موږ ولې اوبه څښو؟

د يوه ځوان د بدن وزن د ٥٠ څخه تر ٧٠ % پوري ابو تشکيلوي او د ابو منظم څښل ډير اړين دى پدې موخه چي د هغه ابو مقدار پوره کړي چي د يوه بشر د يورين(متيازي) او د خولې په شکل د هغه د بدن څخه خارجيږي . که چيري موږ هغه اوبه چي زموږ د بدن څخه وتلي وې او هغه مو بيرته پوره کړي نه واى  نو موږ به اوس ژوندي نه  واى پاته سوي پرسيره پردې زموږ په بدن کي به  د ابو  نشتوالى واى او په نتيجه کي  موږ  به د سردرد ، د ستړيا ، د حافظې کمزورتيا او د پښتورګي د  ډبرو  په امراضو اخته واى.

د انسان بدن و ابو ته ضرورت لري پداسي حال کي چي د هغه بدن فعاليت وکړي ، او د انسان دبدن زياتي برخي اوبه لري لکه دماغ ، وينه او نوري  نري عضلي.

اوبه دانسان په بدن کي  لاندي  دندي لري:

١- د انسان د بدن حرارت منسجم ساتل
٢- د انسان د بدن څخه پا ته شوني ايستل
٣- د انسان د بدن و حجرو ته د اکسيجن او غذايي موادو ليږل
٤- د نرمي او نرۍ  عضلي  يوځاي ساتل
٥- د غذايي مواد حلول

د ا ډيره موهمه ده چي   يو ا نسان د  خپل بدن د هغو اوبو په اندازه اوبه و څښي کوم چي دده  د بدن څخه د خولې ، متيازو په شکل خارجيږي. او په خاص توګه د لاندي ذکر سو اشخاصو لپاره  د اوبو د څښل ډيره اړين او ضرور دي:
١- ډير ځوان
٢- د پاخه عمر شخص
٣- د تبي او اسهال لرونکى مريض
٤- هغه شخص چي دوامداره درمل استعمالوي چي هغه د ابو د کمښت سبب کيږي
٥- ورزشکاران
٦- څوک چي په تود ،نمناک  او وچ اقليم کي ژوند کوي
٧- څوک چي   اوږد هوايي سفر لري

څومره اوبه بايد موږ و څښو؟

د ابو څښل د يوه شخص د عمر ، د خوړو ، د هغه کار ، د هغه سيمې د هوا ، د هغه په صحت ، ايا هغه نر او که ښځه ، او يا کوم درمل استعمالوي پوري اړه لري . د پاخه عمر خلک شايد د ابو د تږي کيدو لږ ميلان و لري  نسبت و ځوانانو ته،.
بعضي خوراکونه سته چي لږ اوبه لري او بعضي خوراکونه سته چي نسبت هغه ته زياتي اوبه لري لکه ښوروا ، جوس  او شيدې او داسي نور……. نوموږ ته لازمه ده چي په مساوي ډول خوراک و کړو ، څومره  چي کلک (اوبه نه لرونکي) خواړه خورو هغومره بايد نرم (اوبه لرونکي) خواړه و خورو يعني موږ بايد ٢.٥ ليتره اوبه په ورځ کي و څښو.

موږ ته لازمه ده چي د هغه خواړو څخه لاس واخلو چي هغه د انسان د بدن د ابو د کميدوسـبب کيږي لکه سوډا لرونکي خواړه ، کهوه او شراب.  نارينه نسبت و ښځو ته زيات  ړ ابو اړتيا لري……………………….
د هغه سالم ماشومانو او ځوانانو لپاره څوک چي منظم خوراک کوي ، لازمه ده چي د هري غذا سره او يا د غذاو تر مينځ اوبه و څښي تر څو ددوى د بدن ضرورتونه ور پوره کړي . موږ کولاي سو چي په ډيره اساني سره او سمدستي خپل ځان امتحان کړو چي ايا زموږ د بدن اوبه پوره دي او که نه؟
تاسو خپل د يورين(متيازو) رنګ و کورى که د هغه رنګ زيړبخون وو نو ستاسي د بدن اوبه پوره دي او که د هغه  رنګ توربخون زيړ وو ، يا هم يوقوي بوي درلود او يا هم تاسي په ورځ کي تر ٤ ځله کم متيازي کړي وي   نو ستاسي د بدن اوبه  کمي دي  او سمدستي نژدي يوه ډاکتر ته مراجعه و کړى.

ژباړن: فضلي احمد (احمدزى)

 

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب