ویټامین اي؛ دندې، ګټې، زیانونه او سرچینې Vit E

د سورة اعراف په ۱۶۰ آيت کې الله تعالی فرمايي:
له هغو پاکو شيانو څخه چې مونږ درکړي، وخورئ.
نوي مطالعات ښيي چې يوازې ۲۵ سلنه وګړي، خواړه له پروسس څخه پرته په هماغه طبيعي بڼه خوري او پاتې چې ۷۵ سلنه وګړي، له پروسس شوو خوړو څخه استفاده كوي.
ويتامين اي عموماً په پروسس شوو غذايي موادو کې لږ پيدا کېږي، حال دا چې د طبېعي خوړو څخه استفاده د وجود د ويتامين اي د پوره کولو غوره لاره ده چې ورسره د وجود د نورو اړينو موادو كمښت هم پوره کېږي.
[irp][irp][irp]

په بدن كې د ويټامين اي دنده:

ويتامين اي د وجود لپاره ډېره مهمه مغذي ماده ده ځکه چې دا د وينې د سرو کروياتو د جوړېدنې، دوام او ژوند لپاره حياتي حيثيت لري. د وينې سره کرويات د انسان ټول وجود ته د ژوند لپاره ضروري مغذي موادو او اوکسيجن د رسولو مسئوليت لري. ويتامين اي کولای شي د بدن حجرات د هغه زهري موادو په مقابل کې چې وينه کې موجود دي د تخريب څخه وساتي؛ همدارنګه د ادرينال (فوق الکليه) او هيپوفېز د غدو د هورمونونه ساتنه هم كوي. د وينې فشار کم ساتي، د شريانونو له جدارونو څخه د کولسترول بقایاوې لرې کوي او د وجود د شحمياتو په تجزیه کې رول لري.همدا شان ويتامین اي د زړه او د ویښتو د صحت لپاره هم ضرور دی.
د ويتامين اي کموالی د تخریشيت، د سرو کروياتو تخريب، سالنډي، شنډېدل يا عقامت، سرطان، د عضلاتو ضعيفي، د ماشوم بېمودې زيږيدل، د پښتورګو او ځيګر تخريب او د زړه د ټكان سبب کېدلای شي.
د برتانيې طبي ټولنه توصيه کوي چې ويتامين اي منابع د وقايوي تداوي په حيث، همدارنګه د بعضو امراضو لکه داخلي او خارجي زخمونو، نسجي تخريباتو، نيم سري، د سترګو او پوستكي د ناروغيو، د ويښتو د تويېدلو، دعضلاتو د امراضو، او د سږو د تخريب د تداوي لپاره ورکول کېدای شي.

ويټامين اي د لاندې كسانو لپاره توصيه كيږي:Nuts-Mixed-2

• هغه کسان چې په ډېره اندازه د غير مشبوع غوړيو څخه استفاده كوي.
• حامله ښځې.
• هغه ښځې چې د ولادت کنترولونکي درمل يا استروجن استعمالوي.
• له مودې وړاندې زيږيدلي ماشومان.
• سګرتيان.
• هغه کسان چې د کولمو جذب یې خراب وي.
• هغه ښځې چې د Keloid ناروغي لري.
• د وينې د جګ فشار مريضانو ته.
• د سينې د سرطان ناروغانو ته.
[irp][irp][irp]

د ويټامين اي زيانونه

د دومره ډېرو ګټو او استعمال ځايونو سره سره د ويتامين اي ډير استعمال کله کله له خطره خالي نه وي. د دې تر څنګه چې دا د وجود لپاره يو ضروري توكى دی او که چېرې په ډېر مقدار واخستل شي نو په تشو متيازو کې اطراح کېږي مګر بيا هم ډېر مقدار يې د ځينو لپاره مضر تمامېدای شي. که د ډېرې مودې لپاره روزانه له ۲۵۰ ملي ګرامو څخه زيات واخستل شي نو کېدای شي د زړه بدوالي، د خېټې دردونو، استفراقاتو او اسهالاتو سبب وګرځي.
د ويتامين اي ډېر استعمال کېدای شي د معدې په واسطه د نورو ويتامينونو لکه اې، ډي، کې او د اوسپنې جذب هم کم کړي. هغه خلک چې د وينې د غوټه كيدو ضد دواګانې اخلي نو د داکتر د مشورې نه پرته بايد ويتامين اي وانخلي ځکه کېدای شي پدې توګه يې اندازه غلطه شي او د اختلاطاتو سبب وګرځي.
له ۳۰۰ ملي ګرامو نه ډېر دوز کېدای شي د معافيتي سيستم فعاليتونه مختل کړي او له ۶۰۰ ملي ګرامو څخه پورته دوز کېدای شي د ډيپريشن او ستړيا د ناروغيو سبب وګرځي. هغه ښځې چې د شکرې په ناروغۍ اخته دي بايد پدې وپوهېږي چې د ډېر مقدار ويتامين اي د اخستلو په صورت کې په وينه کې د شکرې د کمېدو حملې (Hypoglycemic Attacks) ورباندې راتلای شي، همدارنګه د وينې فشار هم پورته تلای شي.

د ويټامين اي طبيعي سرچينې:

images

غذايي منابع لکه مڼه، کېله، د جوارو اوړه، کاهو، ګازرې، جوار، د هګۍ زېړ، د چرګ غوښه، سنتره، نعنا، نارنج، مومپلي، شالي، پالک، ورغستلي، آيس کريم او قيماق د ويتامين اي تر ټولو مطمئن منابع ګڼل کېږي..
هغه کسان چې د ويتامين اي له منابعو څخه استفاده کوي نو دې ته بايد پام ولري چې د اوسپنې د سرچينو د اخستلو سره بايد ۸ ساعته فرق ولري. کله چې ويتامين اي د سلينيم، منګنيز، اينوسيتول، فاسفورس او د اې، بي او سي ويتامينونو سره يو ځای واخستل شي نو ډېره ښه نتيجه ورکوي. له بل پلوه هغه کسان چې د حمل ضد ګوليو، کلورين، منرالي غوړيو، غيرمشبوع شحمياتو، خوږو آيس کريمو او سګرتو څخه استفاده کوي بايد ويتامين اي وانخلي..
په لنډه توګه ويلای شو چې ويتامين اي يوه مهمه مغذي ماده ده چې په غذايي موادو کې موجود وي، خو د متوسطو خلکو په غذا کې يې عموماً کموالی محسوسېږي. ډېر داسې امراض او حالات موجود دي چې د ويتامين اي د تداوۍ سره ښه ځواب ورکوي. کله چې ويتامین اي د احتياط او تدابيرو سره واخستل شي صحت ته ډېر ګټور تمامېږي. که مونږ هغه خوراکي مواد چې الله راته برابر کړي وخورو، په يقيني توګه به يادې شوې ګټې او ورسره نورې هغه هم لاس ته راوړو.
را ټولونکی:ډاکټر میرویس مایار
[irp][irp][irp]

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب