ولې مونږ د کاروان څخه وروسته پاتي شو؟

دنړۍ دقومونودسيالۍ په هنداره کي ترټولوبد اودنظره لويدلۍ حالت ديوقوم وروسته والی دي اوکله کله دا حالت پخپله يوه ملت اويوه امت ته مشکلات پيدا کوي اوهغه په يوه فکري اوروحي بى ثباتۍ سپاري اوبالآخره په ځان باندى يې اعتماد کميږي په نتيجه کې دنورو ملتونو دتقليد لار انتخابوي، يواځې دا نه چې ترابده په يوه ملت دپرمختګ لاري بندوي بلکي په ډاګه دغسى اوضاع دهغه مستقل موجوديت له منځه وړي.

په غرب کې دعلم پرمختګ اود سياسي نظامونو اصلاح اود ملتونولخوا دمنحرف مسيحي دين طلاق وکولي شول چي غرب ديوهماهنګ ټيم په شکل په ځان باوري کړي اودغه وروسته پاتي غرب دصليبي جنګونوپه سلسله کي داسلامي نړې نه ډيرڅه زده کړه اودوى يي د فکردمرحلى څخه دعمل مرحلي ته و لېږدول.

١٧او١٨پيړى کې چې اروپا په اجتماعي اوسياسي لحاظ په پوخ اوعميق بدلون پښه ايښې وه ددى موقع په لاس ورغله چې خپل سرسخته رقيب عثمانې خلافت په وړاندى پاخه پلانونه اودسيسې جوړې کړې اوددې په مقابل کې ولاړعثمانې خلافت په وروستيوکې دکاواکه اجتماعي اوسياسي وضعى له امله دغرب په مقابل خپل ثبات له لاسه ورکړاونتيجه داشوه چى دعلم په بنيادجوړه شوې اروپا او ديهودو په لاس تنظيم شوي غرب څو واره د هغه خلافت نه قوي وو چى په ملتونوکې دعثماني کورنۍ په خاى دانګليس کورنۍ سره مينه اوارتباط وه اوملتونه يي په هغه وخت کې دومره ويده اوناخبره ووچى ملک شريف اومصطفى کمال داسلامي اوعربي خلافت غبرګه جنازه خښوله اودوى يې په جشنونو او دريا ګانو هرکلى کاوه.

اودمسلمانانود بې ننګۍ حالت په لړ کې جنرال ګوردن دصلاح الدين سرته ودريده خپله نيزه يې خښه کړه اوويې ويل صلاح الدينه مونږبياراغلو…؟

داستعمار بياراتک اسلامي نړۍ ته نوې نخرې راوړ ې اسلامي امت يې په ډلوټپلووويشه اودسياسي امتيازاتو په  واسطه يې حاکم رجال اوکورنۍ ځان پورې وتړلې که څه هم دخلافت نه مخکې سيدجمال الدين افغاني اودهغه شاکردانوهڅه وکړه چې اسلامي نړۍ يوموټي کړي او داسلامي امت ډوبه کښتۍ د پورته شوي طوفان څخه وژغوري اودسمندرساحل ته يې  پورې باسي ولې داهڅي داسې وخت کې وى چې طوفان نيمايې لاره وهلې وه اومنزل ته يې ځان رساوه.

your ads

دخلافت دسقوط نه وروسته د حسن البناء او مولانامودودي افکارؤ چې يې وکولاى شول  پدې نامتوازنه فضاء کې داسلامي نړۍ نه دبيرته والي پرده پورته کړي اودا کار د اسلامي تحريک دپاتې ګامونو لپاره د زينې حيثيت لري اودځوان نسل دمکمل اوعاجل سقوط مخه يې ونيوله که څه هم دسيدقطب ليکنو پدې رابطه ډيرڅه وکړه، اسلامي نړۍ يې دځان اواسلام په رابطه په علمي ډول په جريان قانع کړه.

ولې ددى ټولو په سرکې دهغه اساس اومبدا سره چي حسن البناء داسلامي نړۍ دويښتابه په جهت کې مطرح کړه دځوان نسل هم اهنګۍ ته منطقي دعوت وه خوکيسه دحسن البناء اوسيد قطب په ليکنو حل شوې نده ځکه چې دغرب اوامريکا داخلي نماينده نظامونه لاتراوسه په اسلامي نړۍ مسلط دي افغانستان ،عراق ،فلسطين لاتراوسه وينوکې لمبيږي اودغو نظامونو اسلامي نړۍ دپرديوپه ليکه روانه کړې اودغرب سره دسيالۍ اومقابلې په ميدان کې دپروني عثماني خلا فت په شان دپردي کوټ په واسطه  شرط تړي.

ددى خبرې يادونه ضروري ده چې د اسلامي حرکت دکار اوفعاليت اودافغانستان جهاد په نتيجه کې چې دکمونيزم د الحادي څپې توره له کاره وغورځيده دا داسلام لپاره لويه فتحه وه خوکمونيزم خپله دغرب اوصيهونيزم دسيسه وه چې دهغې په واسطه داسيايي اوروسيي نژاد هيوادونودپرمختګ مخه ونيسي.

ددښمنۍ اصلي طرف پخپل ځاى پاتې وه که څه هم اقبال لاهوري اوسيد قطب له نظره دکمونيزم په مقابل کې دبري شرط داوه چې اسلامي نړۍ دسرمايه داري نظام خلاف خپل دښمني اوموجوديت وښيي ولې حالات داسې راغلل مخکې لدې چې اسلامي نړۍ سرمايه دار ګروپ سره دټکرخبره واچوي روسيې ځان رامخکې کړ چې نتايچ يې روسانو وکتل اوس خوکمونيزم ختم شوى اوس خوخبره هغه خواوته پاتې ده چې ددښمنۍ زرکلنه سابقه لري.

دغربي پوهانواوسيد قطب له نظره نورنود سپين پوستوغربيانو دسيادت دورختم شوى اوغربي تمدن نور د ادامې چانس له لاسه ورکړى راتلونکى داسلام دى ولې په هرصورت غرب په مادي لحاظ داسلامي نړۍ په نسبت زردرجې وړاندې دی اودهغه په لاس کې کې ډيرڅه شته دی.

غرب پخپل ځان کې دتحول اوتجديد نظراستعداد پيدا کړى دهمدې ځايه هغوي غواړي دخپلو رهيبووسايلوپه ذريعه داسلامي نړۍ دپرمختګ استعداد ختم اوپدې اسلامي نړۍ کې راټول شوي ملتونه اواستعدادونه په دوهمي مسايلو کې مصروف وساتي.

اوسنۍ وضعه اودغه وروسته پاتې حالت تيارې چې اسلامي نړۍ پکې پريوتې ده هيڅکله له هغې اسلامي نړۍ سره سر نه خوري کوم چې په تاريخي لحاظ يې دنني غرب په نسبت اوچت مقام ګټلى وواوپدې رابطه له مونږسره څوعمده دلايل شته لومړى تاريخي اسناد هلته چې پرون په٩پيړۍ کې داندلس ښارونه دشپې لخوا چراغان وو پداسې حال کې چې د١٨پيړۍ په سرکې ايله دالمان ښارونه چراغان شول چې داکارهم دمذهبي پاپانوله خوا غيرمذهبي وګڼل شو.

همدادغربي مدنيت متکبره استادان ووچې پروني اندلس اود ايټاليا په جزايرو کې زما ابن راشد اوابن سيناپه وړاندې دشاګردۍ ګونډې وهلې اوپه تجربوي علومو کې ترهرچا وړاندې مسلمانانو ددغه علوموالفباء کشف کړه طب ،زراعت اوصنعت چې په پروني اندلس کې کوم پرمختګ کړى وه پنځه پيړۍ وروسته غرب په تدريج سره هضم اوننۍ غربي نړۍ رامنځتته کړه په اندلس کې دزده کړې لپاره عربي ژبې دننۍ انګليسي ژبې اهميت درلود.

داندلس په مدرسوکې دغرب تکړه شاګردان ديره کيدل اوپاپانو يې دننۍ اسلامي نړۍ په څير دغرب دبې دينه کولوکارګاڼه.

داندلس دښارونوکوڅې په تيګوفرش وې په داسې حال کې چې ترڅنګ يې فرانسويان د ښارونوکوڅوکې ترزنګنوپورې ډوبـيدل

دپرمختګ دعواملو له مخې اسلامي نړۍ:
اسلامي نړۍ دبشر دترقۍ لپاره ترټولوبهترين موقعيت په لاس کې لري د درې وچو دپيوست کرښه، ټولوبحرونوته خلاصې لارې،او ښه بشري استعدادونه لري.
اسلامي نړۍ دطبعي زيرموله پلوه غني سيمه ده دنړۍ ټول اقتصادي شارګونه ددى سيمې په محصولاتواوصادراتوفعال دي نفت چې په نني ژوند کې محرک اوحساس عنصردى پدې سيموکې قرار لري ترټولواوچت شى چې مسلمانانوسره شته هغه اسلامي تهذيب اوديانت دی اودبلې خوا همدا دا سلام دين دی چې دعلم اوعلمي پرمختګ سره هماهنګ دی نو څنګه کيدی شي چې اسلامي نړۍ ددې وروسته پاتې حالت ،جهل ،فقر، سياسي تشتت په واسطه مسلمانانوته دعذراوپلمې چانس ورکړي ولې ددې سره بيا هم اسلامي نړۍ د وروسته والي په لمبوکې سوزي او لاپسې سوځيږي..!

د وروسته پاتي عوامل:
که رښتيا غواړو داحالت تغيرکړو لومړۍ د وروسته والي عوامل وپيژنواودوهم قدم کې دغه عوامل له بنياد څخه وباسو ، دوروسته والي عوامل عبارت دي له :
١:عسکري استعمار
٢:دنورومدينيتونوپيروي اوتقليد
٣:جهل اونا پوهي
٤:تفرقه
٥:تپل شوې جګړې
٦:ځان غوښتونکي خودخواه قيادتونه
٧:دپرمختللې تيکنالوجۍ اودغرب انحصاري پاليسۍ
انشاءالله په راتلونکي کې به په هر عامل تفصيلي بحث وشي

سيدحامد حماس

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب