هغه کوم عوامل دی چې زموږ غاښونه خرابوي؟

روغتیاپوهان وایي، خوله او غاښونه د انسان د روغتیا هنداره بلل کېږي. که چېرې د غاښونو پاکوالي ته پاملرنه و نه‌شي، د غاښونو توروالی ياCaries په لومړي وخت کې درملنه نه‌شي، سربېره پر دې چې غاښونه له منځه ځي، خوله بد بوی پیدا کوي، میکروبونه ستوني او معدې ته داخلېږي او انسان په بېلابېلو ناروغیو اخته کوي.
د غاښونو د خرابي ګڼ عوامل شته، خو یو شمېر کسان ورته فکر نه کوي او یا دغه عوامل په نظر نه ورځي. هغه عوامل چې د غاښونو د خرابوالي لامل ګرځي، ځينې يې دا دي؛

نشه‌یي توکي
نسوار، چرس، سګرېټ او نور نشه‌یي توکي د غاښونو روغتیا ته جدي زیان اړوي. د نشه‌یي توکيو لوګی د غاښونو تر منځ په فاصله کې خوندي پاتې کېږي چې له دې سره د ګڼو نورو ناروغیو سبب هم ګرځي.

د نوکانو زبېښل
ډېری ماشومان او لویان عادت لري چې نوکان په غاښونو پرې کوي، یا یې پرې زبېښي او موښي. دغه عادت د غاښونو مینا یا سپینوالي ته جدي خطر اړوي او همدا ډول په نوکانو کې راټول شوي میکروبونه مو د وجود نورې روغتیا ته هم جدي خطر لري.

د انرژي څښل
ډېری ځوانان فکر کوي، بازارونو ته د تازه بېلابېلو ډولونو راغلو انرژیو او یخو مشروباتو په څښلو سره به چاغ شي، وجود به یې ورسره ښه شي او همدا ډول قوي به شي، خو نه یوازې چې دغه څښاک د دوی روغتیا ته ګټه نه لري، بلکې د غاښونو روغتیا ته هم جدي زیان اړوي. دغه څښاک غاښونه توروي، ورستوي یې او همدا ډول مو معدې ته هم جدي ګواښ پېښولای شي.

تر ډوډۍ خوړلو وروسته په غاښونو کې د خلکي وهل
ځينې کسان عادت وي چې څنګه ډوډۍ وخوري، د غاښونو د پاکوالي لپاره له ډکي استفاده کوي. ډاکټران وایي، دا عادت مو د غاښونو روغتیا ته زیان اړوي او ورۍ مو ورسره زخمي کېږي.

your ads

د سختو شیانو ماتول
په غاښونو د سختو بادامو، چهارمغزو او یا ځینو نورو خوراکي توکيو ماتول مو د غاښونو روغتیا ته زیان اړوي. د غاښونو د برېښ عوامل همدغه شيان دي.

په ناسم ډول بُرس وهل
د سروې له مخې د نړۍ ۷۵،۵ سلنه کسان د غاښونو بُرس په غلط ډول کاروي. دوی بُرس په افقي ډول د غاښونو شا او مخ ته موښي، پداسې حال کې چې بُرس باید په عمودي ډول وموښل شي او تر دوو یا دریو دقیقو په ورځ کې دوه ځله استعمال شي.

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب