يوازې په یو کال کې د شرابو د څښاک له امله ۳ میلونه تنه وژل شوي

د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی، چې په ۲۰۱۶ کال کې تر ۳ میلیونو زیات کسان د الکولي موادو د څښاک که کبله مړه شوي.

د سرچینې له مخې د دغو موادو له وجې د مړو کیدونکو کسانو شمېر په نړۍ کې د انسانانو د ټولې مړینې ۵ سلنه جوړوي.

د نوې څېړنې جزیات 
یاد شوي سازمان په تازه ګام کې د خپلې یوې څېړنې پایلې خپرې کړې، چې له مخې یې د الکولي موادو څښاک پر ځوانانو ډېرې بدې اغېزې کړي.

د څېړنې مطابق له وخته د مخکې مړه کیدونکو ۷،۲ سلنه ځوانانو د زر مړینې دلیل همدا دی، چې الکولي مواد څښي.

د نړیوال روغتیایي سازمان د دغې څېړنې پایلې د روان ۲۰۱۸ کال د سپتمبر په ۲۱ مه نېټه خپرې شوي.

یاد شوي سازمان دغه څېړنه په نړۍ کې د الکولي موادو د وضعیت په نامه کړې. په ژنیو کې د ملګرو ملتونو دفتر هم له روغتیا نړیوال سازمان سره په دې څېړنه کې همکاري کړې ده.

اقتصادي زیانونه
د یادې څېړنې د پایلو په راپور کې راغلي، چې پر ځاني زیانونو سربېره د الکولي موادو استعمال خپلو کارونکو ته درانه اقتصادي زیانونه هم اړولي.

د دې زیانونو دقیق معلومات نه دي وړاندې شوي، خو روسیه، مولداوي او بلاروس هغه هېوادونه یاد شوي، چې په تېره لسیزه کې پکې د الکولي موادو بیه له بل هر ځای څخه ډېره کمه ده .
د دې دلیل هم نه دی روښانه شوی.

په جنسیتي لحاظ د قربانیانو شمېر
د یادې څېړنې پایلې څرګندوي، چې د الکولو له وجې د مړه کیدونکو کسانو له څلورو برخو یې درې برخې نارینه دي.

پر مړو سربېره د ژوندیو الکول څښونکو ارقام هم په څېړنه کې وړاندې شوي او ویل شوي، چې د دوی شمېر څو سوه میلیونه کسانو ته رسیږي.

په دوی کې ۲۳۷ میلیونه کسان نارینه او ۴۶ میلیونه نور ښځینه دي.

جغرافیوي وېش
د څېړنې پایلې وایي، چې په الکول کارونکو کې اروپایان هم د نارینه وو او هم د ښځینه وو په کچه نړیوال مقام لري.

د شمېرو مطابق، په ۲۰۱۲ کې د اروپا لویې وچې د ټولې نړۍ په کچه ۱۰،۹ او په ۲۰۱۶ کې ۹،۶ سلنه الکول څښونکي لرل.

هلته سره له دې، چې د پخوا په پرتله د الکول څښونکو شمېر کم شوی، خو د نورو سیمو په پرته لا هم زیات دی.

د کارپوهانو نظر
د راجیون جالان په نوم د لندن پوهنتون یوه څېړونکي ویلي، چې په اروپا كې له ۱۶ کلنۍ پورته عمر لرونکي کسان د الکول څښلو اجازه لري.

د ده په خبره هلته پر الکولو د معتادو کسانو ۴۴ سلنه کسان له ۱۵ کلونو څخه تر ۱۹ کلونو پورې عمر لري.

هغه نیوکه کوي، چې په اروپا کې شراب دومره عام دي، چې ان د ښوونځیو او پوهنتونو د جشنونو پرمهال هم څښل کیږي.

پروفیسور جالان اروپا تورنوي، چې د الکولو د مخنیوي لپاره کوم مسولانه او سم سیاست نه لري.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب