وړانګپوهنه یا (Radiology)

وړانګپوهنه یا رادیولوژي (Radiology) یوه لاتیني او یوناني ګړه ده،چي (radio) و وړانګي ته وایي او (logy) په یوناني پوهي ته وایي . رادیولوژي (Radiology) یوه برخه دطبابت ده . رادیولوژي دناروغۍ دڅرګندولو (diagnostics) لپاره او درملني لپاره (therapy) برقي مقناطیسي واړنګي،میخانيکي څپې او اېیونیزي واړنګۍ په کار اچوي .

 رادیولوژې (Radiology)پر دو برخو ويشي،چي یو برخه یې دناروغۍڅرګنده ونه رادیولوژي (diagnostic radiology) او بله برخه یې وړانګیزه درملنه

(radiation therpy) ده . رادیولوژي یوه برخه د (neuroradiology) نویورو رادیولوژي ده او ماشومانو رادیو لوژي ده . په رادیولوژۍ کي چي راځي (sonography/ulrasonics)
، (radiograph)، (computed tomography „CT“)او (nuclear soin tomography) دي .

لومړی : – (sonography/ultrasonics)ماورا یي لوړ ږغ یا سونوګرافي :
دغه (sonography uit)سونوګراف یوه الکترونیکي آله لري،چي ږغ تولیدوي اوزګنالونه سموي او برسېرې پردې تړښتي ځایونه لري،چي مونیتور (monitor)،وېدیویي کمره،دثبت آله (storage media) او دچاپ آله (printer) پوري تړل کېږي .ددغي آلي دږغ فرکونسي (frequency) دانسان تر اروېدلو لوړه ده یاني د (2o kHz) څخه تر (1 GHz)پوري وي . په ناروغۍڅرګندونه (diagnostics) کي د (1 څخه تر 4o MHz) پوري کار اخلي . دږغ سروکی چي په نامه د (transducer) یا (sonde) یاني ږغ استونکی سر يادیږي؛ په دغه سره ډاکټر دماورا ږغ ځپې (ultrasonic waves) دمعائنه کولو دځای خواته لېږي .خو په نسجو پوري اړه لري،چي ږغ په مختلفوډولو سره بېرته راګرځي .

دغه انعکاس ( reflection) ډاکټر په مونېتور (monitor) کي دتصویر په شکل ویني. دغه تصویرو نه و ډاکټرته دمریض دبدن دغړي جوړښت، غټواله اوشکل منظم ښیي . ډاکټران سونوګرافي (sonography ) دناروغانو د ناروغۍ څرګندونه (diagnostics) او دناروغۍ دبهیر لپاره په کار وړي .
دمعائنه کولو پر مهال ډاکټر یوډول اوبه لرونکې ماده (gel) دناروغي پر هغه ځای اچوي،چي ګوري يې؛ دغه اوبړينه ماده (gel) دسروکي ياني (sonde) اودمعائنه کونکي ځای تر منځ هوا نه پرېږدي،چي ومعائنه کونکي ځای ته ور ننوزي او بل هم دږغ امواج (څپې) ښه تېروي .

د (ultrasonics) دماورا لوړ ږغ په مرسته طبیبان دساري په توګه د تریخي ډبره، دپوښتورګوډبره، د ایني ناروغي او دجاغورمرغړي ډېر ژر او په اسانه سره څرګنده وي . دغه عملیه وناروغو ته هيڅ رنګه تاوان نه لري . تردې چي په ښځینه طبابت (gynecology)کي داومیدواري ښځي دنازوکړي کوچیني مراقبت ترلنګواله پوري په دغه آلې سره کوي . د هډوکو په نارغي (orthopedy)کي هم دهډوکو درز، دهډوکو مات ځای،دهډوکونارغي او دمَلادمُورو خوږ په څرګنده وي . دخوځنده غړو او رنګه تصویرو لپاره ددوپلر سونوګرافي (Dopplersonography) څخه کار اخلي . په دوپلر سونوګرافۍ سره طبیب کولای سي،چې دوینومخزن اوتنګ ځایونه اودزړه ږغ اوغټواله معائنه کړي . په دغه آلې سره هم کېدای سي،چي طبیب ژر بېله کومي ستونزي معائنه وکړي .

دوېم :- (radiograph) اکسريز چي په الماني ورته (Roöntgen) وایي : داکسریز وړانګۍ (X-rays) برقي مقناطسي وړانګۍ دي،چي د اکسریزفلم دعکس پرمهال توره وي . وړانګۍ دانسان په بدن کي چي تېریږي څه ضعیفه سي؛نو په دې ډول عکس داکسریزپرفلم باندي بدلون مومي .چي څومره بدلون مومي هغه دبدن په نسجوپوري اړه لري . وازکه، مایچي اوپوټکی وړانګۍ نه ضعیفه کوي خوبرخلاف هډوکي یې ډېر ضعیفه کوي . نوله دې کبله داکسریز پرفلم باندي څه ناځه هغه ځایونه څه سپین ښکاري . داکسریز په ناروغۍ څرګندونه (diagnostics)کي د کلکي وړانګۍ (hard X-rays) او دنرمي وړانګۍ (soft X-rays) خبره کېږي، دلته مهم داده چي برق د ولتاژ له مخه په کیلو ولت (kV)دی،چي داکسریز ګروپانو ته ورکول کېږي .خودادبدن په ساحه پوري اړه لري،چي عکس څرنګه وي؛ داکسریز دګروپانو ولتاژ څه ناڅه د(25 – 35 kV) پوري وي . خو په (mammography) یاني دښځو دتیو په عکاسۍ کي د (38 – 120 kV)پوري برق ټاکل کېږي .هرڅومره چي وړانګۍ نرمه وي هغمري د ولتاژ (kV) يې لږ وي . یوه لویه برخه دوړانګو دبدن دنسجو له خوا جذبیږي؛نوله دې کبله ډېر وړوکي دبدن نسجونه په فلم کي لیدل کېږي .

او په (mammography ) ماموګرافی یاني د تیو په عکسوکي دوړانګیو فشار پر بدن ډېر وي . ډېر ډاکتران په دې نظر دي،چي دماموګرافۍ په معائناتوکي دسرطان ناروغي لازور اخلي . کلکي وړانګۍ (hard X-rays) تر (100kV) ډېر برق په نسجو او موادوکي لکه ( کج تا حتی چي سُربي پېشګیرکان ) ته ور ننوزي . دسږي په عکاسۍ کي (120 kV) برق ضروري دی؛که داسي نوي نودپوښتیو سره د سږي په عکس به ډاکټر سم نه پوهېدای . ډاکټران داکسریز وړانګۍ دناروغۍ څرګندونه (diagnostics) لپاره لکه دهډوکوناروغي، داندامونو پرابلېم اودسږي دنارغي لپار په کار وړي . حامله داري ښځي اجازه نه لري،چي داکسریز عکس واخلي .

درېم :- (Computed tomography „CT“ )
CT یوه پرمخ تللې اکسریزي عملیه ده،چي په ۱۹۷۴ م ک کي په کار واچول سوه . دغه آله دغټ نل په شاني سوری لري،چي دعکس پرمهال ناروغی ورننه باسي . دعکس پر مهال یوه ځانګړې اکسریزي کمره دناروغ پرناجوړي ځای شااوخوا راګرځي ،چي په دغه وخت کي پرهر دوو ملیمتر باندي یووړانګیز عکس اخلي ډېر ځانګړیزعکسونه په کمپیوتر کي سره یوځای کېږي،چي په دوه ابعادي عکسو سره سمیږي . داړتیا پر مهال کېداسي،چي درې ابعادي عکسونه هم په لاس راسي . څرنګه چي د (CT) عکسونه تر اکسريزي عکسوپوري رنګي توپیر لري، نوډاکټر کولای سي چي نسجي ډولونه لکه : هډوکي، وازګه اومایچي دلته په ښه ډول او جلاتوګه په عکس کي وپېژني . (CT) دنارغۍ څرګندونه (diagnostics) لپاره لکه : دمغزوسکته (apoplexy)،دمّلادمُورې خوږ، دسردمغزوخوږ اودمغزوسرطان (brain tumor) دپېژندني کاراخلي . مډرن (CT) کولای سي،چي دخوځنده زړه ښه روښانه عکسونه واخلي. دوړانګو خطر یې تر اکسریزي وړانګو ډېر دی .

څلرم :- (nuclear spin tomography „MRT“) :
په الماني دغي عمليې ته (Magnetresonanztomographie „MRT“) اوپه انګلیسۍ ودغه عملیې ته (Magnetic Resonance Imaging ) وایي . ددغي مقناطسي عملیې بل نوم چي دسریزي سره یې مانا هم سمه ده په المانان ورته (Kernspintomographie) وایي . دغه لنډيز (MRT) ټوله پکار وړي . عملیه یوه ده خونومان یې ډېر دي . په (MRT) عملیې باندي دانسانانو یادژوو دبدن څخه مقطعي عکسونه اخستل کېږي، چي دعکسو له مخي دبدن پر غړو باندي دناروغۍ اودبدلون نښي وپېژندل سي .

ماګنېت رېزونانس توموګرافي (magnetic resonance tomography) ډېري قوي مقناطسي ساحې او برقي مقناطسي متغیري ساحې لري، چي دغه په رادیو فرکونسي ساحه کي ، له دغه سره څرګنده اتمي حستي لکه :[د هادروجن حستي/پروتونونه ]په بدن کي خوځښت راپیداکوي چي په آخِذه يي برقي دوران کي برقي زیګنالونه جوړه وي . په دغي آلې کي اکسریزي وړانګي یا ایونیزي وړانګۍ (ionising radiation) نه جوړېږي اودغه خطر نه لري . (MRT) دبدن دنرمو ځایوڅخه لکه : مایچي،مفصلي نسجونه،ککرکي،دمَلامُورې،دسرماغزه اود زړه څخه ډېر ښه عکسونه اخلي . په بدن کي د ډېر وړوکی خوږ ځای نښه کېداسي چي په عکس کي څرګنده سي . په کونترست مواد(contrast medium) سره کولای سي،چي دعکس کیفیت لا لوړ کړي . دغه مواد ترمخ تر عکاسي د ناروغ په وريد کي پېچکاري کوي،چي ناروغي ته کوم تاوان نه لري .
کله چي ناروغی دعکاسۍ پرمهال دغټ نل په سوري کي پروت وي ددغه سوري پر شاوخواقوي مقناطیس راڅرخي لوړ ږغ لري؛ نوله دې کبله ناروغی غوږوکي پرغوږ ږدي،چي دغه دربی اوږغ وانه وري .

لیکونکی اوژباړونکی محمدسرور وکیلي
اخځونه : Wikipedia
ژباړه د یوې المانۍ روغتیایي مجلې څخه

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب