وخت لکه توره، که يې پرې نه کړې تا پرې کوي!

 

وخت هغه سرمايه ده چې بنده پرې د الله تعالی سره تجارت کوي او پرې د دنیا او آخرت نېک بختۍ غواړي، په کومه اندازه چې دغه وخت د الله تعالی د اطاعت او پیروۍ پرته تېر شي، هغومره د انسان څخه نېک بختي او سعادت ضایع کېږي، همدا وخت یقینا د سرو او سپینو زرو ډېر قیمتي دی، ځکه وخت په مال نه اخيستل کېږي، حسن البصري –رحمه الله- فرمايي: د هرې ورځې سهار غږ کوي: ای د آدم ځویه! زه نوې ورځ یمه ، ستا په عمل ګواهي ورکوم، له ما څخه ګټه پورته کړه چې تر قیامته بیا زه نه راګرځم.

نه والله مسلمان ته هیڅکله دا پکار نده چې د دغه وخت یوه لحظه هم بې ځایه تېره کړي، د مؤمن تل دا کوښښ وي چې له دغه وخت نه څنګه ګټه پورته کړي او په نیکو کارو کې يې خرچ کړي.

قرآن کریم او وخت:

یقینا قرآن کریم په وخت ځانګړی اهتمام کړی دی:

همدا اهتمام يې بس دی چې رب العزت د وخت په مختلفو برخو سوګند کړی دی، الله تعالی په ګهیځ ، ساخت، ماسپښین، مازدیګر، ورځ او شپه سوګند کړی دی: لکه: والفجر ولیال عشر، والضحی، والعصر، واللیل، والصبح.. او د وخت په نورو برخو سوګند کړی دی.

– قرآن کریم کې پر وخت بل اهتمام دا چې: الله تعالی د مسلمانانو عبادتونه پرې تړلي دي: مثلا: هر کال په معلومې نېټې حج، یا میاشتنی عبادت لکه د رمضان د میاشتې روژه، یا اوونیز عبادت لکه د جمعې د ورځې عبادت او د هرې ورځې په معلومو برخو کې عبادتونه لکه پنځه وخته لمونځونه، الله تعالی فرمايي: (إِنَّ الصَّلَاةَ كَانَتْ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ كِتَابًا مَوْقُوتًا) یقینا لمونځ پر مؤمنانو پر ټاکلي وخت فرض شوی دی. همداراز پر وخت نور حکمونه تړل شوي دي مثلا: د ښځې عدت، د ماشوم د تی ورکولو معلومه نېټه، همداراز کفارې.. او نور… دا ټول د دې لپاره چې مؤمن د وخت د اهمیت احساس وکړي.

– قرآن کریم کې پر وخت بل اهتمام دا چې ته یې د وخت ګټې پورته کولو ته را بللی یې: (فَسُبْحَانَ اللَّهِ حِينَ تُمْسُونَ وَحِينَ تُصْبِحُونَ ، وَلَهُ الْحَمْدُ فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَعَشِيًّا وَحِينَ تُظْهِرُونَ) (الروم: ۱۷ – ۱۸). او د الله تسبیح بیانوئ کله چې تاسو ماښام کوئ او کله چې تاسو سهار کوئ، په آسمانونو او ځمکو د همغه لپاره ثنا ستاینه ده، او (د هغه تسبیح وکړئ) کله چې شپه کېږي او کله چې ماسپښین کېږي (یعنې شپه او ورځ کې د هغه پاکي بیان کړئ)، (يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اذْكُرُوا اللَّهَ ذِكْرًا كَثِيرًا ، وَسَبِّحُوهُ بُكْرَةً وَأَصِيلًا) (الاحزاب: ۴۱ – ۴۲) اي مؤمنانو! الله تعالی (د خولې او زړه ذکر سره) ډېر ډېر یادوئ، او د سهار او ماښام په وختونو کې د هغې تسبیح کوئ.

– په قرانکریم کې د وخت پر اهمیت تر ټولو ستر دلیل دا دی چې قرانکریم د كافرو حالت بیانوي چې خپل وختونه يې د الله تعالی د بندګۍ پرته په نورو څیزونو کې تېر کړي: (حَتَّى إِذَا جَاءَ أَحَدَهُمُ الْمَوْتُ قَالَ رَبِّ ارْجِعُونِ (۹۹) لَعَلِّي أَعْمَلُ صَالِحًا فِيمَا تَرَكْتُ كَلَّا إِنَّهَا كَلِمَةٌ هُوَ قَائِلُهَا وَمِنْ وَرَائِهِمْ بَرْزَخٌ إِلَى يَوْمِ يُبْعَثُونَ) (المؤمنون: ۹۹ – ۱۰۰) (دا خلک به له خپلو کړو وړو نه لاس وانخلي) تر دې چې کله د دوی څخه کوم یو ته مرګ راشي نو وبه وايې: چې ما دنیا ته بېرته ولېږئ، هیله مند یم چې زه اوس په دې شاته پريېښې دنیا کې نېک عمل وکړم. خو هيڅکله نه، دا خو صرف یوه خبره ده چې هغه يې بابېزه وايي، اوس د دې ټولو مړه کېدونکو تر شا د دوهم ژوندانه تر ورځې پورې یوه پرده خنډ دی. (يعنې د دوی او د دنیا تر منځ یو پرده حائل ده چې دنیا ته بېرته ګرځېدل نشي کولای)

په نبوي سنتو کې وخت :

لکه څرنګه چې قرآن کریم پر وخت ډېر اهتمام کړی همداراز نبوي سنت هم پر وخت ډېر اهتمام کړی دی:

برزة الأسلمي (رضی الله عنه) فرمايي چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) فرمايلي: (لاَ تَزُولُ قَدَمَا عَبْدٍ حَتَّى يُسْأَلَ عَنْ أَرْبَعٍ: عَنْ عُمْرِهِ فِيمَ أَفْنَاهُ وَعَنْ عِلْمِهِ مَا فَعَلَ فِيهِ وَعَنْ مَالِهِ مِنْ أَيْنَ اكْتَسَبَهُ وَفِيمَ أَنْفَقَهُ وَعَنْ جِسْمِهِ فِيمَ أَبْلاَهُ)

ژباړه: د قيامت په ورځ به د بنده قدم تر هغې د خپل ځای څخه ونه خوري، تر څو هغه د څلورو شيانو په اړه ونه پوښتل شي:

۱- د هغه د عمر په اړه چې خپل عمر يې په څه کې ختم کړی.

۲- د هغه د علم په اړه چې ده په خپل علم څه کړي (څومره عمل يې پرې کړی).

۳- د هغه د مال په اړه چې ده مال د کوم ځايه تر لاسه او په څه کې يې خرچ کړی.

۴- د هغه بدن په اړه چې په څه کې يې مصرف کړی. (یو بل روایت کې د هغه د ځوانۍ په اړه چې ده خپله ځواني په څه کې تېره کړې). دا حدیث صحیح دی.

عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ -صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ- لِرَجُلٍ وَهُوَ يَعِظُهُ: (اغْتَنِمْ خَمْسًا قَبْلَ خَمْسٍ , شَبَابَكَ قَبْلَ هَرَمِكَ , وَصِحَّتَكَ قَبْلَ سَقَمِكَ , وَغِنَاكَ قَبْلَ فَقْرِكَ , وَفَرَاغَكَ قَبْلَ شُغُلُكَ , وَحَيَاتَكَ قَبْلَ مَوْتِكَ) صحيح الجامع.

ژباړه: د ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی وايي چې رسول الله –صلی الله علیه وسلم- یو سړي ته نصیحت کاوه ورته یې وفرمایل: پنځه شیان د پنځو شیانو څخه وړاندې غنیمت وګڼه: ځواني دې مخکې له بوډاتوب نه، صحت دې مخکې له بیمارۍ نه، شتمني دې مخکې له فقر نه، بې کاري دې مخکې له مشغولتیا نه او ژوند دې مخکې له مرګ نه)
عَنْ ابْنِ عَبَّاسٍ قَالَ: قَالَ النَّبِيُّ -صَلَّى الله عَلَيْهِ وَسَلَّمَ-: (نِعْمَتَانِ مَغْبُونٌ فِيهِمَا كَثِيرٌ مِنْ النَّاسِ: الصِّحَّةُ وَالْفَرَاغُ) رواه البخاري. رسول الله (صلى الله عليه وسلم) فرمايي: دوه نعمتونه چې له هغې امله ډېر خلک په تاوان کې پرېوتي: یو صحت او بل فراغت دی.

د سلفو صالحينو سره وخت:

يقينا سلفو صالحينو د وخت ډېر اهتمام کاوه چې یوه لحظه به یې هم بې ځایه نه تېروله، له الله تعالی به یې د وخت د برکت دعاوې کولې:

– عمر –رضي الله عنه- به ویل: ربه! (اللهم لا تدعنا في غمرة، ولا تأخذنا على غِرة، ولا تجعلنا من الغافلين) اي ربه! له موږ څخه په داسې وخت ژوند مه اخله چې د دنیا په کارو بوخت یو، او نه په یو نا څاپه توګه او ای ربه! موږ له غافلانو څخه مه ګرځوه.

همداراز ویل به یې: (اللهم إنا نسألك صلاح الساعات، والبركة في الأوقات) ربه! موږ د وختونو د اصلاح او په هغه کې د برکت اچولو دعاء له تا غواړو.

– پنځم خلیفه عمر بن عبدالعزیز وایي: (إن الليل والنهار يعملان فيك فاعمل فيهما) شپه او ورځ په تا کې کار کوي نو ته ترې مخکې شه او ته په کې کار وکړه. (یعنې شپه او ورځ پر تا تېرېږي نو ګټه ترې پورته کړه)

– حسن البصري –رحمه الله فرمايي- (يَا ابْنَ آدَمَ إنَّمَا أَنْتَ أَيَّامٌ إِذَا ذَهَبَ يَوْمُكَ ذَهَبَ بَعْضُكَ) ای د آدم ځویه! ته ورځې يې؛ چې یوه ورځ دې تېره شي نو ستا یوه برخه له منځه ولاړه.

او په يو بل ځای کې وايې : (أدركتُ أقواماً كان أحدهم أشحَّ على عمره منه على درهمه ودنانيره) ما داسې قومونه وليدل چې هغوی په خپل عمر باندې دخپل درهمو او دينارو څخه ډېر سخت (بخیل) وو.

– مخکني خلکو په هغه وخت چې له عبادت څخه پرته تېرېدو ډېر خفګان او پښيمانتيا ښکاره کوله، عبدالله بن مسعود -رضي الله عنه- فرمايې: (ما ندمت على شيء نَدَمِي على يوم غربت شمسه نقص فيه أجلي ولم يزد فيه عملي!) ما په هيڅ شي دومره پښيمانتيا نده ښکاره کړې لکه په هغې ورځې چې لمر يې ډوب شي ، په هغه کې زما د عمر یو څه برخه کمه شي او ما پکې نیک عمل نه وي کړای.

او يو بل عالم ويلي: (كل يوم يمر بي لا أزداد فيه علماً يقربني من الله عز وجل فلا بورك لي في طلوع شمس ذلك اليوم) دهغې ورځې په راختلو کې دې الله برکت نه اچوي چې په ما تېره شي او کوم علم چې ما الله تعالی ته نژدې کوي ترلاسه نکړم

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب