اسلامي نړۍ او امتبېلابېل اسلامي لیکنې

نیشنلزم څه شی دی؟

د نیشنلزم اصطلاح زمونږ او ستاسې په ژبه کې د ملت پالنې او د وطن پالنې په معنی سره یادیږي چې د Nation په مشتقاتو کې شمیرل کیږي او په خپله د لاتینې کلمې Nasci نه چې د زیږیدو معنی ورکوي اخیستل شوي ده. په لومړیو کې دا اصطلاح د هغو خلکو لپاره په کار وړ کیده چې په یوې سیمې کې پیدا شوي وو، مګر ننی نیشنلزم د هغو خلکو لپاره په کار وړ کیږي چې خپل جذبات، احساسات او لومړيتوبونه د خپل ملت، قوم او نژاد د ګټو لپاره څرګندوي هغه هم د نورو ملتونو، قومونو او نژادونو په مقابله کې، یعني ملت پالنه داسې تعریفولای شو: د یو قوم او ملت بچیان چې د یوې ځانګړي ژبې سره تړاوو ولري، خپل او د خپل ملت ګټې پر نورو ملتونو مخکې او لومړۍ وګڼي.

نیشنلزم څنګه او کله رامنځته شو؟

لکه څنګه مو چې مخکې تشریح کړه، نیشنلزم لاتیني ریښه لري او د غرب سوغات دی، او په هماغه ځاي کې د زقوم دا ونه وکرل شوه، لومړی یې په خپله د غربیانو د خولي خوند تریخ کړ او بیا یې همدا میوه نورو هیوادونو ته صادره کړه. کله چې په غرب باندې کلیسا او پاپائیت حاکم وو، نو هغوي د خلکو پر هرې غوښتنې واکمني کوله، د کلیسا د چلوونکو سره د هغوي امپراطوران او پاچاهان هم ملګري ول تر څو د سختو او درنو مالیاتو او محصولاتو له لارې نه د بیچاره ولس ملا ماته کړي او ژوند پرې تریخ کړي، او د دې لړۍ د دوام له امله ولس ته بې شمیره ستونزې را ولاړي شوي، د دې ظلم او وحشت په نتیجه کې د ولس د منځ نه د دیني اصلاح کوونکو په نوم خلک را پورته شول او په قانون کې یې د سمون او اصلاح نارې پورته کړي، چې د هغوي د جملې ژان ژاک روسو او جان استوارت د اصلاحي وړاندیزونو په مرسته ډیرو خلکو کې یې فکر او ذهنیتونه بدل کړل، او پیروانو یې غږ ته لبیک ووایه او د دین او سیاست ترمنځ یې غټ درز پیدا کړ، په غربیانو کې په کرار کرار سیاست د دین نه بیلیده او اخر کې یې د خپلو ملتونو سیاسي نظامونه پرته د دین په نظر کې نیولو سره جوړ کړل. د اصلاح کوونکو هدف خو داوو چې خپل ځان او خلک د کلیسا د ظلم او جباریت نه وژغوري، هغوي خو خپل ولس د کلیسا د ظلم نه وژغوره خو د همدې اصلاح او سمون پایله دا شوه چې د عامو خلکو د دین سره نفرت پیدا شو او ورو ورو یې دین سره واټن دیر شو.

کله چې د کلیسا د اور تودوخه د اورپا شاهانو او امپراطورانو ته هم ورسیده، نو هغوي هم همدې اصلاحیانو سره لاس یو کړ او د قوم پرستۍ او ملت پالنې لومړنۍ ریښه همدلته وکرل شوه او د کلیسا چلوونکو پر خلاف یې پاڅون وکړ او د داسې ملي حکومتونو غوښتونکي شول چې د قوم او ژبې پر بنیاد ولاړ وي، د ملت پالني لومړنی بیرغ د فرانسي او ایتالیا واکمنو پورته کړ او د همدې له امله هغوي انجیل په خپلو ملي ژبو وژباړه، کله چې سوبه د ولس په برخه شوه او اورپا د کلیسا د واکمنۍ نه ازاده شوه، نو همدې نوي واکدارانو د خپلو اقتصادي سرچینو په غښتلتیا فکر پیل کړ او ورو ورو یې پښه د خپلو هیوادونو د پولي نه اخوا کیښوده.

غربي تمدن د ډير پخوا نه د اسلامي تمدن سره لاس او ګریوان وو، عیسوي ختیځ څیړونکي او پلټونکي دې پایلې ته ورسیدل چې یوازې هغه وخت بریالي کیدلای شو کله د مسلمانانو ترمنځ نژادي او قومي اختلافات را برسیره کړو او دې سره به د مسلمانانو داخلي وحدت له منځه لاړ شي او وبه توانیږو چې بری پرې ترلاسه کړو، پدې ورستیو پیړیو کې چې کله اسلامي خلافت د عثمانیانو لاس ته ورغی، غربیانو د دوي منځ ته داسې خلک ننویستل چې عثماني دولت پدې مجبور کړي چې په ټولو اسلامي سیمو کې والیان او چارواکي ترکان مقرر کړي، له بده مرغه عثماني دولت هم دې غوښتنې ته ځواب ووایه او د دولت مهمې څوکۍ یې ترکانو ته ورکړي، د عثمانیانو د دې کار له امله د نوري اسلامي نړۍ قومونه او ملتونه په غوسه شول او د خپلو حقوقو لپاره یې غږ اوچت کړ. په ځانګړي ډول عربانو ځکه چې هغوي ځان د عثماني خلافت چتر لاندې بې برخې احساسوه. د شیطاني اشاراتو او وسوسو له امله غربیانو د عثمانیانو د پرځولو لپاره پلانونه جوړ کړل، غربیانو ځینې عربان تشویق کړل تر څو ځانونه د عثماني خلافت نه ازاد کړي او ځانته ملي حکومتونه چې اساس به یې عربي ژبه وي جوړ کړي او د همدې غرض لپاره یې ډیر وګړي د عربو سیمو ته واستول تر څو د عثمانیانو نه جلا عربي ټولنې تشکیل کړي.
په پایله کې د ځینو عثماني خلافت چارواکو نه اشتباهات ترسره شول، او د غربیانو د شیطاني وسوسو له امله د عربو غبرګونونه او بې فکره اقدامات د دې نتیجه شوه چې عثماني خلافت سقوط وکړي او اسلامي نړۍ په ډیرو او کوچنیو هیوادونو بدله شوه.

ښکیلاک وکولای شوه چې په مختلفو اسلامي هیوادونو کې د قوم او نژاد د تبعیض او اختلافاتو اور بل کړي او هیوادونه د قوم او نژاد پر بنیاد وویشي. په ترکي، عربي، افغاني، فارسي، بربري، قبطي، مانوي او داسې نورو باندې یې وویشل. او د تقسیم او تجزیې نه وروسته په اسانۍ سره وتوانیدل چې هماغه سیمه تر خپل ښکیلاک لاندې را ولي.

د دې نه وروسته کله چې د خپلواکۍ خوځښتونه شروع شول، نو د غربیانو هڅه دا وه چې دې خوځښتونو کې هم د وطن او ملت پالنې روح پو کړي او د اسلام پالني فکر ترینه وباسي، په همدې اساس دوي وتوانیدل چې د دې میکروب بوټی په اسلامي خاوره کې وکري او ډیری غافله او ناپوه مسلمانانو دې اواز ته لبیک ووایه او دا مفکوره یې په نااګاهانه ډول ومنله. د نژاد او قوم پرستۍ کلتور او مفکوره د غرب نه اسلامي نړۍ ته داسې په نااګاهانه ډول صادره نه شوه، بلکې غربي مسیحیانو همدې اور ته په پوره پاملرنې سره لمن ووهله او د یوې دقیقې طرحې او برنامه ریزۍ نه وروسته دا کار وشو، د غرب یو مفکر داسې وایې: په اسلامي نړۍ کې قوم او ملت پالنه یو ډیر روښانه او څرګند هدف لري، تر هغه پورې چې مسلمانان په اسلام ټینګ ولاړ وو او که هر څومره کمزوري وو خو بیا هم یرغلګر نشي کولای چې هغوي تر خپل کنترول لاندې و څاري، ځکه اسلامي عقیده د جهاد عقیده ده، د دې سربیره چې مسلمانان د اقتصادي او تکنالوژیکي کمزورتیاوو سره مخامخ وو خو بیا هم هغوي وتوانیدل چې په افغانستان، هند او شمالي افریقا کې د غرب استعماري دولتونو پر خلاف پاڅون وکړي او اخر کې یې ړنګ کړي، نو ځکه د صلیبي او یوازې استعماري لید لوري نه د دې عقیدې ویستل د مسلمانانو د ذهنونه یوه ډیره مهمه او برخلیک ټاکوونکي ده.

نیشنلزم د اسلام په ښوونیز نظام کې

ډیره اړینه ده چې د اسلام لیدلوری د نیشنلزم او د ناسیونالستي خوځښتونو په اړه څرګند کړو، ډیره واضحه ده چې د نژاد پرستۍ پدیده یوه اسلامي پدیده نده بلکې د غرب نه یوه وارداتي مفکوره ده، او هغه کوم شعارونه یې چې په اسلامي نړۍ کې پورته کړي دي د نفرت، تبعیض، بد بینۍ، بد مرغۍ او د حق تلفۍ نه بله کومه پایله نه لري، اسلام هره هغه نعره چې په مسلمانانو کې د تفرقي او نفرت اور ته لمن وهي هغې نعرې ته جاهلي نعره وایې او د شیطان د سلاح وسیله یې ګڼې. رسول الله صلی الله علیه وسلم په حجة الوداع خطبه کې ټولې نړۍ ته دا واضحه کړه چې د جدایۍ او فرقو خواته تګ دا معنی لري چې هغه کفر خواته ور تګ کوي. د اسلام له نظره په خپل قوم، نژاد او ملت ته پر نورو باندې فوقیت ورکول، او د امکاناتو، منابعو او ګټو ورکړه یوازې یو مشخص قوم او ملت ته د کینې او تفرقې نه بل څه نه ګڼې. هو، هغه ملت پالنه چې د هغه مقصد نفرت زیاتول وي، تهمت لګول وي، چل او فریب په مرسته پرمختګ وي، یوازې د خپلو شخصې او نفساني اغراضو لپاره هلې ځلې وي او دښمن یې د همدې قوم د اعمالو نه ګټه پورته کوي نو دا بل څه ندي بلکې یوازې او یوازې غواړي د ملتونو او قومونو ترمنځ بیلوالی راوړي او ترمنځ یې د اختلاف او تفرقي درز پیدا کړي، خلک د باطل پر شاوخوا را جمع کوي، د همکارۍ روحیه له منځه وړي، او د اخرت او د جنت فکر یې مړ کړی وي، نو دا ډول قوم پرستي یوه بې بنیاده او بې بنسټه قوم پرستي ده او نه غواړي چې اسلام د پرمختګ او لوړیتا دروازې خلاصي کړي. دوي غواړي چې تیر جاهلي کلتورونه او رواجونه بیا را ژوندي کړي او د اسلام سرلوړي او ویاړلي افتخاراتو ته زیان ورسوي او ارزښت یې را کم کړي او اخر کې یې له منځه یوسي، البته دوي د الله تعالی دین ته زیان نشي رسولی، لکه څنګه چې الله تعالی فرمایې: وَإِنْ تَتَوَلَّوْا يَسْتَبْدِلْ قَوْمًا غَيْرَكُمْ ثُمَّ لا يَكُونُوا أَمْثَالَكُمْ
ژباړه: او که چیرته تاسې د الله د دین نه مخ وګرځوه، نو الله به ستاسې پر ځای بل قوم راوړي او ستاسې ځای ناستی به شي، او هیڅکله به ستاسې په څیر نه وي.

قوم پرستي معنی په خپل نژاد باندې فخر کول، د بل قوم عیب لټونه، د نورو قومونو سره دښمني، بلکل لکه څنګه چې المان او ایتالیا قوم پرستۍ کې خپله بقا او عزت لیده، دا په داسې حال کې ده چې هر ملت دا دعوه لري چې د نورو ملتونو نه معتبر دی، دا مفاهیم بلکل ناخوښه او بې منطقه دي، او په کره ډول د انسانیت د روح سره مخالف دي، په پایله کې دا ویلی شو چې نژاد پرستي د بشري وهمونو او خیالاتو نه سرچینه اخلي، نه کوم حقیقت لري او نه پکې کوم خیر شته.

هو، اسلام د هماغه لومړنۍ ورځې نه خپلو پیروانو ته د انساني مساواتو بلنه ورکړي ده، اسلام پدې عقیده دی چې د ځمکې پر مخ ټول انسانان پرته د هغوي د رنګ، پوست، او ژبې په نظر کې نیولو سره په انسانیت کې ټول وروڼه دي او هیڅ یو کس پر نورو باندې د مادي تشخصاتو پر سر فوقیت نشي ترلاسه کولای، نو ځکه د انسانانو تقسیم پر ژبې رنګ او نسل باندې یوازې او یوزاې د دې لپاره وو چې د خلکو ترمنځ تعارف او پیژندنه وشي نه د دې لپاره چې د امتیاز او د برترۍ خاوندان شي. الله تعالی د برترۍ او د فوقیت معیار د انسانانو ترمنځ تقوای یا پرهیزګاري ټاکلي ده، الله تعالی فرمایې:
يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُمْ مِنْ ذَكَرٍ وَأُنْثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِنْدَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ (١٣)
ژباړه: ای انسانانو، مونږ تاسې د نر او د ښځې د یوې جوړې نه پیدا کړي یاست، او تاسې مو په ډلو او قبایلو وویشلئ، تر څو له یو بل سره وپیژنئ، د الله په وړاندې ستاسې تر ټولو عزتمند هغه دی چې تقوای داره او پرهیزګاره وي، بې له شکه چې الله تعالی علیم او خبیر دی.

دا یو ډیر څرګند حقیقت دی چې خلک په مختلفو قبیلو او قومونو ویشل شوي دي، دې کې خو الهي خوښه موجوده ده او الله تعالی هیڅکله دا نه خوښوي چې خلک دي د خپل قوم، ملت او نژاد په سر جنګونه وکړي او بیګناه وینې تویې کړي.

اسلام هیڅکله د اسلام د دښمنانو دغه دروغجنې خبرې چې یوازې د دې لپاره کیږي چې نیشنلزم دي په هره سیمه کې حاکم وي، په رسمیت نه پیژني، ځکه چې دا یو زهر دی چې د دین د ښمنانو لخوا چمتو شوي او له بده مرغه مسلمانان هم همدغه زهر په نااګاهانه ډول څښي. اسلام نه غواړي چې خلک دي ځانونه په خپلو قبیلو او قومونه کې ونه شمیرې، بلکې دا یو واقعیت دی، او دینه سترګې نشي پټیدای، هر څوک چې په افغانستان کې پیدا کیږي، هغه به افغانی وي، او هر څوک چې په عراق کې پیدا کیږي هغه به عراقی وی، خو اسلام هیڅکله دا نه غواړي چې خلک دي د وینې، نسل او ژبې پر بنیاد خپلو کې سره را جمع شي، اسلام دا خبره په کلکه ردوي، اسلام غواړي چې د مسلمانانو د یو ځای کیدو اساس باید یوازې د توحید عقیده وي، نه وینه کولای شي چې خلک را جمع کړي، نه وطن او خاوره، نه ژبه او نژاد او نه مشترک مادي مصالح.

یوازې ایماني اړیکې رښتینې اړیکې شمیرل کیږي، د ایماني اړیکو نه پرته نورې ټولې اړیکې مردودي شمیرل کیږي، پدې موضوع کې روښانه دلیل د حضرت نوح علیه السلام اړیکې وي د خپل زوی سره. کله چې الله تعالی نوح علیه السلام باندې امر وکړ چې بیړۍ جوړه کړي او د طوفان د ژمنې په رارسیدو سره یې ورته امر وکړ چې خپله کورنۍ، مومنان او د حیواناتو نه یوه یوه جوړه ځان سره همدې بیړۍ کې سواره کړي، مګر د هغه علیه السلام خپل زوی په بیړۍ کې د ختلو څخه انکار وکړ او ویې ویل چې لوړ غر ته پناه وړم، او د پیغمبر د خبرې په نه منلو سره الله تعالی هغه غرق کړ، کله چې طوفان ودرید، نوح علیه السلا الله تعالی ته وویلي چې زما زوي ولي غرق شو؟ الله تعالی ورته ځواب کې وویلي چې هغه ستا د اهل نه نه وو او د یو غیر صالح عمل دی.
اسلام یوازې هغه اړیکې منلی شي چې د عقیدې د سیوري لاندې تیرې شي، او که چیرې قومي، نژادي او ژبنیزې اړیکې د دې لامل کیږي چې دوه مسلمان ورونه سره ښه رابطه ونه لري نو د دې په هکله رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
دعوها فانها منتة
ژباړه: دا پریږدئ، چې ډیر بد بوي لري.

جمعیت اصلاح او د ملت پالنې او نیشنلزم قضیه

جمعیت اصلاح افغانستان یوه داسې ټولنه ده چې د اسلام د سرلوړۍ لپاره کار کوي، د افغانستان په خاوره کې مختلف قومونه او قبیلې اوسیږي، او همدا ټول قومونه په اسلام باور لري او اسلامي عباداتو ته په درنه سترګه ګوري، او دا باید په نظر کې ونیسو چې د فکر له پلوه ټول افغاني قومونه هیڅکله هم د قوم پرستۍ لپاره اسلام د خپلو ورځنیو چارو نه نشي ویستلی. بلی، اسلام یوازینۍ لاره ده چې د افغانستان ټولو قومونو ته دا لاره هواروي چې خپلو کې سره په امن او سکون ژوند وکړي، د همدې له امله جمعیت اصلاح خپلې ټولې برنامې په اسلامي لارښوونو برابرې کړي دي او د تقوای او پرهیزګارۍ نه پرته بل معیار ورسره نشته دی، برسیره پردې چې جمعیت اصلاح دا خبره منې چې افغانستان کې مختلف قومونه او مختلفې ژبې شته دی خو هیڅکله د قومونو او ژبو ترمنځ د بهتروالي او فوقیت خبره نه کوي، د جمعیت اصلاح په وړاندې یوازې هغه څوک ډیر د اعتبار او اهمیت وړ دی چې د قران او زمونږ د ګران رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو پیروي کوي، جمعیت اصلاح افغانستان پدې ډیر ښه پوهیږي چې د افغاني قومونو ترمنځ د قوم پرستۍ اور یوازې هغه کړیو بل کړی دی چې هدف یې خپل سیاسي اغراضو لاسته راوړل دي، هغوي بل هدف نلري او مونږ باور لرو چې دې ډول خلکو دا مفکوره د غرب نه وارده کړي ده او د افغاني خلکو د احساساتو نه غلطه استفاده او د درز اچولو نه پرته بله کومه موخه نه لري. مونږ غواړو خپل ملت ته دا غږ ور ورسوو چې د داسې خلکو په بې بنسټه او بې بنیاده خبرو سهوه نشي او د خبرو تر تاثیر لاندې یې را نشي، هغوي غواړي چې افغاني ملت ټوټه ټوټه کړي او خپلو کې یې سره په جنګ او جدال اخته کړي. دا هم د یادولو وړ خبره ده چې هغه خلک چې خپل ملت قوم پرستۍ ته رابولي د هغوي دیني التزامات هم ډیر کمزوري بریښي او کاملاً د اسلام سره نا اشنا ښکاري، او دا پر دي دلالت کوي چې دا ښاغلي د اسلامي په لومړي اساسي خبرو نه پوهیږي، ځکه چې اسلامي وحدت دا زمونږ او ستاسې یوه دینې فریضه ده او دا اساسي خبره د قوم پرستۍ له امله د منځه ځي، او هغه خلک چې د نژاد او ملت پالنې لپاره خلک هڅوي هغوي د شیطان خبري عملي کوي او خپله ترینه هم انساني شیطانان جوړ شوي دي.

پایله:

مخکې مو چې کومې خبرې یادي کړي، د هماغه خبرو په نظر کې نیولو سره جمعیت اصلاح افغانستان لاندې نقطې د خپل هیواد مسلمان ملت ته بلنه ورکوي چې پاملرنه ورته وکړي:
1.    د افغانستان مسلمان خلک چې د دین د سرلوړۍ لپاره یې ډیر زحمتونه ګاللي دي، باید دا کوښښ وکړي چې د تفرقي او تعصب مرض لومړی له خپل ځانه لیري کړي او بیا هغه خلک معالجه کړي چې پدې خطرناک مرض اخته شوي دي.
2.    قومي او نژادي تعصبات د اسلام د اعتقاداتو سره په تضاد کې دي او هر هغه څوک چې دې تعصباتو ته لمن وهي، ښکاره ده چې هغه به واقعي مومن نه وي او دې سره هغه به خپل هیواد ته مخلص هم نه وي، ځکه چې هغه څوک چې دا اختلافات را برسیره کوي او د خلکو ترمنځ کې یې خپروي هغه د اسلام په لومړیو اساساتو ایمان نه لري.
3.    قومي او نژادي تعصب، دا یوه غربي پدیده ده چې سرچینه یې هماغه غرب دی، قوم پرستي لپاره یې اساس قومي تعصب ټاکلی دی، د اعتقاداتو او فکر اساس یې ماده پرستي او د مقدساتو نه انکار ټاکلی، د ټولنې اساس یې لیبرالیزم او اخلاقي فساد ټاکلی، د اقتصادي نظام اساس یې ظلم او سود ټاکلی، دا ټول هغه اساسات دي چې د اسلام د سپیڅلي دین سره په سخت ټکر کې واقع دي.
4.    هغه خلک چې د قومي تعصب لپاره خلک را بولي، هغوي د لنډ مهاله او شخصي اغراضو نه پرته پل څه هدف نه لري، او د ملت د یوالي مسله د هغوي په وړاندې یوازې د یو دکان حیثیت لري، کله یې چې ګټه وکړه نو بیا به یې خرڅوي او د خپل ملت او قوم به له خپلو ګټو نه قرباني کوي.
په اخر کې د افغانستان د ټولو مسلمانانو نه دا هیله لرم چې د قوم تعصب بلونکو نه نفرت وکړي او نورو یې خبرو ته غوږ کینږدي، او خپلو کې سره یو بل ته د محبت لاسونه ور کړي.

لیکنه: عبدالصبور فخری
ژباړه: محسن امین

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: