شعرماشومانو کیسې

يا شل پيازه يا شل دُرې ـ منظوم نکل

د پخواني وختو کيسه ده نقل سوې
د اولنو له خوا رشتیا ده بلل سوې

په ليري پروت یوه هیواد کي يو مُلزم
د محکمې له خوا اعلان سو پړ مُجرم
بیا د سزا فيصله وسوه محکمه کي
چي شل دُرې يا به شل پياز خوري عجله کي
مُجرم خوشال سو ويل پياز و ماته راوړئ
مرور وږی وم اوس ناز و ماته راوړئ
له دُرو پياز ښه دي خپل نس به زه په موړ کړم
بيا به په ډک نس حرکت د کور پر لور کړم
شل لوی لوی پياز راوړل عسکرو محکمې ته
ځير ځير کتونکي ول حاضر و نندارې ته
د اوم يو پياز مُجرم شروع کړلی خورک
تر انار لوی ؤ تر ډبري ؤ لا کلک
پوزه او سترګي د مجرم سولې روانې
بدن يې رېږد واخيست ويل مورکي جانې
په دې دنیا راباندي وسو د خدای قهر
چي په ژوندو راباندي خوري د زقوم زهر
ويل زه تېر تر دې خوراک يم دُرې غواړم
د خوَږ په وړاندي لږ وُ ډېر حوصلې غواړم
بيا جلات راغلی ورته کش يې کړه دُره
خوَږ سو مُجرم له خولې يې ووته نعره
ويل د خدای پار دی چاړه ده که دُره ده
و دغه خوَږ ته خو دوږخ شکر بوره ده
بېرته پياز غواړم کړئ جلات راڅخه ليري
ريږدي زما پښې او غړي نور ټوله له بيري
بیا پياز حاضر سول په خوراک يې شروع وسوه
خو په مُجرم باندي بيا هغه موضوع وسوه
ويل دا پياز دي که سکروټي دي د اور
دغه ترخه زهر خوړلای نه سم نور
ويل زه تېر تر دې خوراک يم دُرې غواړم
د خوَږ په وړاندي لږ و ډېر حوصلې غواړم
تکرار سوه څو واري موضوع دغه ناسازه
مُجرم شل وخوړې دُرې او هم شل پيازه
چي اراده لري پخه هغه کامياب وي
متزلزله بې تصميمه ټول کرياب وي

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۶ کال د فرورۍ دويمه نېټه، بون

Tags

wasiweb Team

لیکوونکي : د وسیع ویب لیکوالي ټیم

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error:
Close
Close