
میر عبدالعزیز هوتک | |
![]() هوتکیان | |
واکمني | هوتکي واکمني:1715 -1716 ز |
---|---|
تاج گټنه | ١١٢٧هـ ق |
بشپړ نوم | میر عبدالعزیز هوتک |
زېږونځای | کندهار, افغانستان |
مړينه | ١١٢٩ سپوږميز (١٧١٦ز) |
د مړينې ځای | کندهار, افغانستان |
هديره | کوکران، کندهار، افغانستان |
مخکنی پاچا | میرویس نیکه |
وروستنی پاچا | شاه محمود |
کورنۍ | هوتک |
پلار | ښالم خان |
مور | نازو توخۍ |
مذهبي گروهې | سني مسلمان |
میر عبدالعزیز هوتک څوک و؟
له ميرويس نيکه وروسته يې ورور ميرعبدالعزيز او دځينو مؤرخينو په اند عبدالله دڅه مودې لپاره باچا شو.
ميرعبدالعزيز دښالم خان زوى، دميرويس نيکه کشر ورور و.
کله چي ميرويس نيکه وفات شو ، نو دهغه دوه زامن پاته شول.شاه محمود اتلس کلن او شاه حسين څوارلس کلن و.[1] داچي دميرويس خان نيکه زامن کشران وو ، نو جرګې پرېکړه وکړه ترڅو دهغه ورور ميرعبدالعزيز خان دباچا په توګه وټاکي.(١١٢٧هـ ق)
ميرعبدالعزيز يو ارامي غوښتونکى باچا وو، هغه نه غوښتل له صفوي لښکرو سره وجنګېږي، نو ځکه يې ملي جرګه راوبلله او هغې ته يې په وينا کي وويل:
“زما عزيزانو!تر ډېرو مشکلاتو او جنګونو وروسته چي ډېر زلمي مو پکي له لاسه ورکړل ، دې ځاى ته راورسيدو، فکر کوم چې تاسو به هم نور جنګ ته نه هوسېږئ، فلهذا نو په کار دى چي دپارس له باچا سره روغه وکړو، اوس چي مشر ورور مي مرحوم سو او افغانانو ته يي لويه سوبه ګټلي ده،نو که موږ دروغي او سولي غوښتنه وکړو دپارس باچا به يې په ډېره خوښي راسره ومني”.
دجرګې په خلکو دده دا وړانديز ښه ونه لګېد، ځکه هغوى د ډېرو زلميانو په وينو ،د ډيرو مېندو په کونډيدلو او د ډېرو ماشومانو په يتيم کېدلو دا آزادي ترلاسه کړې وه، خو عبدالعزيز خان داهرڅه له لاسه ورکول.
جرګې داخبره ردکړه،عبدالعزيز خان په پټه دپارس پاچا ته په دې شرايطو يو سوله ليک واستاوو :
١- افغانان دي دهغه باج څخه چي دګرګين په وخت کي اخيستل کېده، معاف وي.
٢- کندهار ته دي پارسي عسکر نه راځي.
٣- دافغانانو بادشاهې دي دهمېشه دپاره ، دعبدالعزيز خان په کورنۍ او دهغه په زامنو او لمسيانو کې پاته وي.[2]
افغانان چي کله دعبدالعزيز خان په دې کړنه خبرشول، ډېر په قهر شول او دمحمود په مشري يي عبدالعزيز خان په ١١٢٩ سپوږميز (١٧١٦ز) کال وواژه.[3]
له هغه وروسته شاه محمود پاچا شو.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
[1] – پښتانه دتاريخ په رڼاکې ٦٥٣ مخ ، سيدبهادر شاه ظفرکاکاخيل، يونيورسټي بک ايجنسي پېښور پښتونخوا ، ٢٠٠٩ ز کال چاپ . [2] – دافغانستان لنډ تاريخ ٣٧٢ مخ ١ ټوک،عبدالحي حبيبي،ژباړن:عبدالروف بېنوا، ١٣٥٦ هـ ل کال دکابل چاپ. [3] – په پټه خزانه (١١٠مخ) کې ليکلي دي چې ،هغه دنارنج له قصر څخه راولوېد.