هوښیار ماشومان لرلرو لپاره ماشومانو ته کیسې لوستل مه هیروئ

له اوږدې مودې راهیسې کارپوهان وايي چې د شپې لخوا له ویده کیدو وړاندې ماشومانو ته کیسې اورول نه یوازې دا چې په راتلونکي ژوند کې هغوي مطالعې ته هڅوي بلکه د هغوي ذهني او فزیکي وده او نمو لپاره هم ډیره زیاته ګټه لري.

له دې وړاندې روغتیايي کارپوهانو خپل دغې خبرې لپاره کوم ثابت شوی دلیل نه درلود خو اوس ساینسپوهانو ثابته کړه چې ماشومانو ته کیسې اورول د هغوي ذهني وړتیا پیاوړی کوي.

په امریکا کې د سنسناټې په نوم د ماشومانو روغتون او روغتیايي مرکز کې شوې څیړنه ښيي چې ماشوم له مکتب ته لیږلو وړاندې هغوي ته کیسې اورول د هغوي ذهني وړتیا پیاوړی کوي.

د دغې څیړنې پر بنسټ کیسې د ماشومانو عصبي سیسټم په نمو کې مهمه ونډه لري. څيړونکي ویلي چې دا لومړۍ ځل دی چې مو ثابت کړ چې په وړکتون کې ماشومانو ته کیسې اورول په ماشومانو کې په کیسې پوهیدل او له کیسې سره یو ډول اړیکه جوړولو وړتیا پیدا کوي.

دغه څیړنه په ۱۹ ماشومانو چې عمرونه يي له دریو څخه تر پنځه کلونو پورې و او له دې جملې څخه د ۳۷ سلنه ماشومان د لږ عاید لرونکي کورنیو څخه انتخاب شوي ول ترسره شوی دی.

لومړۍ له مور او پلار څخه وپوښتل شو چې هغوي د شپې لخوا خپلو ماشومانو ته کیسې لولي او که نه. له هغې وروسته د انتخاب شوي ماشومانو د اعصابو ایم ار ای سکېن (MRI Scan) ټیسټ واخیستل شو او هغې برخې يي مطالعه کړل چې د مطالعه کولو او مفهوم اخیستلو دنده په غاړه لري.

د دې ټیسټ په نتیجه کې معلومه شوه چې د هغو ماشومانو کې چې د شپې لخوا ورته کیسې لوستل کیږي د لوستلو او مفهوم اخیستلو برخه ډیره زیاته فعاله ده.

روغتیايي کارپوهان وايي چې د مور او پلار دغه عمل په راتلونکي ژوند کې ماشومان مطالعې ته هڅوي او په غیر معمولي ډول د هغوي ذهن وړتیا پیاوړی کوي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب