هند کې د نارینه وو په پرتله د ښځینه وو شمېر ۴۱ میلونه کم شوي
په هند کې یوې نوې څېړنې ښودلې،چې د کولتوري ستونزو له امله د نارینه وو په پرتله د ښځو کچه ۴۱ میلونه کمه شوې.
ویل شوي،چې د کولتوري باورونو له مخې په دغه هېواد کې ښځو ته د دویمه درجه انسانانو په سترګه کتل کیږي.
که څه هم د هند په دیموکراتیک نظام کې د نارینه او ښځینه وو د حقونو پر برابرۍ ټینګار شوی،خو ورسره بیا هم عامه ذهنیت لا دې اصل ته نه دی قانع شوی.
د څېړنې له مخې ګڼ هندیان د نجلۍ پرځای د هلک زېږولو ته لومړیتوب ورکوي او حتی په ډېرو سیمو کې د نجلۍ له زېږیدو مخکې هغه د مور په جنین کې له منځه وړل کیږي.
ویل شوي د هند له یو میلیارد او دوه سوه اویا میلیونه نفوس څخه ۶۵۶ میلونه یې نارینه او ۶۱۵ میلونه یې ښځینه دي.
د نا رسمي ارقامو پربنسټ په هند کې له تېرو دوه لسیزو راهیسې د نجونو ۱۰ میلونه نفوس د مور په جنین کې له منځه وړل شوی.
یوه ټولنیز فعال جاوید جمیل له حکومت څخه غوښتي،چې د میندو د جنین ختمونکو ډاکټرانو او هم میندو خلاف دې جدي قوانین وضع او تطبیق شي.
په څېړنه کې ثابته شوې،چې د ښځینه جنین د ختمولو یو لوی ټولنیز او اقتصادي لامل د نجونو پر کورنیو د هغوی د واده د لوړ لګښت دود دی.
د هند لومړي وزیر نرندا مودي له خلکو غوښتي،چې د نجونو پر وړاندې تبعیض ونه کړي.
هغه میندو نه پوښتنه کړې،چې که نجونې ونه زېږوئ زامنو ته به مو ناویانې له کومه کړئ؟