د مهاجرو او انصارو ورورگلوي | نبوي سيرت

کله چې رسول الله  صلی الله عليه وسلم   د نبوي جومات او د مسلمانانو د يو ځای کېدو اوپه ديني چارو کې  يو بل سره د مشورو کولو د مرکز  چارې سرته ورسولې  نو  بيا يې د انس بن مالک  رضي الله عنه  په کور کې د نوي مهاجرو او انصارو صحابه رضي الله عنهم ترمنځ  چې نيم يې مهاجر او نيم انصارو د ورور ولۍ داسې تړون وکړ چې د يو بل مرسته به کوي د پلارگنۍ او ټاټوبي په بنسټ ولاړ توپيرونه به له منځه وړي او د هرې خواخوږۍ او ښه چلند بنسټ به يې يوازې اسلام وي ددې ورورولۍ له کبله  د مسلمانانو ترمنځ مينه او لورېينه دومره زياته شوه چې انصارو صحابه له رسول الله  صلی الله عليه وسلم   څخه وغوښتل چې د هغوی مالونه او باغونه د مهاجرو صحابه سره وويشي خو رسول الله  صلی الله عليه وسلم  ورسره ونه منله بيا انصارو له مهاجرو صحابه رضي الله عنهم  څخه دا غوښتنه وکړه چې د هغوی  په باغونو کې کار وکړي او په بدل کې به يې په ميوو کې ورشريک شي مهاجرو صحابه و رضي الله عنهم ډېر په خوښۍ دا خبر ومنله او  همداسې يې وکړل.

سعد بن الربيع چې يو شتمن انصاري صحابي و له مهاجروڅخه يې خپل ورورعبدالرحمن ته وويل زما ډېر مال دی نيم به ته واخلې او دوې ښځې مې دي هره يوه چې ستا خوښه وي هغې ته به زه طلاق ورکړم ته به نکاح ورسره وکړې خو عبدالرحمن رضي الله عنه ورته وويل چې الله جل جلاله دې ستا په اهل او مال کې برکت واچوي  ماته د بازار لار وښيه تر څو زه په خپل لاس هر څه وگټم هغه  دبنوقينقاع بازار  ورته وښود او عبدالرحمن رضي الله عنه خپله خواري پکې کوله آن تردې چې يوه ورځ يې واده هم وکړ .

د اسلامي يووالي تړون

د ورورولۍ له تړون  وروسته محمدصلی الله عليه وسلم د مسلمانانو ترمنځ يو بل داسې تړون تر سره کړ چې له امله يې ناروا قومي توپيرونه، د ناپوهۍ د زمانې ناسم رواجونه او د مسلمانانو خپل مابيني شخړې له منځه يووړې چې د تړون ځېنې مهمې مادې يې  په لاندې ډول دي.

دا ليک د محمدصلی الله عليه وسلم له خوا د قريشو، يثرب او نورو هغو مومنانو او مسلمانانو لپاره چې د هغوی پيروي يې کړې او يو ځای يې جهاد ورسره کړی.

۱. له نورو انسانانو پرته مسلمانان ټول سره يودي.

your ads

۲. دقريشو مهاجر به د خپلو پخوانيو رسمونو سره سم د مړي پور ( ديت ) ورکوي او د نورو مومنانو غوندې په انصاف اونېکۍ سره به د خپلو بنديانو د خلاصون لپاره  فديه ورکوي همدا رنگه به د انصارو ټولې قبيلې  هم د مړي پور او دبنديانو فديه په انصاف اونېکۍ ورکوي .

۳ . مومنان به په فديه او د مړي په په پور ورکونه کې د بې وزلو سره مرسته کوي.

۴ . د ظلم او تيري په وړاندې به ټول مسلمانان يو موټی کيږي او په گډه به هغه له منځه وړي او د هغه چا مخه به نیسي چې د مسلمانانو تر منځ بد کارونه خپاره کوي .

۵ .ټول مسلمانان به د ظالم ، فساد گر او بدکاره په وړاندې په یوه خوله وي که څه هم هغه بد کاره د هغوی خپل وي .

۶. مومن به د کافر په بدل کې نه وژل کيږي

۷. هيڅ مسلمان به د بل مسلمان په وژنه يا ځورونه کې د کافر مرسته او ملاتړ نه کوي.

۸ . که هر څومره بې وسه مسلمان چاته پناه ورکړي ټولو مسلمانانو ته يې منل اړين دي.

۹. کوم يهودان چې د مسلمانانو پيروي غوره کړي د هغوی سره به مرسته کيږي د هر ډول ظلم او تيري په وړاندې به يې ملاتړ کيږي.

۱۰. ټول مسلمانان به په يوه خوله له خپل دښمن سره سوله کوي په ځانگړي د يوه کس سوله دباور وړ نه ده.

۱۱. د الله په لار کې چې مومنان کومه وينه تويوي په هغه کې ټول سره برابر دي .

۱۲. هيڅ مشرک قريشوته د ځان يا مال پناه نه شي ورکولای او نه د هغه ساتنې په موخه د مسلمانانو په وړاندې درېدلای شي.

۱۳. که په چا باندې د يو مومن وژل ثابت شول او د وژل شوي کس خپلوانو د بدلې غوښتنه وکړه نو وژونکی به هم وژل کيږي.

۱۴ . ټول مومنان به د وژونکي په وړاندې راپورته کيږي او له بدلې اخيستو پرته يې په بل څه مسوليت نه ختميږي

۱۵. هيڅ مسلمان به د ستونزو او کړاونو پيداکوونکي سره مرسته نه کوي او نه به پناه ورکوي که نه د قيامت په ورځ به  په هغه باندې دالله جل جلاله لعنت او غوسه وي او هيڅ ډول کړه به يې نه منل کيږي.

۱۶. په هر کار کې چې د مسلمانانو ترمنځ اختلاف پيداشي حل به يې يوازې د الله جل جلاله او محمدصلی الله عليه وسلم د لارښوونو په رڼا کې لټول کيږي.

[irp][irp][irp]

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب