سیاسي مشاهیر

موهنداس کراما چند ګاندي

موهنداس کراما چند ګاندي

ګاندي د دولتي چارو ماهر، ملي او معنوي رهبر او د یو مفکر په نوم مشهور دی، د هندوستان خلک یې د ( مهاتما ) په نوم یادوي چې د ( ستر روح) مانا لري. نوموړی د شلمې پیړۍ تر ټولو  ستر او موثر رهبر پیژندل شوی دی. ګاندي د ۱۸۶۹ ميلادي کال د اکتوبر په دویمه نيټه د هندوستان په  پوربندر کې دې نړۍ ته سترګې پرانستلې او د هندوستان کلتوري دودونو سره سم  نوموړي په ۱۳ کلنۍ کې د خپلې همزولې نجلۍ سره واده وکړ.

 د نولس کلنۍ په عمر لندن ته ولاړ او هلته یې د قانون پوهنځی ولوست او په ۱۸۹۱ ميلادي کال کې د قانون ازموینې وروسته  د هند بمبی  ښار ته راستون شو چې هلته له خپلې زده کړې (قانون) څخه ګټه واخلي. په ۱۸۹۳ ميلادي کال کې د هغه هندي شرکت له خوا په کار وګمارل شو چې په سهیلی افریقا کې يې کار کاوه. په هغه وخت کې د سهیلی افریقا او هند دواړه هیوادونه د برتانیا حکومت تر ولکې لاندې وه، یانې دواړه هیوادونه له برتانیې له خوا اشغال شوي وه.

کله چې ګاندي سهیلی افریقا ته ورسيد ډير ژر ورته څرګنده شوه چې د نوموړي حقوقو ته احترام نه کیده، په سهیلي افریقا کې سپین پوستو له خوا له هندوانو سره ښه چلند نه کیده خو دی ۲۱ کاله هلته پاتې شو. نوموړي په سهیلي افریقا کې د هندیانو د مساوي حقوقو او عدالت لپاره مبارزه وکړه.  ګاندي  د سهیلي افریقا د حکومت له خوا څو ځلې بندي شو.

ګاندي د بې عدالتۍ او غیرې انساني کړنو پر وړاندې د مبارزې لپاره نوې لاره غوره کړه او خپل میتود یې د عدم تشدد او سوله ییز ملکي مقاومت پر بنسټ خپلو خلکو ته وښوده. د سوله ییز ملکي مقاومت اصول د یوې ټولنې یا هم د افرادو یوې ډلې ته اړتیا لري چې د داسې قانون څخه اطاعت ونه کړي چې غیرې اخلاقي، بې عدالته او نا انډوله وي. د دې کار فلسفې موخه دا وه چې ګاندي او د هغه لارويان د حکومت پر وړاندې هغه وخت غږ پورته کړي چې له پوهې سره سم يې هر څه ناسم تر سره کیږي. خو دوی د سوله يیزې مبارزې له لارې مبارزه وکړه. منظم حرکت، په یو ځای کې په اعتراضیه ډول دیوې ډلې تم کیدل، او همدارنګه د سوله يیز احتجاج د سوله ييزې مبارزې بیلګې دي. د ګاندي ځینې نورې سوله يیزې مبارزې (عدم تشدد) د برتانوي محصولاتو د راکړې ورکړې مقاطعه وه یانې نوموړي د هغو تولیداتو له پيريدلو څخه ډډه وکړه چې په برتانیا کې جوړيدل. د مبارزې دا ټول ډولونه د ګاندي فلسفه او د هغه  سوله يیزه مبارزه وه چې د منفي مقاومت (passive Resistance)په نامه یادیږي. ځکه که څه هم د حکومت پر وړاندې له تاوتریخوالي څخه ډک عمل تر سره نه شو. خو بيا هم د همدې سوله يیز میتود د ترسره کولو پر مهال ګاندي او د هغه لارویان به له پولیسو سره لاس او ګريوان شول او کله به یې د مبارزې پر وخت وینه تويدله.

ګاندي باور درلود چې میړانه او همت درلودل او  پر حق  ټینګ  دریدل د سیاسي او ټولنیزو موخو د ترلاسه کولو لپاره تر ټولو غوره لاره ده، هغه باورمند وو چې له يو بل سره د وګړو کړه مرسته ډیره اړینه ده.

 ګاندي په ۱۹۱۵ کال کې هند ته ولاړ او هلته د کمزورو او مظلومو وګړو د ملاتړي په نوم ونومول شو. په هند کې د خلکو  مختلفو طبقو تر منځ  ستره بې عدالتي وه. ګاندي هڅه وکړه چې د هند ټولو مظلومو وګړو سره مرسته وکړي او د دوی پر وړاندې برداشت او چلند ته بدل کړي. په ۱۹۱۸ کال کې د ملي کنګرس مشر وټاکل شو چې د هند د ملي غورځنګ استازیتوب يې کاوه. همدې خوځښت د برتانیې څخه د ازادۍ  او واک  د تر لاسه کولو لپاره کار کاوه. د منفي مقاومت د پرنسیپونو پر بنسټ پر حقیقت د دریدلو په نتیجه کې هغه د همدې خوځښت اتلولي (هند ازادۍ) تر لاسه کړه. دی څو ځلی نیول شوی خو هغه فکر کاوه چې د سپیڅلي موخو او عدالت لپاره بندي کیدل سرلوړي او ویاړ دی ځکه موخه یې د حق لپاره دریدل وه.

ګاندي د منفي مقاومت د یوې بڼې په توګه  روژّه هم نیوله، هغه به د حکومت په ناوړو او ناسمو کارونو کې د بدلون د رامنځته کولو لپاره روژه نيوله، په هر حال د اندیښنې وړ موضوع  دا هم وه چې ګاندي به له ډیر وخت روژې نیولو څخه  له دې نړۍ سترګې پټې کړي.

په ۱۹۴۷ کال کې د برتانیا حکومت هند پریښود او هند بالاخره خپلواکي ترلاسه کړه،  ګاندي په ۱۹۴۸ ميلادي کال د جنوري په دیرشمه نیټه ګاندي د ټولو ادیانو د یوالی او د هغو پر وړاندې د زغم په اړه د نوموړي له عقیدې سره د مخالفت له کبله یوه  افراطي هندو له خوا ووژل شو.

د ګاندي پر مړینه باندې ټولې نړۍ خواشیني څرګنده کړه، هغه نه یواځې دا چې د هند لپاره د سولې یو ملي سمبول وو بلکې د ریښتینولۍ او سوله يیزې مبارزې په برخه کې یو معنوی رهبر په توګه پیژندل شوی وو. ګاندي  د خپل الهام بښونکې وینا لپاره تل یادیړي. لاندې  وینا د نوموړي  باور روښانه کوي.

‍‍ٔ زه د ځمکې پر مخ له چا نه ویريږم، زه یواځې د خدای نه ویریږم ، زه د چا لپاره کینه او ناوړه غوښتنې نه شم زغملای، زه به د هيچا په حق کې بې عدالتي ونه کړم، زه به درغلۍ ته  په ریښتینولۍ ماته ورکړم او د درغلیو سره د مبارزې  پر مهال به ټولې ستونزې  وګالم.

لومړی فعالیت

۱.د ګاندي په وخت کې برتانیا لاندې هیوادونه تر ولکې لاندې درلودل:

الف: شمالي افریقا او هند

ب: هند او سهیلي افریقا

ج: هند او شمالي افریقا

د: شمالي افریقا او سهیلي افریقا

۲.ګاندي په اړه لاندې قضاوتونه شوي، پرته له:

الف: معنوي رهبر

ب: قانون پوه

ج:  ملي رهبر او د دولتي چارو کار پوه

دویم فعالیت: میچل (مقایسه):

ــــــ ۱. سوله ييز ملکي مقاومت                                     الف: د برتانیا له حکومت او کنټرول څخه د هند د ازادول.

ـــــــ۲. منفي مقاومت(passive Resistance)                    ب: له غیرې اخلاقي، ناوړه  نامو‌ذونه قانون له اطاعت څخه انکار کول

ـــــــ۳. د هند د ازادۍ غوښتنې خوځښت                ج: هغه مقاومت چې په ترڅ کې يې د حکومت پر وړاندې له تاوتریخوالي ډک عمل نه تر سره کیږي.

ج، فعالیت: د سوله ييزې مبارزې بیلګې:

۱.منظم حرکت ،۲، په یو ځای کې په اعتراضیه ډول دیوې ډلې تم کیدل ۳. سوله ييزه مبارزه ۴. د راکړې ورکړې مقاطعه ۵، روژه نیول.

د، فعالیت: سم او ناسم

ـــــــــ۱. ګاندي فکر نه کاوه چې د عدالت لپاره بندي کیدل ستر ویاړ دی.

ـــــــــ۲. ګاندي د مظاهري پر مهال د یو چا د وژنې له امله بندي کړای شو.

ــــــــ۳. ګاندي له یو افراطي هندو له خوا  ووژل شو چې د ټولو ادیانو یوالی او د زغملو له عقیدې سره يې مخالفت درلود.

ـــــــ۴. ګاندي د مهاتما په نوم ونومول شو چې د ستر روح مانا لري.

لومړی فعالیت

۱.د ګاندي په وخت کې برتانیا لاندې هیوادونه تر ولکې لاندې درلودل:

الف: شمالي افریقا او هند

ب: هند او سهیلي افریقا

ج: هند او شمالي افریقا

د: شمالي افریقا او سهیلي افریقا

۲.ګاندي په اړه لاندې قضاوتونه شوي، پرته له:

الف: معنوي رهبر

ب: قانون پوه

ج:  ملي رهبر او د دولتي چارو کار پوه

دویم فعالیت: میچل (مقایسه):

ـــ ب ـــ ۱. سوله ييز ملکي مقاومت                                     الف: د برتانیا له حکومت او کنټرول څخه د هند د ازادول.

ـــ ج ـــــ۲. منفي مقاومت(passive Resistance)                    ب: له غیرې اخلاقي، ناوړه  نامو‌ذونه قانون له اطاعت څخه انکار کول

ــــ الف ـــ۳. د هند د ازادۍ غوښتنې خوځښت                ج: هغه مقاومت چې په ترڅ کې يې د حکومت پر وړاندې له تاوتریخوالي ډک عمل نه تر سره کیږي.

ج، فعالیت: د سوله ييزې مبارزې بیلګې:

۱.منظم حرکت ،۲، په یو ځای کې په اعتراضیه ډول دیوې ډلې تم کیدل ۳. سوله ييزه مبارزه ۴. د راکړې ورکړې مقاطعه ۵، روژه نیول.

د، فعالیت: سم او ناسم

ـــــــfـــ۱. ګاندي فکر نه کاوه چې د عدالت لپاره بندي کیدل ستر ویاړ دی.

ــــــfــــ۲. ګاندي د مظاهري پر مهال د یو چا د وژنې له امله بندي کړای شو.

ـــــTـــــ۳. ګاندي له یو افراطي هندو له خوا  ووژل شو چې د ټولو ادیانو یوالی او د زغملو له عقیدې سره يې مخالفت درلود.

ــــTــــ۴. ګاندي د مهاتما په نوم ونومول شو چې د ستر روح مانا لري.

Tags

wasiweb Team

لیکوونکي : د وسیع ویب لیکوالي ټیم

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error:
Close
Close