منظم، يعنې د پلان ژوند، څنګه پلان جوړ کړو؟

په دقيق ډول د ټولو اړتياوو احصائيه نه اخيستل، او د كار په مهال بيا د اړتياوو پوره كول د كار مخه نيسې، لكه چې څو ملګري يايوه كورنۍ د يوي يا څو ورځو چكر لپاره د سېل ځاى ته لاړشي، د خپلو اړتياو ليست يې نوي ليكلى، هغه ځاى ته له رسيدو وروسته ورته معلومه شي چې څه شيان يې لږ دي، نو پدې سره يې د وخت زياته برخه په تګ راتګ كې ولګېږې، او له چكر څخه مناسبه استفاده ونه شي كړاى.

ليكوال : دكتور عوض القرنى
ژباړن :  استاذ شفيق الله امين

پلان د ښه ژوند لپاره لومړى شرط او د ګډوډۍ مخه نيونكى دى.
د پلان لپاره خپل شرايط، ضوابط او اساسات دي چې اوسنيو ليكوالانو پكې ډېر تفصيل وركړى دى، مګر زه كوښښ كووم چې له هغه څخه اسانه او لنډ اساسات چې انسان تري استفاده كولاى شي او په هر حال كې  ځان ورسره عيارولاى شي يادونه وكړم :

1.    بايد چې د مهم كار لپاره د پلان ګذاري پرمهال په ذهنې، بدنې او نفسياتې لحاظ سره سالم، معتدل مزاجه، قرار او هيله مند يې، ځكه پلان ستا ټول ذهنې ځواك ته په تفكير يادښت او تصوركې اړتيا لري.

دا په عادي حالت كې مګر په بيړنيو حالاتوكې بيا هماغسي مناسب تصرف پكار دى، ځكه د هر حالت لپاره خپل احكام دي.

2.    د موجوده حالاتو او د راتلونكې پروژې  په هكله بشپړ معلومات راټولول، ځكه د پروژې كاميابې د حالاتو له څرنګوالي سره مستقيم تړاو لري، او همدارنګه د پروژي په اړه تفصيلې معلومات لكه  موخې، وسايل، ګټې او اړتياوې لاس ته راوړل پكار دي.

3.    د خپلې پروژې لپاره موخې ټاكل، پداسې ترتيب سره چې عملې كول يې ممكن او د اړتيا په مهال بدلون هم منلاى شي، پوره څرګند او د واقعيتونو سره برابر وي.

4.    د هغو مادي او بشري وسايلو او امكاناتو بشپړه احصايه چې د كار په عملې كولوكې ورته اړتياده، د هغو شتون او نشتوالى په نښه كول، او دا چې غير موجود څنګه لاس ته راتلاى شي؟
دا ټول بايد په منځومي كچ وي، چې له اسراف او شومتيا څخه لري وي، اوحلالوالى يې  هرومرو په نظر كې ونيول شي.

5.    د پروسي د عملې كولو وخت او ځاى بايدپه څرګنده  او دقيقه توګه ټاكل شوى وي، د ژوند د هر كار لپاره وخت او ځاى ځانګړى ارزښت لري چې پرته له دې څخه يوكار هم شونى نه دى، له همدې كبله بايد چې وخت او ځاى او د موجوده وسايلونقش او د هرې برخې كار له وړاندي څخه وټاكل شي.

6.    د پروسې د عملي كوونكې مشخص كول، كه هغه په نامه وي يا په صفت، يوكس وي اوكه ډله، نوبيا و كتل شي چې د دې كار لپاره په كې هغه صفات شته چې د دې كار د عملي كولو وړتيالري  او له عهدې څخه يې وتلاى شي، ځكه د هر فن لپاره خپل خلك پكار وي، د تدريس لپاره تجربه وړتيا د سوداګرۍ لپاره چې څوك پكار وي  توپير لري، همدارنګه د كرهڼي خلك او د هغوى صفات له نورو كسبونو څخه بېل وي.

د پروسې د عملي كولو د ناكامي ځينې لاملونه :
*  په دقيق ډول د ټولو اړتياوو احصائيه نه اخيستل، او د كار په مهال بيا د اړتياوو پوره كول د كار مخه نيسې، لكه چې څو ملګري يايوه كورنۍ د يوي يا څو ورځو چكر لپاره د سېل ځاى ته لاړشي، د خپلو اړتياو ليست يې نوي ليكلى، هغه ځاى ته له رسيدو وروسته ورته معلومه شي چې څه شيان يې لږ دي، نو پدې سره يې د وخت زياته برخه په تګ راتګ كې ولګېږې، او له چكر څخه مناسبه استفاده ونه شي كړاى.

نو بايد چې د هركار لپاره د مخكې نه ټول وسايل د دقيق ليست له مخې تياركړل شي، او بيا كار په ډاډ سره پيل شي.

* د وسايلو د كارولو لپاره پړاويز ترتيب نه جوړول، د تقديم او تاخير په پايله كې كار له ګډوډي او ناسمي سره مخ شي.

  • په ګودام كې سامانونه په مناسب ځاى كې نه ايښودل چې د اړتيا په مهال يې راخيستل اسانه وي، لكه له چاسره چې د پخوانيو كتابونو كتابتون وي، مګر د نه تنظيم له كبله د هر كتاب لپاره ټول كتابتون لټوي چې ډېروخت پرې لګېږي.

* د پلان سختې او تنګې چې بدلون نه منې او د عملي كولو په وخت پرې پوهيدل او سم كار كول ستونزې راولاړوي.

* په پروسه بي باورې او ناپوهي، چې كار كونكې پكې يوازې د الاتو په څېركاركوي اوظاهري بڼي ته يې ګوري، او د ارزښت په هكله ورسره هيڅ احساس نه وي .

* د كاركونكې د ناپوهي له امله په ناقصه توګه كاركول.
* كار د بشپړېدو څخه مخكې نيمګړى پريښودل، او له پلان سره سم سرته نه رسول.

7.    په پروسه د څارونكې يادونه په پلان كې هم اړينه ده، چه كار له پيل څخه ترپاى پورې په دقيقه توګه وڅارې، اړين وسايل ورته برابر كړي، او دستونزې د پيداكيدو په مهال يې د حل كوښښ وكړي .
كيداى شي چې پلان جوړوونكى، عملي كوونكى او څارونكى يوكس  وي يا څو كسان وي، او دوى هريو د ځان لپاره مرستيالان ولري چې مرسته ورسره كوي.

8.    د كار د تقويم او ارزيابي او د هغه په هكله د رپوټ طريقه، چې تركومه حده د پلان او عملې كار ترمنځه توافق شته او د هرې برخې لپاره ټاكلى وخت مناسب و كه څنګه، او هغه معيارونه ټاكل چې د هغې په واسطه د كار كاميابې او ناكامې اندازه كيداى شي.
هغه معيارونه په څلورو شيانوولاړدي:
* د شوي كاراندازه.
* د شوي كار كيفيت .
* په شوي كارد مادي او بشري ځواك دلګښت اندازه.
* په شوي كار دلګول شوي وخت اندازه، لكه  چې  په30% كار باندي (٪۵۰) وخت او(40%) مبلغ مصرف شوي وي، دا كار ناكام ګڼل كيږي بايد چې د سمون لار يې ولټول شي. او همدارنګه هغه څوك چې د تقويم او رپوټ جوړولو دنده ورته سپارل كيږي وټاكل شي.
بريالى پلان هغه دى چې لاندې پوښتنو ته ځواب ووايي :
1.    موږ اوس چېرته يو؟
2.    ولې ؟
3.    چېرته بايد اوسو ؟
4.    څنګه ؟
5.    څه وخت  ؟
6.    څوك به داكار وكړي ؟

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب