هغه خواړه چي مغز قوي کوي

د ډاکترانو په وینا، د روغتيا په حال کې چې د وينې دوران سم وي، نو جسم د هغو په مټ خواړه دماغ ته په سمه توګه رسوي او دماغ هم د خپلې خوښې خواړه ټولوي، خو چې د وينې دوران سم نه وي، نو خواړه هم ورته سم نه رسېږي.

د وینې د جریان په کمېدو او یا د خوړو په نه رسېدو سره هغه ځواک لږېږي، چې د اړتیا پرمهال دماغ ته وینه رسوي، نو په همدې اساس د غذا سیستم ته پاملرنه جدي ده. په خوراک کې له کمي او زیاتي څخه لومړی په وينه کې لږوالی او زیاتوالی راځي، بيا جسم کمزوری کېږي، چې په دماغو هم خپل اغېز ښندي.

اوس سوال دادی چې د دماغي کمزورۍ علاج څنګه کېږي؟ په ياد مو وي چې په دغه حالت کې تر درملو خواړۀ ډېر ګټور دي. درمل پخپل ځای، خو د خوړو ګټه له نظره مه غورځوئ د ساینسپوهانو په وینا، فاسفورس د دماغي پیاوړتیا لپاره ډېر اړین دی، نو په غذایي مهالوېش کې داسې خوراکونه ځای کړئ، چې فاسفورس ولري. ډاک ران د بېلګې په توګه د ماهي غوښه یادوي، چې ښه پریمانه فاسفوريک اسيډ لري. همدا ډول هګۍ، د چرګې غوښه، شیدې، کوچ او په ځانګړې توګه بادام هم ډېر ګټور دي. چڼه، مټر، مغزيانې کشمش، پسته، جوز یا غوز هم د دماغ لپاره ډېرې ښې غذاوې دي.

هغوی چې دماغي کار کوي، یعنې تر فزیکي زیات یې مغز ستړی کېږي، نو په غذایي مهالوېش کې دې په غوښو تکیه نه کوي، ځکه درنې غذاوې دي او هغوی چې ځای پر ځای ناست وي، باید سپکې غذاوې وخوري ، چې ژر یې هضم کړای شي، دغه شان غذاوې ، یې دماغي قوت زیاتوي.

غنم ګټور دي، خو که جوار او نخود ورسره استعمال شي ګټه به یې څو چنده شي، مګر تر دې ډېر ګټور شی چې له پامه غورځول شوی، اوربشې دي. د اوربشو اوړۀ د ټولو شيانو د سر تاج بلل کېږي. بې خرته غذايي مواد، فاسفورس، غوړزګي او نور ځواکمن اجزا لري.

له اور بشو سره چي شیدې ګډې شي او څکل شي، نو تر دې به د مغز لپاره قوي او مناسب درمل نه وي. په میوو کې بیا مڼې، آم او انګور له یاده مه وباسئ .
له محور ورځپاڼی نه

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب