ولې بودجه نه مصرف کېږي؟

افغانستان یو له جګړه ځپلو هېوادونو ‎څخه دی چې دا څلوېښت کاله جګړې زموږ هېواد یې په هر لحاظ ځپلی دی تر ‌‌‌‌‌‌ډېرو اوږدو جګړو وروسته افغانستان کې یو حکومت جوړ شو چې نړیوالو ورته پام شو د مرستو لړۍ پيل شوې خو د افغانستان د خلکو اقتصاد پرې جوړ نه شو ځکه چې دا مرستې شخصي جیبونو ته لاړې او ولس همداسې در په دره پاتې دی .

‎افغانستان انکشافي کارونو ته اړتیا لري چې باید تر سره شي ځکه چې همدا د ولس غوښتنې او اړتیاوې دي ، هر کال د ولسي جرګې له لوري بودجه پاس شي خو موږ ګورو چې کال آخر ته ورسېږي خو بودجه نه مصرف کېږي او همداسې پر ځای پاتې شي دا د ولس د مایوسۍ سبب کېږي دا د ولس په مریو د پښو کېښودلو معنی لري ځکه چې همدا د ولس حق دی او دولت باید د ولس حقونه پر خپل وخت ورکړي، ولس کلینیک، ښوونځي، سرکونه، پلونه، او داسې نورې اړتیاوې لري خو وزارتونو ته ځانګړې شوې بودجې ورکې شي، او ټولې ستونزې پر خپل ځای پاتې شي.

‎یو طرف بې کفایته وزیران په خپلو شخصي کړنو بوخت دي او د ولس ستونزې ورته هېڅ کومه معنی نه لري، بل طرف کومې پروژې چې د وزراتونو له طرفه منظورې کېږي د تدارکاتو په اداره کې میاشتې پرې تېرېږي خو پروسس یې نه کېږي.
‎سره له دې چې ولسمشر ، وزیران او نور چارواکي په دې پوهېږي چې دا ولس له ستونزو سره لاس او ګریوان دی ، دا ولس وږی دی دا ولس مایوسه دی ، دا ولس یو طرف یې ترهګر او جګړې وژني بل طرف یې فقر او لوږه وژني اما څوک به یې درک کړي دا حالات؟
‎که چېرې وزراتونه انکشافي پروژې نشي مصرف کولی باید ترې پوښتنې وشي او د ملي خیانت په تور باید عدلي ارګانونو ته ور معرفي شي تر څو ددې ولس د حق پوښتنه وشي

‎ځکه چې دا یوه ورځ نده دا چارې هره ورځ تکرارېږي ددې وزیرانو په وړاندې د ولسمشر بې کفایتي د همدې سبب شوې چې دوی بېغمه په خپلو کارونو او ځان ته په خدمت بوخت دي او په دې هم ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډه دي چې څوک به ترې حساب ونه غواړي .
‎افغانستان یو داسې رهبر ته ضرورت لري چې دا هر څه په سمه توګه مدیریت کړلی شي د ولس حالات درک کړلی شي، د ولس لوږه درک
‎کړي د ولس درد درک کړي او د ولس په وړاندې ځواب ویونکی واوسي ، او هغه ناکاره چارواکي چې کاري وړتیا نه لري له هغوی څخه د سوال او ځواب کولو جرآت ولري، نو هغه وخت به دا هېواد د آبادۍ پر لور حرکت وکړي .

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب