ټابلیټ K څه شی دی؟ او اغېزي یې

په هیواد او ګاونډ کي د نورو نشه‌ي توکو تر څنګ، ډېر ځوانان په ټابلیټ K روږدي دي. دا ګولۍ په 2008 کي لومړی ځل افغان امنیتي ځواکونو په هلمند کي وموندلې. په دې پوهېږئ چي ټابلېټ K څه شی دي؟ پر بدن څه اغېز لري؟ او څنګه ځان باید ځني وساتئ؟

ټابلېټ K، چي اکسټاسي یې هم بولي، یو ډول نشه‌يي توکی دی چي د امفتامینونو له کورنۍ سره تړاو لري. کېمیاوي نوم یې مېټایلین ډای اوکسي مېټاامفتامین (3,4-Methylenedioxymethamphetamine)، لنډنښه یې MDMA، فرمول یې (C10H13NO2) دی، CAS نمبر یې 42522-10-9 دی.

تاریخچه:

اکسټاسي لومړی ځل په 1914 کي د مرک (Merck) په نامه یوې جرمنۍ درملسازي کمپنۍ د ډنګرتوب او بډلوهۍ (اشتهاء ضد) لپاره جوړ کړل. خو کابو 65 کاله ترې چا ګټنه و نه کړه. روسته جرمني ډاکټرانو دا درمل هغو کسانو ته ورکول چي په نړېواله جګړه کي يې اروايي شوک لیدلی وو. بیا یې پام شو چي تر ګټي یې زیان ډېر دی. نو ځکه یې د جرمني حکومت کارونګ بند او غیرقانوني اعلان کړ. دا خبره د  جرمني ډاکټرانو او ارواپوهانو تر منځ متل ګرځېدلې چي د اکسټاسي په تجویز سره یې د جګړې بلهاریان بیا بلهاري کړل.
د امریکا متحده ایالاتو حکومت هم په 1985 کي د دې درملو کارونګ بند کړ خو سربېره پر دې یې خلګ د شپې په مېلو او بانډارو کي کاروي.

خالص اکسټاسي سپین رنګه پوډر دي. د چڼاسو/پوپنک بوی لري. ناسوچه بڼه یې سره او قهوي رنګونه لري. ټابلېټ K په ناقانونه توګه په ازمونتون (لابراټوار) کي په کېمیاوي ډول د امفتامینونو په مالیکولي جوړښت کي د ادلون بدلونه په پایله کي رامنځ ته کېږي. دا چي هر فرد/کمپنۍ یې په خپله خوښه په خپل ازمونتون کي جوړوي؛ نو ځکه دا ګولۍ له یوې بلي سره جوړښتي توپیر لري. اکسټاسي په هر هېواد کي په بېلابېل نومونه لري. په افغانستان کي یې ټابلیټ K، د خوښۍ درمل، پنج ستاره، ریډ بال، یو و دوه، ډانس، او سوپرمن بولي. دا ګولۍ راز راز بڼي لري چي پر ځینو K لېکل شوې وي، ځیني یې زړه وزمه وي او پر ځینو د ستورو انځور وي. اکسټاسي نن سبا د ګولیو سربېره؛ د پوزي د پوډرو، کپسولونو، پلسټرونو، د دودولو او ستني (پېچکارۍ) په بڼه کي هم موندل کېږي. په هره ګولۍ کي یې د نشه‌ي توکو کچ له 9 څخه تر 117 میلي ګرامو پوري وي او د نورو ورګډو کېمیاوي توکو کچ چي لمسوونکي خاصیت لري؛ توپیر لري.

ځوانان یې په ټولیزه توګه د سندرو او ګډا په بانډارونو کي د خوښۍ او هیجان د ډېرښت او همدارنګه د نوږیزي (جنسي) پياوړتیا لپار کاروي چي پایله یې د ناخوندي نوږیزو اړيکو او د ساري ناروغیو لکه؛ اېډز، تور ژېړي، تور ټپ او نورو د لېږد لامل کېږي. په افغانستان کي يې ډېری نوي ځوانانو په ښوونځو کي تر لاسه کوي او په ښوونځيو او کورونو کي يې خوري.
ټابلېټ K د انسان روغتیا ته دومره زیان لري چي حتی د یوې ګولۍ خوړل یې د مغز ژونکي (حجرې) وژني یا زیانمنوي او د اندني (تفکر) او هوډګرۍ ځواک يې ځپي.

د دې درملو ځنګیزو زیانونه دومره ډېر دي چي حتی ځیني یې د بیارغېدنګ وړ نه دي ځکه خو یې د نړۍ په هر کونج کي کارول بند دي.
دا ګولۍ په لومړيو کي د خوړونکي پر روغتیا ډېر اغېز نه پرېباسي؛ یواځي نشه راوړونکی خاصیت لري خو د وخت په تېرېدو سره پر ټول بدن په ځانګړې توګه پر عصبي سیسټم او سترګو ناوړه اغېزه کوي. تر دې چي ځیني کسان ځان وژني ته اړ باسي.

پر مغز او بدن د ټابلېټ K اغېزي:

ټابلېټ K له 20 تر 90 دقیقو روسته پر مغزو اغېز کوي، له 2 تر 3 ساعتو پوري یې اغېز زیات وي، او تر 24  ساعتو پوري خپل اغېز ساتي. دا ګولۍ حافظه، د پېژندني حس، او انديز ځواک اغېزمنوي او ډېر کله اضطراب او وېره رامنځ ته کوي. کله نا کله روږدو کسانو ته داسي اروايي ستونزي پېښېږي چي د درملني وړ نه وي. که چا اووه کاله وړاندي یو ځل هم ټابلېټ K خوړلې وي؛ په CT-Scan کي یې پر مغزو ناوړه اغېز لیدل کېدای شي.

هغه کس چي ګولۍ خوړلې وي؛ ډېر هېښ (هیجاني) او مست وي. ساعتونه ساعتونه ګډا و ټوکي کوي او خاندي خو ورسته ستړی، ګډوډ، ناقرار، ناخوښه، خوله یې وچه او د بدن تودوښه او د زړه ټکان یې لوړېږي چي کېدای شي د مړیني لامل یې شي. ځکه چي د زړه د ټکانو ګډوډي، د ویني لوړ فشار، د بدن د اوبو او منرالي توکو لکه سوډیم او کلورین کمښت، او د پښتورګو ناسم کار پر مغز ناوړه اغېز کوي چي کس د مرګ تر پولي رسولی شي.

د ټابلېټ K  اوږدمهاله اغېږي:

لومړی: بې موخي، بې مسولیته او بې پروا ژوند.
دویم: له ورځنیو چارو لکه کار، لوست، تکړښت، ناستي پاستي څخه ناخوښي او بې علاقه‌توب.
درېیم: د ژامي د غړو کمزوي او د دواړو ژامو نښت.
څلورم: د غاښونو سولېدل.
پنځم: د کورنۍ له غړو او ملګرو سره سوړ چلند او حتی د هغوی پرېښودل.
شپږم: د سترګو د لید کمی.
اووم: د خوب ډېرښت.
اتم: عصبي ګډوډي، ډېر احساستي کېدل او وېره.
نهم: پر ځان د باور کمی.
لسم: له څه مودې روسته؛ نورو نشه‌يي توکو لکه د اپیمو، کوکاینو او هیروینو ته لېوالتیا.
یوولسم: د پوستکي ستونزي او ټپونه.
دولسم: په نرانو کي د تیانو غټېدل.
دیارلسم: د نرانو شنډتوب
څوارلسم: د هډوکي پوکي او ژر ماتېدنګ
پنځلسم: ځان وژني ته زړه ښه کول.
د تشخیص لاري چاري:
د کارونکي له میتیازو، پوستکي او وېښتانو څخه نمونه اخيستل کېږي.

درملنه:

وړاندي مو وویل چي ټابلېټ K دماغي ژونکي له منځه وړي؛ او د دې ژونکو بیارغون ناشونی یا هم ډېر ستونزمن دی. ځانګړې درملنه نه لري. هغه کسانو ته چي راوايي ستونزي ور پېښي شوې وي؛ د اوږدمهال لپاره دې یې اروايي درملنه تر سره شي. د مخنیوي تر ګردو ښه لاره دا ده چي مور و پلار دي خپل نوي ځوان بچي له نيژدې وڅاري!

یادښت: لیکنه له ګرامري اړخه؛ پوهاند زیار کتلې کړې.

ډاکټر ظهیر

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب