مونږ ولې ګناه کوو؟

تل دا کوښښ کوو چې ځان له ګناه څخه وساتو خو! اما ولې مونږ په دغې اراده او عظم کې نه کامیابېږو؟!!
ولې هر ځلي چې ګناه وکړو ورسته بیا دپښېماني اظهار کوو او په دغه خبره بیا اعتراف هم کوو؛ چې یو ناوړه عمل مو ترسره کړ.

پوښتنه داده چې: ولې له اول څخه له دغه کاره ځان نشو ژغورلی؟

ښایي ځواب یې ټولو ته واضح وي؛ “هره ګناه چې له مونږ څخه کیږې دا دشیطان هغه کوشش او سعیه ده چې رب جلَّ جَلالَه ته وویل (فبعزتک لاُغوینهم اجمعین)دتا په عزت مې قسم چې زه به ستا نیکان بنده ګان ګمراه کوم”.

دا نو دشیطان لوی ګواښ راته متوجه شو او بل طرف ته بیا الله جلَّ جَلالَه ورته په جواب کې وفرمایل(لاملئن جهنم منک وممن تبعک منهم اجمعین)خامخا به ډک کړم جهنم ستا او ستا له متبعینو څخه.

څنګه کولی شو چې ځانونه له ګناه څخه بچ کړو؟
ایا الله جلَّ جَلالَه یې کومه طریقه راته ښودلې ده؟

هو! الله جلَّ جَلالَه یې واضحه طریقه او لاره راته ښودلې ده چې په دغه طریقه کولی شو چې ځانونه له ګناه څخه وګرځوو.
الله جلَّ جَلالَه فرمای(ان الصلٰوة تنهٰی عن الفحشآء والمنکر)
دتاسو لمونځ تاسو منع کوي له فحشاء او منکراتو څخه.
یعني چې څوک لمونځ کوې له هغه څخه به ګناه نه کیږي
اوس ولې مونږ لمونځ کوو او بیا هم ګناه رانه کیږي
خو دلته یو حقیقت په مونږ خلط شوی ده کوم لمونځ چې له ګناه نه انسان راګرځوي دا کامل لمونځ ده ځکه چې کوم شی مطلق ذکر شي رجع یې فرد کامل ته کیږې دلته په ایت کې صلاة مطلق ذکر ده نو صلاة کامل ورنه مراد ده چې پوره لمونځ وي
نو اوس به داڅنګه معلوموو چې پوره لمونځ به څنګه وي
راګرځو قرآن کریم ته الله جلَّ جَلالَه فرمایي: (قد افلح المؤمنون .الذین هم فی صلاتهم خٰشعون)کامیاب خلک هغه دي چې په لمونځونو کې عاجزي کوې.
په لمونځ کې عاجزي دلمانځه دارکانو او شرائطو په پوره معنا عملي کول دي.
راځم خپل مقصد ته که غواړو چې له ګناه څخه ځان وژغورو نو باید خپل لمونځونه برابر کړو.

کله چې هم له مونږ څخه ګناه وشوه باید پوه شو چې په لمونځ کې مو نقصان ده..
ومن الله توفیق

 

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب