نهه (۹) ريښتوني حقيقتونه چې پېژندل يې اړين دي
لومړی حقيقت:
د ټولنې له سترو ظلمونو څخه يو دا هم دی چې : پلار د بدعمله زوی لپاره نېکه مېرمن په نکاح کړي!!!
دويم حقيقت:
ناپوه هغه نه دی چې ليک لوست يې نه وي زده، بلکې هغه دی چې د قبلې طرف پېژنې ؛ خو لمونځ نه کوي !
دريم حقيقت:
دری(۳) شيان بېرته نه را ګرځي :
♢ له خولې چې کوم توری (لفظ)ووځي ..
♢ وخت چې تېرشي ..
♢ بارو چې ختم شي ..
څلورم حقيقت:
د دنيا ژوند دلوی بازار په څېر دی، ګرځه په کې څه دې چې خوښ شي اخله يې خو ؛ دسودا حساب دې چې له پامه ونه وځي پر کوم شي دې چې لاس ټيټ کړی قيمت یې ادا کوې !!!
پنځم حقيقت:
له مور او پلار سره ښه سلوک کول يوه داسې کيسه ده چې ته یې ليکې او ستا اولاد به یې بياتاته روايتوي !!!
شپږم حقيقت:
مرګ د ستا داستقامت انتظار نه کوي، استقامت وکړه او دمرګ انتظار کوه !!!
اووم حقيقت:
د مظلوم ددغې وينا څه مطلب :
” حسبي الله ﻭﻧﻌﻢ ﺍﻟﻮﻛﻴﻞ ” ؟؟؟
هو! له له ځمکې نه اسمان ته د يوې دوسيې (قضيې) نقلول دي !!!
اتم حقيقت:
ځينې نظر(بدنظري) حق بولي، خو د ډېرو ايمان بيا دادی چې الله خير الحافظين دی !!!
نهم حقيقت:
♢ پر ژبه ګونګ بنده د الله جل جلاله د کتاب (قرآن) د تلاوت کولو اميد لري ..
♢ کوڼ يې د اورېدلو اميد لري..
♢ ړوند يې د ليدلو اميد لري ..
لیکنه: محمد راتب النابلسي
ژباړه: محب الله مخلص