښتونو سره ملتصق وی چی دا حالات د ناروغی د پرمختګ پوری اړه نیسی کیداشی د اسکیما واضح شواهد خصوصا په هغه ناحیه کی جی اروا نسبتا کمه وی خصوصا د  fundus ناحیه موجود وی.

د histology له نظره په حادکولی سیستیت کی د مخاطی او subserosal ازیما hypervascularity او د poly morphonuclear حجراتو ارتشاح په submucosa کی موجوده وی علاوه پردی تغیراتو د مزمن التهاب شواهد لکه لمفوسایتونو ارتشاح هم کیدای شی چی په تحت المخاطی ناحیه کی وی او حتی د مخاطی طبقی همواریدل (flattening)  به هم مینځته راځی.

۲-۱۳-۳ باکتریالوژی::

په نورمال حالت کی جی یو شخص د صفراکڅوړی تیږی نلری نو د صفرا positive bile cultura  یوقوعات یی صفرا وی خو د توبیر له مخی د ۷۰٪-۳۰ ناروغانو کی چی د کینیک له نظره حادکولی سیستیت تشخیص شوی وی positive bile culture وی چی ددی کلچر اکثره باکتریاګانو منشه معایی وی خو معمول ارګانیزم یی ischerichia coli وی او نوری باکتریاګانی په وصفی ډول klebsiela , enterobacter او  enterococcus هم په وصفی ډول موجود وی د  positive bile culture وقوعات په هغه ناروغانو کی چی acute cholcystitis لری ۷۰٪-۳۰ لوړ وی نسبت هغه ناروغان ته چی chronic cholecytistis لری کوم چی د صفراوی کولیک له وجی عملیات شوی دی یعنی ۵۰٪-۲۰ مثبت وی نو هغه ناروغان چی acute cholscystitis لری د دوی په تسبت د باکتریاوو موجویت د مرګ او میر لپاره یوه عمده منبع ده په ډیرو ناروغانو کی دا ارګانیزمونه د زخم د انتان سبب ګرځی.

د ناروغانو په prospective مطالعاتو کی ښودل شوی دی چی د positive bile culture واقعات د عمر د زیاتیدو سره ډیریږی او هغه ناروغان چی chlecystectomy  کیږی او عمر یی د ۵۰ کالو څخه ټیټ وی نو د positive bile culture واقعات یی د ۳۰٪-۲۰ پوړی او هغه چی ۷۰ کلنی او یا د هغی څخه هم پورته عمر لری ۵۰٪ څخه هم لوړ وی. نو په هغه وخت کی چی د ناروغ د حادکولی سیستیت په استطباب باندی عملیات کیږی نو پدوی کی د انتان اختلاطات ډیر د مړینی سبب ګرځی نو دا اختلاطات موږ د یو ښه انتی بیوتیک پواسطه وقایه کولای شو نو داسی انتی بیوتیک باید وټاکل شی د وینی په سیروم او انساجو کی او حتی په صفرا کی افراز شی او هغه خطری فکتورونه چی د کولیسیستکتومی څخه وروسته مینځته راځی انتانی اختلاطات دی هغه مریضان چی د ۷۰ کلنی څخه پورته عمر ولری د انسدادی زیږی تایخچه ولری او د CBD تیږی چی د ژیږی سره یو ځای وی او که نه prospective  مطالعاتو دا هم په ګوته کړی دی چی د وقایوی انتی بیوتیکونو تطبیقول په دی ناروغانو کی ډیر ګټور تمامیږی.

۲-۱۴ صفراوی کڅوړی حاد التهاب تفریقی تشخیص:

الف- په عام ډول:

  • د اپندکس حاد التهاب
  • د پیپتک قرحی تثقب
  • د پانقراص حاد التهاب

ب- په غیر عام ډول:

  • Acute pyelonephritis
  • د قلبی عضلی احتشا
  • د سږی د ښیی لوب پنومونیا

د حاد صفراوی کڅوړی حاد التهاب د تشخیص لپاره التراساوند ښه مرستندویه معاینه دی خو بیا هم که تشخیص یقینی نه وی نو CT-scan باید تر سره شی.

۲-۱۵ د صفراوی ډبرو اختلاطات:

په صفراوی کڅوړی کی:

  1. صفراوی کولیک
  2. صفراوی کڅوړی حاد التهاب
  3. د صفراوی کڅوړی مزمن التهاب
  4. د صفراوی کڅوړی قیحی التهاب
  5. موکوسل
  6. تثقب

په صفراوی طرقو کی:

  1. د صفراوی لارو انسداد
  2. حاد کولانجیت
  3. حاد پانکراتیت

په امعاو  کی:

  1. د امعاو انسداد (gallstone ileus)  

۲-۱۶ صفراوی ډبروتشخیص:

د صفراوی ډبرو تشخیص د ناروغ په تاریخچی فزیکی معاینی او ځینو مطمینو رادیولوژیکو معایناتو باندی تر سره کیږی لکه د بطن التراساوند معاینه او radionuclide scan په حاده مرحله کی ناروغ د بطن ښیی پورتنی برخه ناحیی حساسیت چی د شهیق په وخت کی شدید کیږی البته د معاینه کوونکی د جس په واسطه (murphy’s sign) چی د مثبت مورفی علامی دا راښایی چی حاد التهاب موجود دی او کیدای شی چی ناروغ به په متوسطه اندازه leukocytosis ولری او د ځیګر وظیفوی معاینات په متوسطه اندازه لوړوی کیداشی چی یوه کتله د ثرب پواسطه محاط شوی موجوده وی خو د نیکه مرغه په ډیرو ناروغانو کی دغه حالت د ناروغ د ډبری په دوباره ډول ولومن ته د داخلیدلو پواسطه ښه شی او د صفراوی کڅوړی محتوی د سیستیک قنات لاری تیر شی نو په کافی اندازه د صفراوی کڅوړی درناژ ښه کیږی او التهاب حالت له مینځه ځی که چیری شها مینځته رانغله نو په نتیجه کی د صفراوی کڅوړی empyema مینځته راځی نو جدار په یی نکروتیک شی او تثقب به وکړی او موضعی پریتونیت به مینځته راوړی او که ابسی یی مینځته راوړه نو دا به هم تثقب وکړی او د بطن جوف کی به septic peritonitis جوړ کړی خو په هر صورت دا ډیر عام نه واقع کیږی که چیری په جس سره د بطن ښیی پورتنی برخه کی بی درده صفراوی کڅوړه (Courvoisier sign) وی دا معمولا هغه وخت مینځته راځی چی په distal common duct د انسداد له وجی مینځته راځی چی معمولا په ثانوی ډول د peripancreatic malignancy له وجی او په نادر ډول بی درده کتله د جس وړ وی چی دا سیستیک قنات د تام بندش له وجی چی د لومن د صفراوی مالګو د دوباره جذب څخه او معقم مخاط د افراز له وجی چی د epithelium پواسطه افرازیږی او په نتیجه کی صفراوی کڅوړی په mucocele باندی بدلیږی.                                                        ۸-۲ انځور

۱—  د بطن رادیوګراف:— سره لدی چی په استون استاخ او ولاړی وضیعتونو باندی د حاد بطن ناروغانو لپاره ډیر ضروری معاینه ده خو د صفراوی کڅوړی تیږی ناروغانو کی یی اهمیت ډیر محدود دی په ۲۰٪ واقعاتو کی د صفراوی ډبری پکی د لیدلو وړ دی خصوصا هغه مهال چی تیږه متکلس شوی وی ځینی غیر معمول د صفراوی ډبرو واقعات چی د بطن رادیوګرافی یی په تشخیص کی مرسته کوی لکه د ډبرو د جوړیدو په مهال د ډبری په مرکز کی د ګاز موجودیت د صفراوی کڅوړی په جدار کی د هوا موجودیت په emphysematous صفراوی کڅوړی حاد التهاب دلالت کوی په صفراوی طرقو کی د هوا موجودیت په billiary enteric fistula دلالت کوی د صفراوی کڅوړی مجسم کیدل په porcelain gallbalder او یا هم د کلسیم صفرا شیدی (milk of calcium bile) باندی دلالت کوی             ۸-۲ انځور

د ګیډی رادیوګرافی چی په صفراوی کڅوړه کی radio-opaque تیګو خیال ورکوی چی دا ډیر معمول ندی او ۱۰٪ پیښی تشکیلوی        ۱۰-۲ انځور

۲—  oral cholecystography intravenous cholangiogram:—  د صفراوی طرقو د ډبرو ناروغی په تشخیص کی معمولا ډیر عمده رول لری دا تست د ځیګر پواسطه د halogen compounds په اطراح کولو استناد لری چی کله د ځیګر پواسطه اطراح شول نو د صفرا کڅوړی ته ځی او هلته بیا د صفرا د منحله موادو او اوبو د جذب څخه وروسته رنګه مواد په صفرا وی کڅوړه کی باتی کیږی او بیا د صفرا کڅوړه د لیدلو وړ وی خو سره لدی دا تست په ۹۰٪ واقعاتو کی دقیق وی او هغه ناروغانو کی چی حادی ناروغی خراب صحی وضعیت او هغه ناروغان چی تابلیت یی د خواګرځی له امله نه جذبیږی سو هضم او یا هم اسهالات ژیړی او یا هم د ځیګر تشوشات لری باید تر سره نشی نود همدی معذرتونو له وجی دا تستونه په نسبی ډول دقیق تر سره کیدای نشی او ننی سبا یی ځای نورو معایناتو نیولی دی او صحنی څخه د وبلو په حال کی دی.

۳ .  د بطن التراساونډ: د بطن التراساونډ د کشکوکو صفراوی ډبرو او صفراوی کڅوړی حاد التهاب لپاره ډیره مناسبه معاینه ده د التراساونډ معاینه د oral cholecystography د ځینو ملحوظاتو له مخی په نسبت څو ښه والی لری یو دا چی ناروغ د شعاع سره نه مخ کیږی او ځیګر او هضمی سیستم د وظایفو په مختل کیدلو هم کوم اثر نکوی خو سره لدی د بطن التراساونډ معاینه د صفراوی کڅوړی په ډبرو کی ډیره موثره معاینه ده او صفراوی کڅوړی حاد التهاب تشخیص هم پری ترسره کیږی او ډیرو معایناتو کی تر ۹۵٪ واقعاتو کی حساس او دقیق دی چی ددی معاینی په واسطه د صفراوی کڅوړی اندازه شکل او د جدار ضخامت او د peri chole cystic fluid  تجمع موجودیت راښایی همدارنګه sonographic Murphy sign هم مثبت وی (یعنی په ښیی برخه د بطن په پورتنی ناحیی کی د التراساونډ پروب حساسیت موجود وی) او نورو مطالعاتو ښودلی چی دغه علامه د صفراوی کڅوړی حادالتهاب په ۸۵٪ ناروغانو کی مثبت او دقیقه معاینه ده             هم د بطن التراسونو ګرافی د صفراوی ډبرو په نه موجودیت او موجودیت کی ډیره مرسته کوی خو د حاد او مزمن صفراوی کڅوړی حاد التهاب تفریق کول    پری ډیر ګران دی پر سیره پردی چی التراساونډ د ډبری موجودیت په صفراوی کڅوړی او صفراوی قناتونو کی معلوموی نو صفرتیو قناتونو، پانقراص او د ساحی د نورو غړو د اناتومی به هکله هم معلومات ورکوی د التراسانډ د پرمختګ نن سبا بله معاینه trans abdominal ultrasonography  ده چی اوس د امړنی معاینی په ډول تر کار اخیستل کیږی او ډیره ارزانه ده او په چټکی سره ترسره کیدای شی او د جراحح پوری اړه لری او د شحمی ناروغانو او خصوصا به هغه حالت کی چی په امعاو کی ډیر ګاز موجود وی نه ترسره کیږی ددی معاینی په ذریعه کولای شوی چی د صفراوی طرقو ډبری دصفراوی کڅوړی اندازه جدار اندازه د صفراوی کڅوړی التهاب او د مشترک صفراوی قنات اندازه او ځینی مهال په صفراوی شجر کی د ډبرو موجودیت پری کتلای شو او ددی پواسطه کولای شو چی د پانقراص د تومورونه چی د مشترک قنات د انسداد سبب ګرځی وګورو. نو په هغه ناروغانو کی چی اسدادی ژیړی لری التراساونډ یوه مزسته کوونکی تشخیصیه اله ده دا معاینه د خارج الکبدی صفراوی قناتونو او د انسداد کچه هم معلوموی برسیره پردی د انسداد سبب هم پری معلومیږی له د صفراوی کڅوړی ډبری په مشترک کبدی قنات کی او مشترک صفراوی قنات کی او حتی کی افت د قنات په جدار کی هم وی چی دا په cholangiocarcinoma دلالت کوی او که د پانکراس راس لوی وښایی نو د راس په pancreatic carcimoma دلالت کوی دا اله د معدی او اثناعشر د لاری داخل او چی د التراساونډ یو transducer یی په څوکه موجود وی چی ځیګر صفراوی طرق د معدی او اثناعشر د لاری کتل کیږی.

۴ . (radioisotope scaning) hepatobiliary scintigraphy: رادیونو کلایدونه radionuclides لکه tc-99mtc او یا هم د iminodiacetic مشتقات پکی استعمالیدای شی تر څو د صفراوی کڅوړی او صفراوی قناتونو مستقیم تصویر واخیستل شی دا رادیونکلاید مواد د ورید دلاری تطبیق کیږی او د هپاتو سیت پواسطه تصفیه کیږی او په غیر مشبوع حالت په مستقیم ډول په صفراوی قناتی سیستم ته داخلیږی نو نوی نسل  biliary scintigraphy یو پرمختللی رادیوګرافیک معاینه مینځته راوړی.  چی د شعاع سره مواجه کیدل پکی لږ واقع کیږی او هغه ایزوتوپونه چی لنډ half life لری پکی استعمالیږی او دی ته ورته نور مواد هم شته چی د ژیړی په مختلفو درجو ناروغانو کی ورته ترجیح ورکول کیږی چی ددی موارو استعمال د هیپاتوسیت جذب د پښتورګو د اطراح د هیپاتو سیتونو او صفراوی طرقو قناتونو ته د ترانسپورت پوری اړه لری.   Hepatobiliary scintgraphy د سیتیک قنات په شمول د صفراوی قناتونو د خلاصوالی او بندښت په هکله معلومات وړاندی کوی نو د سیستیک قنات بندښ چی د حادکولی سیستست لپاره لازمی امر دی نو د حاد کولی سیستیت د تشخیص لپاره یو لازمی معاینه ده د سیستیک قنات انسداد د صفراوی کڅوړی په حاد التهاب دلالت کوی خو تشخیص څخه دمخه یی باید د اثناعشر ځیګر ا صفراوی قناتونو کی د lables موجودیت تثبت نه وی که ۶۰ دقیقی وروسته سیستیت باندی دلالت کوی او که ۴ ساعته وروسته صفراوی کڅوړه او سیستیک قنات ونه لیدل شو نو حتی هغه ناروغانو کی د ځیګر حجروی وظایف یی هم ښه وی نو فوق العاده په صفرای کڅوړی حادالتهاب دلالت کوی هغه ناروغان چی داخل الورید تغذیه اخلی او یا هم د اوږدی مودی لپاره روژه وی دوی false positive معاینات ښیی نو له همدی وجی باید احتیاط تر سره شی چی کله هم scan  اجرا کیږی نو بدون د radionuclide څخه باید د صفراوی سیستم څخه پوره معلومات واخلی خو برسیره پردی ځینی وختونه داسی لاسته راوړنی هم موجودی وی یو complex extra hepatic ډبری او تومورونه موجود وی چی دا حالت معمولا په diffuse hepatic parechymal disease کی موجود وی چی اکثره واقعاتو ۸۹٪ کی دا ښودل شوی دی چی radionuclide scaning د حاد کولی سیستیت لپاره دقیق او حساس تشخیصه معاینه ده د رادیونو کلاید سکن معاینه هغو ناروغانو لپاره چی په حاد ډول د بطن ښیی پورنتی برخی اعراض لری واضح نده ځکه چی د صفرای کڅوړی حاد التهاب تشخیص معمولا د کلینیکی criteria له مخی ترسره کیږی خو سره لدی هم د scintigraphy پواسطه تشخیص کیدای شی خو ځینی وختونه فوق العاده وی خو ډیر ډاکټران د ښو کلینیکی شواهدو په درلودلو سره په تشخیص باندی مشکوک وی چی ایا ډبره موجوده ده او که نه په هغه ناروغانو کی چی د بطن ښیی پورتنی برخه حساسیت mild leukocytosis او تبه لری نو تشخیص یی په یقینیی  ډول حاد کولی سیستیت دی بدون ددی چی hepatobilairy scan ترسره کړی او هغه ناروغان چی غیر وصفی اعراض لری د یقینی تشخیص سره سره هم ممکن تشخیص مشکوک کړی لکه peptic ulcer disease  نو پدی ډولناروغانو کی bilairy scintigraphy یوه ډیره ښه تشخیصیه معاینه ده ترڅو په ددقدیق ډول تشخیص پری وضع شی.

۵ . Biliary Drainage and cholecystokinin cholecystography:– ځینی وختونه ناروغ ته داسی کلاسیک اعراض مینځته راځی چی د صفراوی ډبرو د موجودیت هیڅ شواهد په oral cholecystography او حتی په ultrasound کی هم موجود نه وی خو سره لدی هم دا ناروغان د صفراوی طرقو د اعراضولرونکی وی او یو څه فیصدید ناروغانو یی چی کوچنی ډبری لری د تشخیص وړنه وی cholestorolosis او یا هم biliary dykinesia لری نو ددی ناروغانو لپاره د اثناعشر د درناژ (duodenal drainage  studies) مطالعه ترسره کیږی تر څو د صفرا cholesterol crystals د CKKارتباط د  cholecystography سره معاینه شی نو ددی لپاره یو کوچنی تیوب د fluoroscope لاندی د اثناعشر دوهمی قطعی ته داخلوو وروسته داخل الوریدی CKK زرق کیږی او د تیوب پواسطه صفرا اخیستل کیږی نو پدی وخت کی د صفراوی کڅوړی رادیوګرافیاو التراساونډ ترسره کیږی تر څو د کڅوړی motility ارزیابی شی نو د مثبتی مطالعی لپاره criteria موجود دی چی که درد مینځته راغی د صفراوی کڅوړی د لیدلو وړ تقلص موجود وی او غیر نورمال صفرا د کولسترول او یا هم د کلسیم بلوریبینت کرستلونه ولری نو مثبت تست به ترسره شوی د ۸۰٪ څخه زیات ناروغان دی چی د غیرنورمال تیست په نتیجه کی چی د اثناعشر د دریناژ تیست او د صفراوی کڅوړی  motility هم غیر نورمال وی خو د اعراض د کولیسیستکتومی څخه وروسته ډیر ښه شویدی.

۶ . computerized tomography :- ددی معاینی پواسطه ځیګر صفراوی قناتونه صفراوی کڅوړه او پانقراص په ښه ډول معاینه کیږی او خصوصا د ځیګر ا پانقراسافات او د ځیګر صفراوی کڅوړی ا صفراوی قناتونو کانسرونه په ښه دول معاینه کیږی بل دا چی ددی معاینی په پواسطه د ابتدایی تومورونو وسعت او د هغی اړیکی د نورو غړو سره او اوغیو سره راښودلی شی او برسیره پردی د لویو امفاوی عقداتو او میتاستاتیک ناروغیو موجودیت هم پر پزندل کیږی د سلیمو صفراوی ناروغیو په تشخیص کی دیره د استفادی وړ نده او د صفراوی کڅوړی ډبری په کی ښه ډول نه لیدل کیږی او حتی التهاب یی هم د تشخیص څخه پاتی کیږی خو بیا هم د سټی سکن په برخه کی لږ څه پرمختګ شوی لکه د multidetector  helical scanner جوړیدل چی په دری بعدی ډول ترسره کیږی او په تشخیص کی یی نوره هم اسانتیا مینځته راوړی او په راتلونکی کی به هم دا مودول ډیر د ګټی د اخیستلو لپاره وکارول شی.        ۱۹-۲ انځور

۷ . magnetic resonance cholangiopancreatography:- دامعاینه په هستوی مقناطیسی اهتزازاتو استواره ده او صفراوی کڅوړی او صفراوی سیستم معاینه پری ترسره کیږی دا کومه invasive معاینه نده او    د مقطعی اخیستلو په ډول ترسره کیږی او یا هم په projection په ډول تصویر واخلی کثیفه موادو ته اړه نشته او که په  ډول معاینه ترسره شی نو د صفراوی لاروی ډیر ښه تصاویر لاسته راځی او کولای شو چی د قناتونو انسداد، تضیقات او داخل القناتی ابنار ملتی پری ولیدل شی او عکسون یی د ERCP او PTC (  percutaneous transhepatic cholangiogram سره بغیر ددی چی کومم اختلاط ورکړی پرتله کیږی.      ۲۰-۲ انځور

۸ . (ERCP) endoscopic retrograde cholangiopancreatography:-  دا تخنیک په پراخه توګه نن سبا ترسره کیږی او ددی پواسطه کولای شو چی ampulla of vater په ښه ډول ولیدل شی او ددی پواسطه کولای شو چی ampula canulate هم کړو اوو ددی پواسطه کثیفه مواد په صفراوی لارو کی زرق کړو او د قناتونو د اناتومی لپاره په واضح تصویر هم واخلو اوو د ډبرو له وجی د انسداد هم معلوم کړو او یا هم خبیثه تضیقات ولیدل شی حال دا چی د التراساونډ او ECRP محدود تشخیصیه معلومات ورکوی خو ERCP د ژیړی ناروغانو د ارزیابی لپاره ښه تشخیصیه معاینه ده پدی نارغانو کی خصوصا د سببی عامل د پیژندلو لپاره او انسداد د موقعیت د معلومول پری تشخیص کیږی او ددی پواسطه د صفرا سایتولوژی معاینی لپاره او همدارنګه د stricture څخه مواد اخیستل او معایناتو لپاره استول کیږی او همدارنګه ددی معاینی پواسطه ځینی د درملنی مداخلی هم کولای شو لکه د stent ایښودل چی تضیق پری اصلاح شی او که ډبره موجوده وی نو ډبره وسیتل کیدای شی نو ځکه ERCP د درملنی په برخه کی ډیر استعمالیږی نسبت تشخیصیه مواردو ته.

۹ . percutaneous trans hepatic cholangiogram :– دا یوه مداخلوی تخنیک دی چی صفراوی طرقو کی کنولا ننویستل کیږی دا هغه وخت ترسره کیږی چی د ناروغ bleeding tendency معلومه شی او د ناروغ پروتو رومبین ټایم نورمال وی ددی تخنیک څخه دمخه ناروغ ته لمړی انتی بیوتیک ورکړل کیږی او معمولا د فلوروسکوپ تر مشاهدی لاندی تر سره کیږی او یوه ستنه ( chibaاو okuda ستن) د جلد څخه تیر او ځیګر ته ننویستل کیږی او د رادیولوژیک کنترول لاندی (یا د التراساونډ او یا هم CT ) کنولا صفراوی قنات ته تیریږی او کامیابه مداخله د کثیفه موادو د زرق څخه وروسته معلومیږی پدی کی په اوبو کی منحل کثیف مواد زرق کیږی او صفراوی سیستم پری مشاهده کیږی ددی پواسطه په زیات تعداد تصویرونه د هغه ساحی اخیستل کیږی کوم چی تضیق لری او صفرا هم اخیستل کیږی او سایتولوژی ته استول کیږی علاوه پردی ددی معاینی پواسطه کولای شو چی صفراوی طرقو دریناژ بهر خواته او یا هم ددی لاری په صفراوی طرقو کی یو stent کښیږدو او دا تر ډیر وخت پوری پکی پریښودل کیږی او بیا دا track متوسع کیږی او یو نازکه flexible کولیدوکوسکوپ پکی داخلیږی او تر څو د تضیق څخه بایپوسی واخیستل شی او هم که ډیری موجودی وی نو ؤبری تری ویستل کیږی خو په عمومی ډول په ژیړی ناروغانو کی که ناروغ خبیثه تضیق ولری او د ښیی او چپ کبدی قناتونو څخه پورته وی نو PTC ته نسبت ERCP ته ترجیح ورکول کیږی.

۱۰ . PEROPERATIVE CHOLANGIOGRAM:- د خلاصی او لاپراسکوپیکی کولی سیستیکتومی په      مهال یو متیتر په سیستیک قنات کی ایښودل کیږی او کثیفه مواد زرق کیږی. ددی تخنیک پواسطه کولای شو چی د اناتومی ښه وګورو او اساسا په صفراوی لاروی یک پاتی ډبری وګورو نو ددی لپاره د ناروغ ملا لاندی د عملیات په وخت کی یو image intesifeir ایښودل کیږی د عملیات میز سر په ۲۰ درجو ټیټيږی تر څو داخل الکبدی قناتونه ښه ډک شی خو سره لدی باید دقت وشی چی زرقی کثیفه موادو سره هوا تیره نشی ځکه هوا کیدای شی چی د ډبری پشان خیال ورکړی او موږ ته غلطه لارښوونه وکړی.   ۲۵-۲ انځور د عملیات په مهال د کږلانجو ګرام ترسره کول

۱۱ . (choledochoscopy) operative biliary endoscopy:-  د عملیات په مهال یو فلکسیبل اندوسکوپ د سیستیک قنات د لاری تیریږی او مشترک صفراوی قنات ته داخلیږی تر څو پری ډبری وکتل شی او د مستقیمی لیدنی پواسطه ډبره وګورو دا تخنیک هم د یو ایکسری intensifier سره یو ځای ترسره شی تر څو په بشپړ ډول تری مطمین شو وروسته د صفراوی قنات د خلاصول څه یو تیوب په سیستیک قنات کی ایښودل کیږی او یا هم په CBD یو T-TUBE ایښودل کیږی او د صفراوی لارو دریناژ تر سره کیږی نو د ۱۰-۷ ورځو وروسته یو Track جوړیږی چی دا ترک د کولیدوکوسکپ د تیریدو لپاره چی کومی پاتی ډبری دی د هغه د ویستلو په مینظور پریښودل کیږی دا تخنیک د زیاتی مودی لپاره در مغلقو ډبرو په ویستلو کی ډیر ارزښتمن نه وی او د مشترک صفراوی قنات په عملیاتی تفتیش مخنیوی کوی

۲-۱۷ د صفراوی ډبرو درملنه:- ډیر لیکوالان دا وړاندیز کوی چی دا بهتره ده چی ناروغان په بی عرضه ډول تداوی کړی چی یوازی کولی سیستکتومی یی یوازینی درملنه ده خصویا د هغه ناروغانو لپاره چی اعراض او اختلاط یی ورکړی نه وی خو په هر صورت وقایوی کولیسیستکتومی په هغه ناروغانو کی چی دیابتس congenital haemolytic anemia او هغه ناروغان چی د چاقوالی له وجی bariatric surgery کوی ترسره کیږی ځکه چی دا ډله ناروغان د صفراوی ډبرو له وجی د ډیرو اختلاطاتو سره مخ وی او هغه ناروغان چی صفراوی کولیک او صفراوی کڅوړی حاد التهاب ولری نو یوازینی بهتره درملنه یی کولیسیستکتومی ده بدی شرط چی د داخلی له نظره کوم معذرت ونلری خو د مقدمی کولیسیستکتومی د ترسره کولو وخت لا تر اوسهد مناقشی لاندی ده خو ډیری جرحی مرکزونه د مقدمی کولیسیستکتومی په طرف دی او نور بیا موخری جراحی مداخلی ته ترجیح ورکوی. نور بیا…

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: