مدينې ته پر لار | نبوي سيرت

په ثور سمڅه کې له درې شپو تېرولو وروسته چې د مشرکانو د لټونې هلې ځلې سړې   شوې، محمد صلی الله عليه وسلم  او ابوبکرصديق رضي الله عنه  له سمڅې د مدينې په لور د خوځېدو لپاره چمتووالی ونيولو او عبدالله بن اريقط الليثي چې تر اوسه لا مسلمان شوی نه واو د صحرايي لارو ډېر  پيژندويه و مخکې دپيسو په بدل کې دمحمد  صلی الله عليه وسلم  او ابوبکر  رضي الله عنه  سره مدينې ته د رسولو ژمنه کړېوه او د دې موخې لپاره يې هغه ته دوې سپرلۍ هم سپارلې وې هغه و چې ددوشنبې په شپه د هجرت په لومړي کال د ربيع الاول مياشتې په لومړۍ نېټه چې ۶۲۲ميلادي کال د سپتمبرمياشتې له ۱۶ مې نېټې سره سمون خوري اوښې د ثور سمڅې خولې ته راوستلې ابوبکر  رضي الله عنه  رسول الله  صلی الله عليه وسلم  ته له دوو اوښو څخه غوره اوښه وړاندې کړه محمد  صلی الله عليه وسلم  هم هغه اوښه واخيسته خو يو شی يې ور باندې زيات کړل چې په پيسو يې اخلم

د ابوبکر  رضي الله عنه  لور اسماء  رضي الله عنها  د لارې توښه ورته راوړه خو دتړلو لپاره يې کوم شی د ځان سره نه و راوړي کله چې د سفر تياري بشپړه شوه نور نو روانېدل نوموړې خپل د ملا کمر بند دوې ټوټې کړ په يوه ټوټه کې يې د سفر توښه وتړه او په بله ټوټه يې خپله ملا وتړه او له همدې وخته په ذوالنطاقين وبلل شوه .

[irp][irp][irp]

بيا رسول الله  صلی الله عليه وسلم  ،ابوبکر  رضي الله عنه  او عامر بن فهيره د عبد الله بن اريقط په لار ښوونه د بحر په غاړه روان شول او داسې لارې ته يې ځانونه سم کړل چې په هغه باندې  ډېر کمو خلکو  تگ کولو او په پای کې یو داسې پرښې ته ورسېدل چې تر اوسه لمر نه و ورته رسېدلی  ابوبکر  رضي الله عنه  په خپل لاس د محمد  صلی الله عليه وسلم  لپاره ځای سم کړ او د وېده کېدو يې ورته وويل او په خپله يې خا وشا څارنه کوله گوري چې يوه شپانه خپله رمه د همدې پرښې لوري ته را روانه کړېده کله چې را ورسېده نو ابوبکر  رضي الله عنه  پوښتنه تر ې وکړه چې دا رمه د چا ده هغه د مکې يامدينې يوڅوک ورته وښود بيا ابوبکر  رضي الله عنه  د شيدو لوشلو غوښتنه وکړه هغه شپانه اجازه ورکړه کله يې چې شيدې ولوشلې رسول الله  صلی الله عليه وسلم  ته يې راوړې له خوب څخه را پورته کېدو وروسته   رسول الله   صلی الله عليه وسلم  دومره شيدې وڅښې چې ابوبکر  رضي الله عنه  ته يې خوند ورکړ بيا روان شول

پدې سفر کې به ابوبکر  رضي الله عنه  تل د رسول الله  صلی الله عليه وسلم  تر شا په اوښه سپور و او په عمر کې که څه هم له رسول الله  صلی الله عليه وسلم   څخه کم و خو  پوخ ښکارېدی نو ځکه د ټولو خلکو پاملرنه د هغه خواته وه له ده سره به يې خبرې کوې او پوښتنه به يې ترې کوله چې  ستا سره په سپرلۍ سپور کس څوک دی نوموړي به ورته ويل دا ما ته لار راښيي دده موخه به له لارې څخه د دين لار وه خو خلکو به داگومان کاوه چې په کومه لار چې روان دي هغه ښيي  .

هلته په مکه کې قريشو د محمد  صلی الله عليه وسلم  د ژوندي يا مړه حالت کې په راستنولو لويه جائزه ټاکلې وه هر يو د دې جائزې د کټلو په لټه کې و سراقه بن مالک چې تر اوسه مسلمان شوی نه و وايي : زه د خپل قوم بنومدلج د خلکو سره ناست وم چې يو تن راغی وويل : ما همدا اوس د بحر په غاړه څو کسان وليدل گومان کوم چې محمد  صلی الله عليه وسلم  او ملگري به يې وي سراقه وايي: زه پوه شوم چې همدوی دي خو خلکو ته مې وويل : چې دا فلانی او فلانی دي لږ وخت دلته کښېناستم بيا پورته شوم  خپل ټول سامان مې تيار کړ او روپسې ووتلم کله چې ورلنډشوم آس مې نوک وواهو او زه ځنې راپريوتم د را پورته کېدو وروسته مې د کڅوړې څخه غشي راويستل فال مې واچولو هغه غشی راووت کوم چې زما نه خوښېدا خو د غشي پروا مې ونه کړه بيا ورپسې شوم دومره ور لنډ شوم چې د رسول الله  صلی الله عليه وسلم  د قرائت اواز مې واورېدی ډېر ډاډه و هيڅ بلې خواته يې نه کتل ابوبکر  رضي الله عنه  يوې اوبلې خواته کتل چې په همدې وخت کې مې د آس پښې تر گونډوپورې په ځمکه کې خښې شوې زه هم ځنې ولوېدم کله مې چې آس په وهلو د ځمکې څخه را پورته شو د پښو له نښانو څخه يې د دود په شان دوړه پورته شوه په دې وخت کې مې بيا په غشو فال واچولو خو دا ځل بيا هغه غشی را ووت چې زما نه خوښېدا نو د امن غږ مې پرې وکړ هغوی راته ودرېدل زه هم ورورسېدم له ټولې کيسې نه مې خبر کړل او خپله توښه مې ورته وړاندې کړه خو هغوی هيڅ هم ځنې وانه خيستل يوازې دا يې راته وويل: چې زموږ حال له خلکو پټ ساته زه پوه شوم چې دا خلک به بر لاسي کيږي نو دځان لپاره مې د امن ليک ليکلو غوښتنه تر ې وکړه محمد  صلی الله عليه وسلم  عامر بن فهيره ته د ليک ليکلو امر وکړ هغه د پوستکي په يوه ټوټه ليک راته وليکی بيا هغوی مخ په وړاندې روان شول سراقه بن مالک نور خلک هم په دې ويلو سره وگرځول چې ما هر ځای لټولی دی نور نو يې په دې خاوشا کې لټول کومه گټه نه لري .

[irp][irp][irp]

په همدې سفر کې چې کله رسول الله  صلی الله عليه وسلم  او ملگري يې د خزاعيه کورنۍ د ام معبد نومې ښځې دوو خېمو ته ورسېدل چې يوه ډېره مېلمه پاله ښځه وه رسول الله  صلی الله عليه وسلم  د خوراک او څښاک غوښتنه ځنې وکړه خو د نوموړې په کور کې هيڅ هم نه و بيا رسول الله  صلی الله عليه وسلم  ديوې  ډېرې ډنگرې او کمزورې مېږې خواته چې د خېمې په يو گنج کې وه اشاره وکړه نوموړې ښځې ورته وويل چې دا خو د رمې سره لا نه شي تللای نو د شېدو تمه به څنگه ځنې وشي خو رسول الله  صلی الله عليه وسلم  د لوشلو اجازه وغوښتله کله چې ام معبد اجازه ورکړه رسول الله  صلی الله عليه وسلم  بسم الله او دعاء وويله او لوی لوښی يې را وغوښت او په لوشلو يې پيل وکړ د هغه مېږې غولانځې دومره ډکې شوې چې دا لوی لوښی يې ډک کړ بيا ام معبد، خپلو ملگرو ته وروڅښلې او په پای کې رسول الله  صلی الله عليه وسلم  وڅښلې بيا يې مېږه ولوشله کله چې لوښی ډک شو  نو د ام معبد سره يې پرېښود او په خپله مخ په وړاندې روان شول .

لږ وروسته چې کله ابومعبدراغی دا هر څه يې وليدل نو ډېر حيران شو او پوښتنه يې وکړه مېرمنې يې هم ټوله کيسه ورته وکړه بيا ابومعبد وويل چې زه به ددغه نفر ملگري کوم .

بريده بن حصيب اسلمي چې د خپلې قبيلې مشر و او د قريشو له لوري د رسول الله  صلی الله عليه وسلم  په سر  د اعلان شوې جائزې  گټلو په هڅه کې و کله چې د رسول الله  صلی الله عليه وسلم  سره مخا مخ شو خبرې يې ورسره وکړې د محمد  صلی الله عليه وسلم  خبرو دومره اغېز پرې وکړچې د خپل قوم له اويا کسانو سره مسلمان شو او خپله پگړۍ يې د بيرغ په څېر د نېزې په څوکه کې ورکړه د دې لپاره چې دا ښکاره کړي چې د امن ،عدل او انصاف پاچا را روان دی

د لارې په اوږدو کې زبير  رضي الله عنه  چې د يوې ډلې مسلمانو تجارانو سره له شامه را گرځېدلی و د رسول الله  صلی الله عليه وسلم  سره يې وليدل او رسول الله  صلی الله عليه وسلم  او ابوبکر  رضي الله عنه  ته يې يوه يوه جوړه سپینې جامې د ډالۍ په توگه ورکړې .

[irp][irp][irp]

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب