هیر شوی سنت : ګاونډیانو ته خواړه ورکول

د رسول الله صلی الله علیه وسلم له جلیل القدر صحابي حضرت ابو ذرغفاري رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي ما ت زما ملګري (صلی الله علیه وسلم ) دا وصیت وکړ چې کله دې شوروا پخه کړه اوبه یې لږ زیاتې کړه بیا دې د ګاونډیانو کورونو ته ور وګوره او د هغوي سره نیکی وکړه. یعنې د شوروا اوبه زیاتې کړه د همسایه ګانو کره هم یو څه ور ولیږه او د دوي سره نیکي او احسان کوه.

همدا رنګه له ابو هریره رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : ( هیڅ میرمن د خپل ګاونډي تحفه سپکه مه ګڼۍ اګر که د پسه ښنګری وي .  دي حدیث شریف کي د پسه د ښنګري  له یادولو څخه هدف دا وو چي دي سنت ته خلګ تشویق شي .

د اسلام مبین دین خپل پیروان یو بل سره مرستي او یو والي ته تشویق کوي ، له همدي امله رسول الله صلی الله علیه وسلم هر وخت  خپل امت ته له ګاونډيانو سره د نیکي کولو توصیه کوله ، ځکه همسایه موږ ته تر ټولو نیږدي خلګ دي ، که له دوی سره موږ رابطه او  علاقه وشکوو ،  ګواکي د مسلمانانو له ټولني سره مو د رابطي د شکولو لپاره پیل وکړ .

پورته دواړه حدیثونو باندي که غور وکړو له اول حدیث څخه مطلب نارینه دي او په دوهم حدیث شریف کي د مسلمانو میرمنو لپاره نصیحت دی تر څو هر نارینه او ښځه دا سنت عملي کړي او ددي سنت د سرته رسولو لپاره پوره کوښښ وکړئ .

جبرائیل علیه السلام رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د ګاونډي د حق په باره کي ډير تاکید کړی ، له دي څخه معلومیږي چي همسایه په موږ زیات حقوق لري .په یوه حدیث شریف کي له  ام المؤمنین حضرت عائشي رضي الله تعالی عنه څخه روایت دي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل :  جبرائیل علیه السلام ماته د ګاونډي په اړه دومره تاکید وکړه ، ګومان مي وکړ  چي  میراث  به یو له بله وړي .

your ads

ګاونډي ته غذا ورکول له یو ډول نیکي څخه ګڼل کیږي چي د هغوی د خوشحالي ، له هغوی سره د میني او صمیمیت د رامنځ ته کیدلو عامل ګرځي . همدا رنګه د اجتماعي رابطي د مضبوط کیدلو باعث هم ګرځي .

دلته دا خبره د یادوني وړ ده چي له دي سنت څخه مطلب دا نه دی چي د ګاونډي لپاره خصوصي خوراک تیار کړل شي ، یا دا چي یو څوک دي ته مجبور شي داسي څه وکړي چي د توان څخه يي لوړ وي بلکي مطلب تري هغه خوراک دی چي د کورنۍ غړي يي خپل منځ کي خوري ، هغه خوراک دي لیږ څه زیات پوخ کړای شي او همسایه ته دي هم ولیږل شي .

ددي سنت په اړه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سیرت کي یو بل مثال هم شته ، هغه دا چي کله د ګاونډیانو څخه څوک وفات شي هغه ورځ يي کورته خوراک ورکول دي . له حضرت عبدالله بن جعفر رضي الله تعالی عنه څخه روایت دي چي کله جعفر رضي الله تعالی عنه شهید شو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د جعفر د کورنۍ لپاره خوراک تیار کړئ  ځکه په هغوی  مصیبت راغلي او  په هغه کي مصروف دي .

امام شافعي رحمة الله په دي اړه فرمايي :  ښه داده چي د مړي ګاونډی یا هم خپلوان د مړي د کورنۍ لپاره د وفات په ورځ او شپه خوراک تیار کړي تر څو هغوی په ماړه شي  ، ځکه دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنت او د اهل خیر خلګو له اعمالو څخه دي .

ګاونډي ته د خوراک په لیږلو کي  دي ته هم باید توجه وشي چي دومره خوراک ورته ونه لیږل شي چي بله ورځ هغوی تاسو ته د دغومره خوراک په لیږلو کي په تکلیف شي یا يي هم تر توان پورته وي .

شفیق احمد ریان

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب