مدينه کې د اسلام پيل | نبوي سيرت

کله چې  محمد  صلی الله عليه وسلم  اسلام ته د بلنې په لار کې  د مکې خلکو له لوري دسختو ستونزو سره مخ شو او پدې لار کې يې هر ډول کړاوونه وگالل او له هغوی څخه نور نا هيلی شونويې د حج په موسم کې دبېلا بېلو قبيلوخلکو ته مخه کړه هغه و چې  د نبوت په يوولسم کال د حج په شپو ورځو کې يوه شپه محمد  صلی الله عليه وسلم  ، ابوبکر اوعلي  رضي الله عنهما  د شپې ووتل د ‌ذهل او شيبان بن ثعلبه قبيلو له کورونو سره تېرېدل او له هغوی سره يې د اسلام په اړه خبرې اترې وکړې دابوبکر  رضي الله عنه او ذهل قبيلې د يو سړي تر منځ ډېر سوالونه او ځوابونه سره وشول او دبنو شيبان قبيلې خلکو له هيلو ډک ځوابونه ورکړل خو داسلام راوړلو په هکله يې هوکړه ونه کړه

[irp][irp][irp]

بيا رسول الله  صلی الله عليه وسلم  د مدينې د خزرج قبيلې په شپږ کسيزه ډله تېرېدی چې د هغوی خبرې يې وارېدې نو ور وگرځېدی او پوښتنه يې ترې وکړه چې تاسو څوک يی هغوی ورته وويل چې د خزرج قبيلې د يهودو دوستان محمد  صلی الله عليه وسلم  د اسلام بلنه ورکړه او دقرانکريم آيتونه يې ورته ولوستل هغوی په خپلو منځو کې سره وويل آيا پوهېږئ دا همغه نبي دی چې يهودو به يې په اړه خبرې کولې نو راځئ چې له هغوی نه مخکې پرې ايمان راوړو هغه وو چې دغو شپږ نېکمرغو کسانو په گډه ايمان راوړ

بيا يې رسول الله  صلی الله عليه وسلم   ته وويل: زموږ يو داسې قوم دی چې له پخوا راهيسې يې ترمنځ دښمني راروانه ده، موږ به ستا پيغام ور ورسوو ښايي هغوی هم اسلام  ومني، او که الله  جل جلاله   هغوی په تا راټول کړل؛ نو ستا به ډېر درناوی کوي.

دا ډله چې مدينې ته ستنه شوه نورو خلکو ته يې د محمد صلی الله عليه وسلم   يادونه وکړه او اسلام ته يې راوبلل، او په لنډ وخت کې د مدينې هر کور ته د محمد صلی الله عليه وسلم  پيغام ورسېد.

او په همدغه يوولسم کال د نبوت د شوال په مياشت کې درسول الله  صلی الله عليه وسلم   عائشې صديقې  رضي الله عنها  سره کوزدنه وشوه چې په هغه وخت کې د عائشې صديقې  رضي الله عنها  عمر شپږ کاله واو بيا د هجرت په لومړي کال د شوال په مياشت کې په مدينه منوره کې يې واده وشو چې هغه مهال عائشه صديقه  رضي الله عنها   نهه کلنه وه.

[irp][irp][irp]

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب