مینه که جاهلیت !!

د جاهیلت د رسوماتو مطابق اوسنۍ کاذبه مینه صرف پر مادیاتو متکي ده، د اسلام له ظهور څخه وړاندې د اناث طبقه له ټولو هغو بشري حقوقو بې برخې وه کوم چې باید یو انسان ته ورکړل شوي وي.ښځو دعرضې او تقضا په توګه د بازار مهمه ونډه تشکیلوله.

یو شخص به کومه ښځه د څو پیسو په مقابل کې د بل شخص مینځه وګرزولوه او مقابل شخص به له همدې مینځې څخه د جنسي ګټې، په مادي او معنوي توګه استفاده کوله.خو د اسلام مقدس دین په راتګ سره د دې بازار دروازې وتړل شوې.

خو نني ځوانان بیا په هماغه ډول نامحرمې ښځې د څو پیسو کاذبې مینې او جعلي څېرې په واسطه په موقتي ډول د ځان مینځه او غلامه ګرزوي او په تش او درواغجنو وعدو یې د واده او ښکلي ژوند په امید تېر باسي او په همدې توګه د خپل ژوند او نورو خویندو ژوند له الله ﷻ څخه په سرکشۍ او نافرمانۍ کې تېروي.

د لیکنې د لنډون په خاطر صرف په یوه ټکي تمرکز کوم هغه دا چې واده او ګډ ژوند مو په صحيح او ټاکلي عمر د دې جاهلیت څخه ساتي، په مشروع او حلاله نکاح یو له بله استفاده وکړئ، یو بل ځان ته روا او له ناروا اړیکو پرهېز وکړئ، او که د واده توان نه لرئ نو په روژو نيولو سره د خپل شهوت د غلبې مخه ونیسئ.

که په دې خبرو مو عمل وکړ، یو خو به مو ټولنه له ډول ډول امراضو، شر، فساد، او ناخوالو څخه ژغورلې وي او بل به مو ځوانانو ته د رسوالله ـ صلی الله عليه وسلم ـ دې پاک او سپېڅلي پیغام ته لبیک ویلی وي چې فرمايلي دي:

«يَا مَعْشَرَ الشَّبَابِ، مَنِ اسْتَطَاعَ مِنْكُمُ البَاءَةَ فَلْيَتَزَوَّجْ، فَإِنَّهُ أَغَضُّ لِلْبَصَرِ وَأَحْصَنُ لِلْفَرْجِ، وَمَنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَعَلَيْهِ بِالصَّوْمِ، فَإِنَّهُ لَهُ وِجَاءٌ» (رواه البخاري ومسلم).

ژباړه: ای ځوانانو! له تاسو څخه چې څوک د واده توان لري نو نکاح د ې وکړي ځکه نکاح له حرامو څخه د سترګو ډېره ژغورونکې او د شرمګاه ډېره ساتونکې لارده او څوک چې د واده توان نه لري هغه دې روژې ونيسي ځکه روژه دهغه لپاره د شهوت له منځه وړلو لار ده .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب