مه خپه کیږئ!

ليکنه : دوکتور عائض القرني.

که څه هم له ستونزو سره په مخ کيدو خپه کيدل د فطرت غوښتنه ده ، خو خپګان پر ځان مه لاس بری کوئ ، ځکه چې پرون دې غم او انديښنه وازمايله څه ګټه يې در و نه رسوله په دې معنی چې که د چا زوی په ازموينه کې پاتې شي نو آيا په خپه کيدو سره به بريالی شي؟ که پلار دې مړ شي او تا يې خفګان د تل د پاره د زړه مشغولتيا وګرځوله نو آيا هغه به پرې را ژوندی شي ؟ يا په سوداګرۍ کې تاوان وکړې نو په خفګان کولو به هغه تاوان جبران شی ؟

مه خپه کيږه ! ځکه پرون پر يوه مصيبت خپه شوې نن ور څخه مصيبتونه جوړ شول ، پر بې وزلتوب خپه شوې لا دې په سر زيات کړل او لا دې دوښمن پر ځان خوشحاله او په ځان پورې دې وخنداوه .

مه خپه کيږه ! ځکه چې له خفګان سره پراخه کور ، ښايسته بی بی ، ستره شتمني ، مرتبه او اولادونه څه ګټه در ته نشي رسولای .
مه خپه کيږه ! ځکه خپګان به در ته له خوږو ابو زهر جوړ کړي او ژوند به در ته زنداني کړي .

مه خپه کيږه ! په داسې حال کې چې دوې سترګې ، دوه غوږونه ، دوې پښې ، دوه لاسونه او داسې نور بدني غړي هم لرې ، په بدن روغ ، په جامه پټ او په ښه چاپيريال کې ژوند کوې ، بیا به نو :
فَبِأَيِّ آلاَء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ (الرحمن)

your ads

نو ای پېريانو او انسانانو ! تاسې به د خپل رب کوم کوم نعمتونه درواغ وګڼئ ؟
د غم او خفګان دعا :
«لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللهُ الْعَظِيْمُ الحَلِيْمُ، لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللهُ رَبُّ الْعَرْشِ الْعَظِيْمُ، لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللهُ رَبُّ السَّمَوَاتِ وَرَبُّ اْلأَرْضِ وَرَبُّ الْعَرْشِ الْكَرِيْمُ» [صحيح بخاري 7 / 154، و صحيح مسلم 4 / 2092]

نشته لائق د عبادت مګر الله دی چې عظيم او حکيم دی ، نشته لائق د عبادت بغير د پروردګار د ستر عرش څخه ، نشته لائق عبادت بغير له پروردګار د آسمانونو او پروردګار د ځمکې او پروردګار د عرش کريم

«لاَ إِلَهَ إِلاَّ أَنْتَ سُبْحَانَكَ إِنِّيْ كُنْتُ مِنَ الظَّالِمِيْنَ» [سنن ترمذي 5 / 529] بغير له تا څخه بل د عبادت وړ نشته ، پاکي تا لره ده ، بې شکه چې له ما کمي وشو.

دردونه نعمت وي :
درد او سختي تل نا وړه نه وي بلکي کله نا کله د چا خير او ښېګنې په دردونو کې نغښتې وي ، دعاګانې او رښتني تسبحات له دردمن سره مل وي .
زده کوونکی د زده کړې په بهير کې دردونه ګالې چې عالم ور څخه جوړ شي ، په پيل کې سوزېږي خو په پای کې رڼا ور کوي .

کوم زده کوونکی چې پخپله خوښه خپلسری ژوند کړی وي او د علم په پلټنه کې يې سختۍ نه وي ګاللې له بحران او ستونزو سره نه وي مخ شوی دغه ډول زده کوونکی به تل تمبل او لټ وي په علم کې به يې هيڅ خير او برکت نه وي .
تر دې هم په لوړه کچه مثال د هماغه لومړنيو مسلمانانو دی ، چې د پيغمبرۍ په پيل کې يې ژوند کولو ، هغوی د لوی ايمان ، پاکو زړونو ، رښتنې لهجې ، ژورې پوهې څښتنان وو ځکه چې هغوی له حق سره د ملګرتيا په ډګر کې تر بل هر چا زياتې ربړونې ګاللې وې لکه چې الله جل جلا له په اړه فرمايي :
مَا كَانَ لأَهْلِ الْمَدِينَةِ وَمَنْ حَوْلَهُم مِّنَ الأَعْرَابِ أَن يَتَخَلَّفُواْ عَن رَّسُولِ اللّهِ وَلاَ يَرْغَبُواْ بِأَنفُسِهِمْ عَن نَّفْسِهِ ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ لاَ يُصِيبُهُمْ ظَمَأٌ وَلاَ نَصَبٌ وَلاَ مَخْمَصَةٌ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَلاَ يَطَؤُونَ مَوْطِئًا يَغِيظُ الْكُفَّارَ وَلاَ يَنَالُونَ مِنْ عَدُوٍّ نَّيْلاً إِلاَّ كُتِبَ لَهُم بِهِ عَمَلٌ صَالِحٌ إِنَّ اللّهَ لاَ يُضِيعُ أَجْرَ الْمُحْسِنِينَ (التوبه ۱۲۰) .

ژباړه : د مدينې اوسيدونکو او د شا او خوا بانډچيانو ته دا هيڅکله نه ښايېدله چې د الله جل جلا له پيغمبر يې پرېښې او په کور ناست وای او له هغه نه په بې پروايۍ سره د خپلو خپلو ځانونو په فکر کې شوي وای ځکه چې دوی ته د الله جل جلا له په لار کې نه تنده ، نه ستوماني او نه (هم) لوږه رسيږي او نه (هم) دوی پر کوم ځای چې کافران په غوسه کوي قدم ږدي او نه (هم) د کوم دښمن چې له حق سره دښمني کوي غچ اخلي ، خو د هغه له کبله دوی ته ښيګنه ليکل کيږي . بې شکه چې الله د ښو خلکو بدله له منځه نه وړي .

هغه واعظ چې د خپل وعظ په دردونو کې ربړيږي د هغه خبرې د زړونو تل ته کښېوځي ، د اغيز راز يې همدا وي چې له درد او الم څخه يې سرچينه اخستې وي .


د (مه خپه کېږه) له کتاب څخه

آن لاين اسلامې لارښود

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب