وخت د مسلمان په ژوند کې

 

وخت څه شي ته واېي؟

وخت ژوند ده، چې تېر شي بیا نه راځي، د وخت ضایع کول د ژوند ضایع کول دي؛ وخت د دولت په څېر دی، په کوم کې چې اسراف نه ده روا، وخت د لمدې خټې په شان دی هرڅه چې غواړې هغه ترېنه جوړ کړه، وخت داسې ځمکه ده چې له محنت څخه پرته هېڅ نه کري، که پوره کوشش وکړې دا ځمکه به ضرور ګلان راوټوکوي، که مو همداسې پرېښوده نو د ازغیو په انتظار اوسئ. وخت یوه قیمتي خزانه ده او دا خزانه له تاسو ټولو سره موجوده ده؛ دوخت ساتنه صرف ژوندي قومونه کولای شي، که چېرته له خپل ژوند سره مینه کوئ نو له وخت سره مینه وکړئ.

بېشکه په دنیا کې د انسان ټوله سرمایه د هغه عمر دی محدودې ثانیې اومحدودې دقیقې او ساعتونه دي چې تېرېږي هغه چاچې دا محدود وخت په ښه توګه استعمال کړو او کار یې ورڅخه واخیست نو ډېر د ښه قسمت خاوند دی او هغه کسان چې دا وخت یې ضایع کړو او په داسې څه کې یې مصرف کړو چې ده ته په ښه نه ورځي نو داسې یو قیمتي شی یې ضایع کړل چې کله به هم ده ته بېرته په لاس ور نه شي.

ممکن ده چې هر ورک شوی شی انسان ته بېرته په لاس ورشي، لیکن وخت چې کله تېر شي هیچاته بیا په لاس نه ورځي، که یو څوک وخت ضایع کړي هغه دې بیا د هغه د راتلو امید نه کوي، په همدې بنا وخت د انسان تر ټولو عزیز او نفیس ترینه متاع ده. عقلمند خلک همیشه خپل وخت داسې تیروي لکه یو کنجوس انسان چې خپل مال مصرف کوي ځکه چې هغه د ډېر کم مال په مصرف کولو کې هم ډېر سوچ کوي.

وخت د مسلمان په ژوندکې ډېر اهمیت لري، رېښتونی مسلمان د خپل وخت ډېر زیات خیال ساتي، د هغه ډېر قدر کوي، له هغه سره د دې خبرې ډېر احساس وي چې وخت د ده د ژوند پیمانه ده، د اسلام په نزد دیوه مسلمان د ایماندارۍ او تقوی علامه داده چې هغه د زمانې او دوخت حقیفیت پېژني او د هغوی له غوښتنو سره سم په برابره لاره درومي.

امام حسن البناء رحمه الله رېښتیا ویلي! چاچې د وخت حقیقت وپېژندلو هغه د ژوندحقیقت وپېژاند، ځکه وخت د ژوند دوهم نوم دی.

رسول الله صلی علیه وسلم فرماېي: (( نعمتان مغبون فیهما کثیر من الناس الصحة والفراغ)) ترجمه: (( دوه نعمتونه دي چې د هغې په اړه اکثر خلک په نقصان او تاوان کې دي یو صحت او بل فارغ والی دی))

دا نبوي حدیث هر مسلمان ته د هغه په ژوند کې د وخت اهمیت ورپېژني د هغه وخت په کوم چې الله تعالی جل جلاله په خپل کتاب قران کریم کې څو ځایه قسم کړی (( والعصر)) ((والفجر)) ((والضحی)) ((واللیل)).

د مسلمان په ژوند کې وخت یو مهملت دی او دا مهلت زمونږ له پاره ډېر محدود دی. د مسلمان د ژوند هره لمحه قیمتي ده، هره لمحه زمونږ تاریخ جوړوي او زمونږ تاریخ خرابوي، د وخت تله همیشه په حرکت وي.

وخت زمونږ د اعمالو شاهد دی، وخت د الله تعالی په نعمتونو کې یو نعمت دی، وخت د الله تعالی جل جلاله امانت ی، د هغه ضایع کول مجرمانه خیانت دی، وخت چاته تکلیف نه رسوي او نه د چا مراعات کوي.

حضرت ابوهریره رضی الله عنه فرماېي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایل: (( مامن ميت يموت إلا ندم قالو و ماندامته؟ قال: إن كان محسنا ندم ان لايكون ازداد و إن كان مسيئا ندم ان لايكون استعتب)) ترجمه: (( له دنیا څخه چې هرڅوک مړ شي هغه پښېمانه کیږي؛ صحابه کرامو پوښتنه وکړه چې پښېماني به یې څه وي؟ رسول الله رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: که چېرته نیک وي نو په دې به پښېمانه وي چې ولې یې زیات عمل ونه کولو او که عمل یې خراب وي نو په دې پښېمانه وي چې ولې یې نیک نه وو)).

دا حدیث شریف مونږ ته د وخت اهمیت راپېژني. یعنې زمونږ کامیابي او ناکامي، زمونږ محرومي او سعادت د وخت په له پېژندلو څخه عبارت دي؛ وخت مخ په وړاندې درومي او مونږ ټولو ته له ځان سره د تلو دعوت راکوي.

مسلمان ته ښاېي چې د وخت قدر وپېژني او د خپل خواږه عمر شېبې په غفلت، شرارت او لهو ولعب کې تېرې نه کړي.

حضرت حسن بصري رحمه الله فرماېي « يا ابن ادم نهارك ضيفك فأحسن إليه» ترجمه:ای د آدم زویه ورځ لکه ستا د میلمه په ډول ده ښه رویه ورسره وکړه(عبادت او نیک اعمال په کې وکړه).

حضرت شعبه رحمه الله فرماېي: « لاتجلسوا فارغين فإن الموت يطلبكم» ترجمه: فارغ(بې کاره) مه کینئ ځکه مرګ په تاپسې ګرځي.

ای مسلمانه! ای د آدم زویه! بېشکه ته د ورځو څخه جوړ شوی یې چې یوه ورځ لاړه شي ستا یوه برخه لاړه شي؛ حضرت عمر ابن عبدالعزیز به فرمایل: «إن الليل و النهار يعملان فيك, فاعمل فيهما» ترجمه: بېشکه شپه او ورځ په تا کې کار کوي ته هم په دوی کې کار وکوه.

وخت توره ده که تا پرې کړه نو ښه ده که نه نو تابه پرې کړي او ستا نفس که ته په حق سره مشغول نه کړې نو هغه به تا په باطل سره مشغول کړي.

وخت د مسلمان سرمایه ده مسلمان ته په کار ده چې د خپل وخت قدر وپېژني او یوه لحظه هم بېکاره تېره نه کړي. د وخت ضایع کول د مرګ نه سخت دي ځکه د وخت ضايع كول تا له الله جل جلاله او د آخرت له له ژوند څخه لرې کوي.

حضرت جمال الدین القاسمي رحمه الله به فرمایل «ليت الوقت يُباع فأشتريه» کاش چې وخت خرڅېدلی مابه اخیستی وو.

سلیم ابن ایوب الرازي به د خپل ځان سره په تنفساتو باندې حساب کاوه او وخت به یې نه پرېښودو چې په ده باندې بې فایدې تېر شي یا به یې لیکل کول، یا به یې درس ویلو او یابه یې لوست کاوه.

ای مسلمانه! ته د دوو سپرلیو په منځ کې یې چې یو د بل ته ورکوي شپه ورځې ته او ورځ دې شپې ته حواله کوي تردې چې آخرت ته دې ورسوي نو له تا څخه ډېر به څوک په خطر کې وي؟

ای مسلمانه! په دې پوه شه چې په ورځ کې ساعتونه دي او په ساعتونو کې نفسونه دي او هر یو نفس یو ډول خزانه ده او د دې نه په سختي سره ځان وساته چې دا یوه خزانه له تا څخه خالي تېره نه شي او په قیامت کې چې د خلکو خزانې په یو شي ډکې وي، ستا خزانې په داسې حال کې تاته په لا س درشي چې هغه خالي وي او هېڅ شی پکې نه وي بیا به ډېر پښېمانه وې.

په ساعتونو کې دې وګوره چې ستا ساعت په څه شي تیريږي او ترهغه وخته پورې خپل ساعت تېرېدلو ته مه پرېږده ترڅو چې په کوم ښه کار یې تېر نه کړې او خپل نفس خپل اختیار ته مه پرېږده؛ بلکې په هغه څه یې مصروف ساته چې ډېر غوره وي او د قبر صندوق ته هغه شی ولېږه چې تاته هلته په لاس درشي ته ورته خوشحال شې.

لیکنه: مریم جلالزۍ

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب