واده کول د چاغوالي لامل ګرځي

په یونان  کې د تر سره شوي یوه تحقیق پایلي ثابتوي چې مجرد کسان د متحلو ( واده شویو) په پرتله ډیر ژر چاغیږي او د چاغوالي د استعداد ګراف یې د پخوا په پرتله  دوه ځله لوړ والی ښیې.
د یوناني محقیقینو په هغه راپور کې چې تر څو میاشتنیو څیړنو  وروسته د یونان په طبي ژورنال کې  خپور شوي راغلي،  له واده کولو وروسته د چاغیدو امکان دوه برابره زیاتیږي او یوازنی علت یې دا دی چې د متحلو کسانو د ژوند په طریقه کې د مجردۍ په تناسب ډیر لوی توپیر را منځ ته کیږي.

څیړونکو ویلي چې واده شوي کسان ډیره ډوۍ خوري، ډيري خبري کوي، د ټلویزیوني خپرونو  ډیره ننداره کوي او همدا راز د مجردۍ د دوران په تناسب د هوسایني او آرامښت ډیر احساس کوي چې دغه عوامل د هغوي د بدن د چاغیدو لامل ګرځي.

په رپوټ کې راغلي چې متحل کسان د خپل بدن ښکلا ته  ډیر پام  نه کوي خو مجردین بیا د اندام ښکلا ته ډیر  پام کوي او د اندام د ښه ساتلو لپاره له غوړو خوراکونو ډډه  کوي او وخت ناوخت سپورټ هم کوي.

محقیقینو د خپل دغه رپوټ په پای کې له کورنیو وغوښتل چې ورزش ته پام زیات کړي او هغه خواړه و نه خوري چې د چاغوالي لامل  ګرځي.

دغې څیړندویې ډلي ویلي چې چاغښت مرض ندی بلکې د مریضیو مور ده او هغه په دی معنی چې کله یو انسان چاغ شي نو ډیري ناروغۍ یې بدن ته لاره پیدا کوي .

غفار پوپل

ایډیټ: میرویس  جلالزی

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب