پاچا که باچا؟

پاچا که باچا؟ کوم یو سم دی؟


دا دوه کلیمې په خپل مینځ کې سره ډیرې ګډې وډې او ننوتلې دي.
یوشمیرکسان ټولواک (پادشاه ـ کینګ) ته پاچا وایي او نور بیا «سید» پاچا بولي.
همدارنګه ځینې یې سیدته باچا او ټولواک ته پاچا وایي.
څومره به ښه وي چې داکلیمه یوه او کره یې کړو.
په کونړکې ډیر سیدان ژوند کوي او د سیمې خلک ټول هغوی ته پاچا یا پاچایان وایي.که کوم پاچادیوچا په مخه ورشي نو ډیربې شانه درناوی یې کوي اودورایه ورته د«په خیرراغلې پاچاصیب»غږکوي.


سید جمال الدین افغان دکونړ«سید»دی.دادنارنجانو غټ باغ چې درته ښکاري، د پاچایانو صاحبانو دی. زمونږدکلي پاچایان ډیرغریبانان اوددرمندونوپه وخت کې «لپه» غونډوي. دپشت دکلي پاچایان ډیرمشهوراوشتمن دي. ویل کیږي چې دآسمار، شال اوشینکوړک پاچایان په حکومت کې ډیرلاس لري. دنرنګ پاچایان ډیردرانه خلک دي. اود «یارګل» دپاچایانوپه اړه ویل کیږي چې که څوک لږه تیروتنه وکړي نودغه صیبان ورته سخت په قاریږي؛ ځکه چې هغوی ډیرتند مزاجه دي.


لیکین دننګرهار«دګلوهار»په زیاتو سیموکې همدې پاچایانو (سیدانو) ته«باچاـ باچایان» وایي. همدارنګه دهیوادپه یوشمیر نوروځایونوکې هم پاچایان، باچایان بولي.
د«ډیورنډ»داستعماري تش په نامه اوخیالي کرښې نه آخواته یانې دپنجاپ له خواپه محکوم شوي افغانستان کې دمیلیونونو په کچه پښتانه ټولواک ته«باچا»اوسیدته «پاچا»وایي. په خپله ارواښادخان عبدالغفارخان ته د«باچاخان »نوم اخلي. دده په نامه چې هره مؤسیسه یاکوم کلتوري ځای وي نوپه بې«ب» (باچاخان) لیکل شوی وي.که په کومه لوحه په انګلیسي دده نوم درته ښکاري نوهغه هم په بي(b ) نه دا چې په پي(p)وي.هغه ته دباچالقب دخلکوله خواورکړای شوی دی اودبې تاج اوتخت باچایې بولي.


زماپه اند،ښه به داوي چې ټولواک (پادشاه ـ کینګ) ته« باچا» ووایواوسیدته «پاچا»، نوبیله شکه چې دپښتودا کلیمې به مو «یوه کړې اوکره کړې وي».
کیدای شي چې ټولواک ته د پاچا د نوم اخیستلو ریښه دپارسي د«پادشاه» نه ورلیږدیدلې وي.هرڅنګه چې وي،وي به، خو که اوس تاسولوستونکي ټولواک ته «باچا» اوسیدته «پاچا» وویوئ نویادې کلیمې به سمې اوکره شي.

your ads

فخر افغان(دا لقب ورته غازي باچا امان الله خان ورکړی دی) ته دباچاخان نوم واخلئ اوپاچاخان ورته مه وایئ! په پای کې که یوځل بیایې تکرارکړوچې: پاچا که باچا؟ بس تاسره خدای په نیکۍ مل شه،ټولواک ته باچا او سیدته د پاچا نوم غوره کړئ!

دایادونه هم باید وشي چې: په کونړ او پیښورکې کله هم ماشومانې جینکۍ له ټوټونه نینځکې جوړې کړي نویوه په کې لږه وړه او دنارینه شکل یې ورکړی وي.دغې نرشکله نینځکې ته «پاچاګی» وایي. دې پاچاګي ته کله کله بله نینځکه ودوي اوپه واده کې یې دیرالونه(چمبې)هم وهي.

که په پیښور او یاکوم بل هیواد کې سیاسي غونډه یامظاهره (جلوس) راوتلې وي نوددولتي اوحکومتي مشرې یامشر څیرې ته ورته پاچاګی یې جوړکړی وي اوپه اخیرکې ورته اورورواچوي. دغې پاچاګي ته چې په حقیقت کې دیوه ګوډاګي مشرکاپي وي، نو که«پاچاګی»ورته ووایو بده به نه وي. مثلن (مثلاً ـ دمیثال په توګه) وایو:مظاهره چیانو په پای کې دامریکې دولسمشردونالد ټرمپ پاچاګي ته اور ورته کړ.
«پای»
دلیکلونیټه یې:۵/۲/۲۰۱۸

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب